په عامه مصلحتونو کي د شتمنيو د ښندلو اهميت

ابو المنظور «عطشان»

«(مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللهَ قَرْضًا حَسَنًا) فَهَذِهِ الْعِبَارَةُ أَبْلَغُ مِنَ الْأَمْرِ الْمُجَرَّدِ، وَمِنَ الْأَمْرِ الْمَقْرُونِ بِبَيَانِ الْحِكْمَةِ، وَالتَّنْبِيهِ إِلَى الْفَائِدَةِ».

ژباړه: (څوک دی چي الله جل جلاله ته قرض حسن ورکړي) دا حکم چي الله جل جلاله د شتمنيو په ښندلو باندي کړی دی، دا عبارت تر يوازني امر کولو زيات ابلغ دی، همدا ډول تر هغه امر هم ابلغ دی چي هغه د حکمت له بيان سره پيوست وي او ورسره په څنګ کي يې د يوې فايدې خبرتيا هم بيان سوې وي.

په دې ځای کي د دې اسلوب د غوره کولو لامل د مفسرينو د بيان پر بناء دا دی چي په عامه مصلحتونو او ګټو کي د شتمنيو د ښندلو بلنه د ډېرو انسانان په نفسونو کي ډېره ضعيفه وي او په عامه مصلحتونو کي د شتمنيو د ښندلو رغبت او مينه ډېره لږ او کمه وي، ځکه چي په دې کار کي د هغه شتمنيو د ښندلو په پرتله لذت او خوند نه وي، چي افرادو ته ورکول کېږي، نو په همدې بنا اړتيا پيدا سوه چي په دې حکم کي دا ډول مبالغه وکړل سي، تر څو دې کار ته د انساني نفسونو د هڅولو اغېز زيات وي.

ځيني داسي شيان سته چي شتمن کسان دې ته هڅوي چي خپلي شتمنۍ پر افرادو وښندي چي ځيني په لاندي ډول دي:

(۱): له زړه څخه د هغه درد او غم ليري کول دي چي د غريبو او بېچاره کسانو په ليدلو رامنځته کېږي.

(۲): له ځان څخه د غريبو او بېچاره ؤ کسانو حسد او د شريرو کسانو شر دفعه کول دي.

(۳): شتمن کسان د دې په ليدلو سره يو ډول خوند اخلي چي خپل لاس يې د بل پر لاس لوړ وي.

(۴): دا فکر دی چي په دې سره به په خلګو کي مقام ترلاسه کړي، د هغوی په زړونو کي به ځای ونيسي او هغوی به يې شکرګذاره، منندوی وګرځي او له ده سره به مينه او محبت ولري، ځکه سخي کسان ټولو خلګو ته د ميني او درناوي وړ وي، که يې ګټه وررسېږي او که نه وررسېږي.

نو ښکاره سوه چي دوستانو، خپلوانو، ګاونډيانو او نورو وګړو ته د شتمنيو ورکول او په دې لار کي شتمنۍ ښندل پر نفس نه يوازي اسانه وي، بلکي ډېرشيان دي چي دې کار ته يې هڅوي او خوند ځني اخلي، ځکه چي د دوست، خپل، يا ګاونډي درد او غم د همده درد او غم دی.

نو دا شيان يو شتمن په اسانۍ سره وافرادو ته د شتمنيو ښندلو ته اماده کوي، که څه هم دا امر مؤکد نه وي، ځيني وختونه خو په هغه کي ريا او د سُمعت (ځانښووني) محبت هم راسي، چي له قرب الهي او بندګۍ سره منافات او ټکر هم لري.

خو په عامه مصلحتونو کي لکه له دين، مقدساتو او عقايدو څخه د دفاع او ساتني لپاره، د الله جل جلاله د کليمې د لوړلو لپاره، له دين څخه له دفاع کوونکو کسانو سره د مرستي او همکارۍ او د هغوی د اړتياؤ د پوره کولو لپاره د شتمنيو په ښندلو کي هيڅ کوم نفساني حذوذ نه سته، تر څو شتمن کسان په دې لارو کي د شتمنيو ښندلو ته وهڅوي او يا يې لږ تر لږه ورته اسانه کړي، مګر يوازي هغه وخت امادګي ورته ښيي چي په حکومتي سطحه پيسې ټولېږي؛ همدا لامل دی چي په دې ډول عامه منفعتونو او ګټو کي د شتمنيو ښندل ډېر کم تر سترګو کېږي، نو له همدې امله دې کار ته د هڅولو په بيان او امر کي ډېر تاکيد او مبالغې ته اړتيا پيدا کېږي، ځکه نو الله جل جلاله په دې ډول ځانګړي اسلوب او طريقه سره خلګ دې کار ته وهڅول.

ښکاره خبره ده چي الله جل جلاله په دې ډول عامه منفعتونو کي د شتمنيو ښندل د قرض پر منزله وګرځول، خو الله جل جلاله له ټولو عالَمونو څخه غني او بې پروا دی، ځکه د هر څه مالک او خالق خپله همدی جل جلاله دی، دې ته هيڅ اړتيا نه لري چي له خپلو هغو بندګانو څخه د قرض غوښتنه وکړي چي خپله همده جل جلاله پيدا کړي دي او رزق يې ورکړی دی. نو دلته الله جل جلاله داسي استفهام وکاروی چي هغه پر لویوالي او استعظام باندي دلالت کوي، ويې فرمايل چي «من ذا الذي يفعل کذا؟»- ياني څوک دی چي دې ډول کار ته وروړاندي سي. دا هغه کار يا کارونه دي چي پر نفس باندي ډېر شاقه او درانه وي. لکه بل ځای چي رب العالمين فرماي: «مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ»- ياني څوک دی چي د قيامت په ورځ د الله جل جلاله له اجازې پرته د چا شفاعت وکړي؟ همدا ډول بل ځای فرمايي: «قُلْ مَنْ ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُمْ مِنَ اللَّهِ»- ياني هغوی ته ووايه چي هغه څوک دی چي تاسي د الله جل جلاله له عذابه وژغوري؟

نو پورتني دوه کارونه چي د الله جل جلاله له اجازې پرته د يو چا شفاعت کول، يا د الله جل جلاله له عذابه يو څوک ژغورل دي، ډېر درانه آن ناممکن کارونه دي.

خو برعکس په وړو او اسانه خبرو کي دا ډول اسلوب او طريقه نه کارول کېږي، لکه چي يو څوک ووايي چي «مَنْ ذَا الَّذِي يَشْرَبُ هَذِهِ الْكَأْسَ الْمَثْلُوجَةَ»- ياني څوک دی چي دا د يخو اوبو له جام څخه اوبه وڅيښي، په داسي حال کي چي د دوبي سخته ګرمي وي. دا يو عادي کار دی چي هر څوک په ګرمۍ کي يخي اوبه څيښي، نه يوازي چي دا چي په ګرمۍ کي د يخو څيښل کومه ګران کار نه دی، بلکي هر څوک اړتيا ورته لري او بې له ويلو يې څيښي. نو په دې ډول اسانه او وړو شيانو کي دا ډول اسلوب او طريقه نه کارول کېږي.

خو الله جل جلاله يوازي په همدې هڅوني بسنه ونه کړه، چي دا يو پور دی او بيرته يې تاسي ته بدل درکول کېږي، بلکي له هغه سره سره يې دا تشويقي بڼه هم ورزياته کړه چي: «فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً»- ياني الله جل جلاله به يې بدله په څو څو چنده زياته ورکړي.

که موږ ځير سو، الله جل جلاله په دې اسلوب او طريقه کي په څومره مهربانه لهجه تعبير کوي، چي هغه څوک دی چي الله جل جلاله ته قرض ورکړي. په قرض کي دا خبره سته چي قرض غوښتونکی قرض ورکوونکي ته اړتيا لري، چي قرض ورکړي، په دې ډول تعبير الله جل جلاله د مومنانو زړونه په خوځښت کي راولي او په دې سره پر هغوی باندي د شتمنيو ښندل اسانه کېږي. هر هغه څوک چي د الله جل جلاله د رضاء ترلاسه کولو غوښتنه لري، هغه په دې تعبير سره اماده کېږي، او په دې تعبير باندي هغه ته حياء درېږي، چي الله جل جلاله وايي چي زه يوه قرض ورکوونکي ته احتياج لرم. خو حال دا دی چي الله جل جلاله هيڅ چا ته اړتيا نه لري.

او الله جل جلاله خپل بنده ته وايي چي ته ما ته قرض راکړه، زه د هغه څو څو چنده زياته بدله درکوم او حال دا دی چي د الله جل جلاله وعده او ژمنه حقه ده، نو دا تعبير د مومن مسلمان زړه او ايمان ته تکان ورکوي او زلزله او خوځښت پکښي راولي؛ نو هغه به څنګه زړه وي چي د دې تعبير په اورېدلو نرم نه سي او د شتمنيو ښندلو ته امادګي ونه ښيي؟ هغه زړه چي د دې تعبير په اورېدلو سره بيا هم د شتمنيو ښندلو ته اماده نه سي، نو هغه زړه ايمان نه دی مسه کړی، له الهي رحمتونو څخه يوه څپه نه ده ورباندي راغلې او دا زړه له خير څخه خالي دی او په خبث او شر باندي ډک سوی دی.

دا پر بندګانو باندي د الله جل جلاله څومره ستر نعمت او رحمت دی چي په دا ډول تعبير باندي يې د خير کارونو ته اماده کوي او حال دا دی چي هغه جل جلاله د مځکو او اسمانونو واکمن او له ټولو عالمونو څخه غني دی، فعال لما يريد ذات دی او په زړونو کي اوښتون راوستونکی دی.

بيا وروسته الله جل جلاله فرمايي چي تاسي الله جل جلاله ته قرض حسن ورکړئ؛ له قرض حسن څخه مراد دا دی چي له حلالو شتمنيو څخه به وي او له مصلحت سره به موافق وي، داسي به نه وي چي تکبر، ريا او ځانښوونه پکښي نغښتې وي، ښکاره خبره ده، هغه چي له مصالحو عامه‎ؤ سره سمون لري، هغه ښه او حسن دی، که څه د شهرت اراده وي، خو دا بيا د شتمنيو د ښندونکي پر قوي ايمان باندي دلالت نه کوي او نه پر دې دلالت کوي چي دی د الله جل جلاله د رضاء غوښتونکی دی او د خپل ځان او خلګو لپاره د خير اراده لري.

ډېری کسان داسي وي چي د عامه مصلحتونو لپاره خپلي شتمنۍ ښندي، خو له بصيرت او پوهني پرته، ياني يو څوک په دې فکر يو مسجد جوړوي چي مسجدونه ډېر سي، خو حال دا وي چي دا مسجد جوړول د دې پر ځای چي خلګو ته ګټه ورسوي، د هغوی د اختلاف لامل جوړ سي، يا يو څوک يوه مدرسه يا يوه جامعه جوړه کړي، خو وروسته بيا هغه ته هيڅ پاملرنه نه کوي او مرسته او همکاري نه ورسره کوي، چي بالآخيره هغه پر مځکه ولوېږي.

نو له قرض حسن سره دا لازمه ده چي يو خو به يې نيت سپېڅلی وي او يوازي او يوازي به يې د الله جل جلاله د رضاء لپاره کوي او بل به دا بصيرت او پوهنه ورسره وي چي پر سهي ځای به يې استعمالوي، چي بقا او دوام ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د