د رمضان فضائل

ترتیب کوونکی: نصرت الله محمود

څرنګه چې دا دنیا د ابتلاء او ازمایش ډګر ده نو ځکه پکې هر انسان ضرور ازمایل کیږي ترڅو نیکان له بدانو او صابران له بې صبره څخه بیل کړلی شي، او د دې ازمیښتونو تر څنګ الله رب العزت انسانانو ته ځیني فرصتونه او چانسونه برابر کړي دي په کوم کې چې شیطانان تړل کیږي د جنت دروازې خلاصیږي او اجر په څو چنده ورکول کیږي ترڅو انسانان وکولی شي د دې فرصتونو نه په استفادې سره ځان د دوزخ څخه خلاص کړي، او یو له دغو لویو فرصتونو څخه د رمضان میاشت ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(قد جاءكم رمضان، شهر مبارك، افترض الله عليكم صيامه، تفتح فيه أبواب الجنة، و تغلق فيه أبواب الجحيم، وتغل فيه الشياطين، فيه ليلة خير من ألف شهر، من حرم خيرها فقد حرم) مسند احمد

«یقیناً چې مبارکه میاشت رمضان درباندې راغله د کومې روژه چې الله تعالی په تاسې فرض کړې ده، په کوم کې چې د جنت دروازې خلاصیږي او د جهنم دروازې بندیږي او شیطانان پکې تړل کیږي، او په دې کې یوه شپه ده چې له زرو میاشتو غوره ده، څوک یې چې له خیر څخه محروم شو نو هغه محروم شو.»

نو راځئ چې د دې میاشتې په فضائلو ځان خبر کړو او په صحیح معنی ګټه ترې پورته کړو.

رمضان د میاشتې فضیلت:

رمضان هغه مبارکه میاشت ده په کومه کې چې الله رب العزت د خپلو بندګانو د هدایت لپاره عظیم الشان قرآن نازل کړ، الله تعالی فرمایي:

(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) [البقرة 185]

«رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې قران نازل کړی شوی»

او دا هغه غوره میاشت ده چې هیڅ بله میاشت ورسره سیالي نشي کولی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(سيد الشهور رمضان، وسيد الأيام يوم الجمعة) المعجم الكبير للطبراني

«د میاشتو سرداره رمضان ده، او د ورځو سرداره د جمعې ورځ ده»

او دا هغه بختوره میاشت ده چې نفلي عبادات پکې په فرضو او فرض په اویا فرضو حسابیږي، په لنډ ډول د رمضان د فضیلت اندازه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې حدیث څخه لګولی شو:

(لو يعلم العباد ما في رمضان لتمنت أمتي أن يكون رمضان سنة كله) المسند للشاشي

«که بندګان په دې پوهیدلی چې په رمضان کې څه (فضیلت) دی، نو زما امت به ارزو کولی چې ټول کال رمضان شی»

د رمضان آداب:

رمضان د روژې هدف صرف د خوراک او شهوت څخه ځان بندول نه دي، بلکې هدف یې له دې ډیر لوړ او پورته دی؛ رمضان د الله تعالی د عبادت میاشت ده، د خپلوانو سره د صله رحمۍ او د غریبانو د حال نه د ځان خبرولو او په هغوی د نفقې کولو میاشت ده، له ټولو ګناهونو څخه د ځان ساتلو میاشت ده.

په ساده عبارت ویلی شو چې په رمضان کې باید صرف له خوراک او شهوت څخه روژه ونه اوسو بلکې له درواغو غیبت، ښکنځلې کولو، بل ته اذیت رسولو او دې ته ورته نورو ټولو ګناهونو څخه روژه واوسو او ځان ترې وساتو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(رب صائم ليس له من صيامه إلا الجوع، ورب قائم ليس له من قيامه إلا السهر) مسند عبدالله بن المبارك
«د ځینو روژه دارو د روژې نه برخه صرف لوږه وي، او د ځینو (شپې) لمونځ کونکو له لمانځه نه برخه صرف شوګیر وي»

رمضان او صدقه:

څرنګه چې په شریعت کې د هر عمل یو حکمت وي، نو د رمضان له حکمتونو څخه یو لوی حکمت دا دی چې مالداره خلک د غریبانو او ناچاره خلکو له حاله خبروي او د هغوی سره د مرستې احساس ورکوي، همدا وجه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به صحابه کرامو ته توصیه کوله ترڅو روژه دارو خلکو ته روژه ماتی ورکړي که څه هم نیمه کجوره وي، نو په دې سره به د همدې روژه دار سړي په څیر اجر ترلاسه کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(انبسطوا في النفقة في شهر رمضان، فإن النفقة فيه كالنفقة في سبيل الله) إبن أبي دنيا في فضائل رمضان
«د رمضان په میاشت کې پراخه نفقه ورکړئ ځکه په رمضان کې نفقه دومره اجر لري لکه د الله په لاره (جهاد) کې چې نفقه ورکړلی شي»

او د الله په لاره کې په جهاد کې صدقه او خیرات ورکول اووه سوه چنده زیات ثواب لري او چاته چې د الله خوښه شي او اخلاص یې زیات وي هغه ته یې له دې هم زیاتوي، الله رب العزت فرمایي:

(مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) ﴿البقرة: ٢٦١﴾

«کوم خلک چې خپل مالونه د الله په لاره کې لګوي، د هغوی د لګښت مثال داسې دی لکه چې یوه دانه وکرلی شي او له هغې څخه اووه وږي زرغونه شي او په هر اوږي کې سل دانې وي، په همدې ډول کله چې د چا عمل ته د الله خوښه شي، زیاتوالی پکې راولي، الله هم پراخونکی او هم د علم څښتن دی»

نو که څوک په رمضان کې د الله د لارې په جهاد کې نفقه ورکړي نو فکر وکړه چې اجر به یې څومره وي؟! همدا وجه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام به تر بل هر وخت زیات په رمضان کې زیات سخا کونکي وو، نو پکار ده چې په دې میاشت کې د الله د لارې په مجاهدینو، غریبانو او مسافرو باندې مصرف وکړو.

رمضان او قرآن:

د رمضان او قرآن تر مینځ ډیره مضبوطه رابطه ده، بلکې ویلی شو چې د رمضان میاشت اصلاً د قرآن میاشت ده، ځکه په همدې میاشت کې الله رب العزت قرآن عظیم الشان نازل کړ، او په همدې میاشت کې به جبرئیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نازل شوی قرآن بیا تلاوت کولو او رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلو صحابه وو ته تلاوت کولو نو همدا وجه وه چې په همدې میاشت کې به صحابه وو د قرآن کریم تلاوت ته زیات اهتمام کولو، تر دې چې د سلفو علماؤ په سیرت کې راځي چې د رمضان په میاشت کې به یې خپلې نورې درسي حلقې ټولې بندې کړې او ځان به یې صرف د قرآن کریم تلاوت ته فارغه کړ تر څو له دې لوی فضیلت څخه بې برخې نشي، نو پکار ده چې د دې میاشتې زیاته برخه د قرآن کریم په تلاوت سره ډکه کړو.

رمضان او قیام (د شپې لمانځه ته ودریدل):

څرنګه چې په نفلي لمونځونو کې د شپې لمونځ له نورو غوره دی نو په رمضان کې د شپې د لمانځه اجر نور هم ځکه زیاتیږي چې په دې میاشت کې نفل په فرضو حسابیږي، همدا وجه وه چې صحابه کرامو به د رمضان شپې د نوافلو په کولو سره په ویښه تیرولې، نو که مو همت د شپې په ویښه تیرولو نه وي نو کم له کمه هغه سنت تراویح خو تر آخره ضرور باید له امام سره وکړو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(إن الرجل إذا صلى مع الإمام حتى ينصرف حسب له قيام ليلة) سنن أبي داود

«که یو سړی له امام سره تر هغه لمونځ وکړي څو یې هغه بس کړی نو ده ته د ټولې شپې لمونځ حسابیږي»
نو پکار ده چې د دومره اسانه او عظیم اجر په ترلاسه کولو کې ډير حریص واوسو او یو له بله وړاندې والی وکړو.

د رمضان اخري لس ورځې:

د رمضان اخري لس ورځې له نورو ځکه ډیرې ځانګړې دي چې په دې کې لیلة القدر (د قدر شپه) ده، کومه چې له زرو میاشتو غوره ده، مطلب په دې یوه شپه کې تر سهاره عبادت کول له زرو میاشتو عبادت کولو څخه غوره دی، -سبحان الله- رښتیا هم چې الله رب العزت زمونږ د خلاصون لپاره بهانې لټوي..

همدا وجه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په اخري لس ورځو کې اعتکاف کولو او له دنیاوي کارو به یې ځان ګوښه کولو او په خپل ټول توان سره به یې د الله تعالی عبادت کولو ترڅو دا مبارکه شپه یې له لاسه ونه وځي او خپل اهل به یې هم راویښولو ترڅو د الله عبادت وکړي.

د رمضان میاشت د الله تعالی له طرفه په مسلمانانو یو لوی نعمت او فضل دی، چې لومړۍ لس ورځې یې رحمت، منځنۍ لس ورځې یې مغفرت او اخري لس ورځې یې له اور څخه د خلاصون ورځې دی، نو پکار ده چې دا میاشت غنیمت وګڼو او په ټول توان سره پکې عبادت وکړو ترڅو د الله تعالی رضا ترلاسه کړو او د دوزخ له اور څخه ځان وژغورو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(رغم أنف رجل دخل عليه رمضان فانسلخ قبل أن يغفر له) مسند أحمد

«د هغه کس پوزه دې سپیره شي چې رمضان پرې راشي او تیر شي خو ده ته بښنه ونشي»

الله رب العزت دې مونږ ټولو ته توفیق راکړي ترڅو د رمضان میاشت په عبادتونو سره ډکه کړو. آمین

په خپلو نیکو دعاؤ کې مو مه هیروئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

روژه نیول هم د جسم او هم د روح د صیقل سبب ده.د علمی نظره روژه ډېر مثبت آثار لری.وروستي پلټنی دا ښئي چه د روژې نیول په بدن کی د احتمالی سرطانی حجراتو شتون د نابودی او نیستی سره مخامخ کوی همدا علت دی چه د ځینو سرطانونو ډولونه په اسلامی نړۍ کی نه تر سترګو کیږی او ځینی ډولونه په ډېره کمه اندازه تر سترګو کیږی یا تر سترګو شویدی. زموږ خلګو به حتماً څلوېښت پنځوس کاله مخکی اورېدلی وی چه ځینی مارکسیسټانو به پر لمونځ کولو خندل او هغه ئې ورزش باله. نن سبا هغه ناروغان چه… نور لوستل »