افغانستان

ډاکټر اشرف غني احمدزی د مرګ له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی آسیا: د هغو کره معلوماتو له مخې چې د ډاکټر اشرف غني احمد زي د ټيم له يو مهم غړي څخه نن ټکی آسیا ته په لاس ورغلي ، ویل کيږي چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د امريکا د مرکزي استخباراتو CIA له خوا خبرداری ورکول شوی چې : بايد محتاط واوسي ځکه شوری نظار د سيمې د ځينو استخباراتي سازمانونو په ملتيا غواړي اشرف غني احمدزی ووژني.

د خبر سرچينه زياتوي چې له همدې امله ډاکټر اشرف غني احمدزي له څو ورځو را په دې خوا خپل ځان يوې خواته کړی، کاري ليدنې او ملاقاتونه يې ډېر کم کړي ، تګ راتګ يې بيخي محدود کړی او په عام محضر کې بيخي نه را څرګنديږي ، او دا خبرداری د امريکايانو له لوري په داسې حال کې اشرف غني ته ورکول کيږي چې په تيرو څو ورځو کې د ده په دوو مهمو پلويانو د پکتيا  په والي جمعه خان همدرد او د سولې شوری د دارالانشأ په رئيس معصوم ستانکزي مرګوني بريدونه ترسره شول چې لا تر اوسه کومې ډلې د دغو بريدونو پړه نه ده منلې ، خو ګوته د شوری نظار لور ته نيول کيږي.

د چارو د څارونکو له نظره داسې بريښي چې د ډاکټر عبدالله ډله ماتې منلو ته په هيڅ صورت نه ده تياره او شايد دوی قدرت ته د رسيدو په لاره کې   د پرتو خنډونو  د لرې کولو په موخه د زور په شمول له هرې ممکنې لارې څخه کار واخلي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x