نړۍ

امریکايي پوځیان بغداد ته رسېدلي

نن ټکی اسيا: د امريکا دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عراق کې له دولتي ځواکونو سره د مرستې لپاره امريکايي سرتېري بغداد ته ورسېدل.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وړمه ورځ د عراق لومړي وزير نوري المالکي سره ژمنه کړې وه، چې د عراقي حکومت د مرستې لپاره به يو شمېر امريکايي پوځیان عراق ته لېږي.

د اوباما له ژمنې سره سم یاد پوځیان عراق ته ورسېدل او د دوی يوه برخه د جګړې ډګر ته رسېدلي او پاتې نور به يې ډېر ژر د جګړې ډګر ته ورسېږي.

پينټاګون وايي، چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو يو څلوېښت کسيز ټيم د عراقي پوځيانو د مرستې لپاره د جګړې ډګر کې خپله دنده پيل کړې او ۹۰ نور يې د عراقي دفاع وزارت چارواکيو سره د جګړې د څرنګوالي او د اسلامي دولت ځواکونو د مخنيوي پر لارو چارو سلا مشورې کوي.

راپورونه وايي، چې دوه سوه نور امريکايي عسکر به هم ډېر ژر عراق ته ورسېږي.

کارپوهان وايي، امريکايي چارواکي هڅه کوي، چې خپل سرتېري د جګړې پر ځای استخباراتي چارو کې وګوماري.
د عراق لومړي وزير نوري المالکي له امريکا غوښتي و، چې د اسلامي دولت پر ځواکونو دې هوايي بريدونه وکړي، مګر اوباما لا هم په دې اړه دوه زړی دی، چې د المالکي غوښتنې ته څه ځواب و وايي.

د اسلامي دولت ځواکونه، چې عراق کې د نوري المالکي پوځ پر ضد جنګېږي، تر اوسه يې د عراق شمال او لوېديځ کې ډېره برخه نيولې ده او د پلازمېنې بغداد پر لور د حرکت هوډ لري.

د ملګرو ملتونو لخوا په يو راپور کې راغلي، چې تر اوسه د اسلامي دولت او عراقي پوځيانو تر منځ وسله والو نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۷۵ کسان وژل شوي دي.

جان کيري عربي نړۍ کې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د اسلامي دولت د ځواکونو د مخنيوي لپاره سيمه کې دی او غواړي په دې اړه د مصر، اردن، سعودي عربستان، ترکيې او عراق سره سلا مشورې وکړي.

کيري پرون د عراق کردي مشرانو سره هم کتلي و او له هغوی يې غوښتي، چې عراقي حکومت سره خپلې لانجې ختمې او د اسلامي دولت ځواکونو سره مقابله وکړي.

وړمه ورځ د امريکا د بهرينو چارو وزير جان کيري عراق کې د لومړي وزير نوري المالکي تر څنګ ګڼو شیعه مذهبي مشران سره هم ليده کاته کړي او ټول يې دېته هڅولي، چې بايد د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد سره يو شي او امريکا به د دوی هر ډول مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x