fbpx
حاجي ارسلا خان خروټی - له رسته اړخه لومړی

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې د مشر حاجي ارسلاخان خروټي سره ځانګړې مرکه

سریزه: په دې وروستیو کې حاجي ارسلا خان خروټی د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمېټې مشر ټاکل شوی دی، ددغې کمیټې لومړی بنسټ درې کاله وړاندي د خیبرپښتونخوا په مرکز پيښور کې ایښودل شوی او د نوموړي په ګډون د شاوخوا ۴۰ کسانو مشرانو د غړیتوب څخه برخمن دی چې په خیبرپښتونخوا کې د ټولو کمپونو نمایندګي په کښي شتون لري.

په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا حکومت یو ځل بیا د دوه کمپونو استوګنو ته امر کړی چې کډي دي بار کړي او کمپ دي خالي کړي.

د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل یادې کمیټې او د مهاجرینو د غوښتنو په اړه د حاجي ارسلا خان خروټې سره «الیاس فاتح» مرکه کړې او نن ټکی اسیا ته یې د نشر لپاره را لیږلې چې د لوستونکو په مخکې يې کټ مټ ږدو:

پوښتنه: حاجي ارسلاخان صاحب، که دلومړۍ پوښتنې په توګه راته ووايئ، چې دافغان مهاجرينو دستونزو دحل کميټه کله او ولې رامنځته شوه او کوم اهداف په نظر کې لري؟

حاجي ارسلاخان : بسم الله الرحمن الرحيم. لومړی له تاسو ډېره مننه ، چې مونږ ته مو دا موقع برابره کړه، چې دافغان مهاجرينو دستونزو او مشکلاتو په رابطه خبره شريکه کړو.

تقريبا څلور لسيزې کيږي، چې افغان مهاجرين په پاکستان کې استوګنه لري. په اوايلو کې دلته تنظيمونه موجود وو، چې تر ډېره حده پورې دمهاجرينو مشکلات او ستونزې په هغه وخت او زمان کې ددې ګوندونو او افغان کمشنری دلارې حل کېدې.

کله چې ګوندونه دلته له منځه ووتل، مهاجرين تقريبا په داسې حالت کې پاتې شول چې يوه مرجع او خاصه اداره دافغانانو لخوا نه وه او هم افغان کمشنری د پخوا پشان فعاله نه وه چې ددوی مشکلات او عرايض ورته وړاندې شي.

بيا په وروستيو کې دلته دوه درې کاله مخکې حالات ډېر بدل شول، په هر ځای کې مهاجرين دستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان شول.

بيا د افغان مهاجرينو دمختلفو کمپونو مشران او سپين ږيري په دې سره راټول شول او ددې ستونزو دحل لپاره چې مربوطه مراجعو ته دمهاجرينو ستونزې او مشکلات ورسوي، سره کيناستل يوه کميټۍ يې دافغان مهاجرينو تشکيل کړه، په دې کې تر ډېره حده يې هڅه وکړه چې دخلکو ستونزې له مربوطه مراجعو سره شريکې کړي.

پوښتنه : دکميټۍ دتأسيس رادېخوا مو له دولتي اويا غير دولتي ادارو او شخصيتونو سره رابطې او ملاقتونه شوي دي او کومه نتيجه يې ورکړې؟

حاجي ارسلا خان: هغه وخت دلته ډېر افغانان ونيول شول او په زندان کې ول او ډېر نور تر فشار لاندې وو، چې ډېر د خپلو ساحو او کمپونو څخه کډه شول او د ‌‌ډيرو کاروبار په ټپه ودرېد. کله چې افغان کميټه تشکيل شوه، په پاکستان کې دسفران وزارت او د افغان کميشنرۍ امنیتي ادارو او سياسي ګوندونو د مشرانو سره چې هغوی دپاکستان په ادارو کې رول لري او خپل نظر هلته شريکولای شي او هغه افراد او اشخاص چې زمونږ مشکلات او غوښتنې نورو ادارو ته رسولی شوې، هغوی سره مو ليدنې کتنې شوي دي.

او هغه فشارونه او مشکلات ستونزې تر ډېره حده کمي شوي دي، خو اوس هم مشکلات شته ، داسې نه ده چې ټول مشکلات دافغان مهاجرينو حل شوې، بلکې يو څه اندازه پورې ددغو خلکو د منډو او ملاقتونو په نتيجه کې دا ستونزې راکمې شوي دي.

د معروف پاکستاني سیاستمدار : افتاب احمد خان شیرپاو سره

پوښتنه: په اوسني حالت کې افغان مهاجرين له کومو ستونزو سره مخ دي، که په ډاګه يې کړئ؟

حاجي ارسلاخان: په اوسني وخت کې هم افغان مهاجرين ګڼې ستونزې لري او له اړوندو مراجعو سره مو شريکې کړي هم دي، لکه:

۱ـ هغه افغان مهاجرين چې پخواني او اوسني مهاجر کارتونه ورکړل شوي دي، او اوس يې داعتبار موده پای ته رسيدلې ؛ نو د دې پر ځای چې دڅو مياشتو او کال لپاره تمديد شي؛ غو‌ښتنه مو دا ده ترهغه وخته دي تمديد شي چې په افغانستان کې امن وامان او د ژوند تېرولو زمينه ورته مساعده شي.

۲ـ هغه افغان مهاجرين چې له وروستي ثبت نام (راجستريشن) څخه پاتې شوي ؛ هغوی ته دې د نوم ليکنې انتظام وکړل شي.

۳ـ دا چې افغان مهاجرين افغانستان ته د مړي ژوندي او رشتې پالنې له تګ راتګ څخه هيڅ چاره نه لري او دا تر انساني او اجتماعي ژوند پورې تړلې مسئله ده ؛ نو هيله کوو چې مهاجرينو ته له پاسپورت ويزې پرته دافغان مهاجر کارت په ذريعه دطورخم په شمول په ټولو سرحدې لارو کې دتګ راتګ اجازه ورکړل شي.

۴ـ هغه مهاجرين چې د تجارت او کاروبار په لاره کې له کومو ستونزو سره مخ دي، د هغو په حل کې ورسره لازمه مرسته وشي.

۵ـ افغان مهاجرين چې په تعليمي او صحي برخو کې له کومو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي، لکه: په زرګونو بورسونه افغان محصلينو ته ورکړل شوي، خو په پاکستان کې ميشتو افغان محصلين له دې حقه محروم پاتې دي؛ غو‌ښتنه کوو چې په دې رابطه دي هم دحل يوه معقوله لار ولټول شي.

۶ـ افغان مهاجرينو ته چې د صوبو تر منځ په تګ راتګ کې کومې ستونزې را ولاړې شوي، په خاصه توګه : د خيبرپښتونخوا او بلوچستان تر منځ ؛ غوا‌‌ړو دحل لپاره يې جدي اقدام وشي.

۷ـ هغه افغان مهاجرين چې افغانستان ته په پاسپورت تګ راتګ کوي، هيله ده هغوی ته داسې ويزې اجرا شي، چې مياشتني خروج او دخول ته اړتيا ونلري او د اقامت موده يې د ويزې تر ختم پورې تمديد شي.

۸ـ څرنګه چې په دې وروستيو کې دخيبرپښتونخوا صوابۍ ضلع اړوند دوو افغان مهاجرو کمپونو (غازي کمپ او ګندف کمپ ) ته دسفران وزارت لخوا د کمپونو د تخليې امر شوی، په داسې حال کې چې دا غریب مهاجرين د اقتصادي ستونزو له امله په بل ځای کې د ابادۍ جوړولو توان هم نلري، او په افغانستان کې د جګړې له وجې د استوګنې شرايط هم برابر نه دي، هيله ده چې په دغو کمپونو کې د پاتې کيدو اجازه ورکړل شي.

۹ـ هغه افغان مهاجرين چې مهاجر کارتونه لري او تر نن ورځې پرې د حج، عمرې او خپل بانکي حسابونو (اکاونټونو) څخه محروم پاتې شوي دي، هيله ده چې د پورتنيو د ضرورتونو په پوره کولو کې پوره او جدي مرسته ورسره وشي.

د پيښور په پریس کلب کې د مهاجرینو د ستونزو په اړه مطبوعاتي غونډه:

پوښتنه: د افغان سولې په رابطه ، د افغان مهاجرينو فکرونه او هيلې څه دي؟

حاجي ارسلاخان : سوله داسې يو سپېڅلی ټکی دی، چې اصلاً دسولې په اورېدو سره هر مسلمان او هر افغان زړه خوشاليږي، د سولې پرته ژوند نيمګړی دی، له سولې پرته په ژوند کې پرمختګ، سهولتونه نه راځي،خو چې سوله په رښتينې معنا وي.

ټول افغان مهاجرين په دې ارمان دي، چې په افغانستان کې رښتينې سوله راشي او د افغانانو په خوښه داسې نظام رامنځته شي، چې خپل مال او ځان پکې محفوظ وګڼي او خپل ژوند ته داسلام او قانون په رڼا کې ادامه ورکړي.

دسولې په هکله چې افغانان فکر کوي، واقعي هلې ځلې او داسې يو خاص مشخص ميکانيزم نه دی جوړ شوی ، چې دهغه په بنياد هغه خنډونه او ستونزې چې د سولې په مخ کې دي، هغه له منځه لاړ شي داسې واقعي سوله راشي چې دافغانستان او افغانانو ازادي پکې تضمين شوي وي.

پوښتنه: دملګرو ملتونو او يا د مهاجرت اړوندو ادارو ته تاسې خپل غږ رسولی او له هغو څخه کومې تمې او هيلې لرئ؟

حاجي ارسلاخان: مونږ افغان کميټۍ هڅه کړې چې افغان مهاجرينو مشکلات د پاکستان حکومت ته ، همدا شان د ملل متحد ادارې ته چې دمهاجرينو اړوند مسؤليتونه په غاړه لري؛ مونږ پوره هڅه کړې ده چې دافغانانو ستونزې او مشکلات تر هغوی ور ورسوو، خو تقريبا دا دوه لسیزو کې چې مونږ ګورو ، افغان مهاجرين دملل متحد له نظر څخه غورځولي دي او افغان مهاجرينو ته خاصه پاملرنه نلري. دوی چې کوم قانوني او اخلاقي مسوليت لري په هغه شان يې مسؤليتونه سرته نه دي رسولي. بيا هم له دوی څخه هيله لرو چې افغان مهاجرينو ستونزو ته په واقعي بڼه توجه وکړي چې ددغو خلکو کړاوونه راکم شي او ستونزې يې حل شي.

پوښتنه: افغان مهاجرين په پاکستان کې تر کومه وخته پاته کيدل غواړي؟

حاجي ارسلاخان : دلته چې اکثره افغانان تر اوسه پورې په پاکستان کې دمهاجرت شپې او ورځې تېروي، دا هغه افغانان دي چې تر هرچا يې د خپل وطن او د خپلې خاورې سره ډېره مينه او دلچسپې لرلې ده. په پاکستان کې تر اوسه ددوی د پاتې کېدو یوازینۍ علت په افغانستان کې روانې جګړې دي، ناامني حاکمه ده، او په اکثره ساحو کې لاقانونيت دی؛ نو دغه خنډونه او مشکلات دي چې افغانان نشي کولای خپلو سيمو ته لاړ شي، په همدې اساس يې دلته پاکستان کې د کډوالۍ او مهاجرت سخت ژوند ته ترجیح ورکړې ده.

کله چې په افغانستان کې سوله او امن راشي (الله دې راولي) زه وېلې شم چې افغانان به د چا له وينا او فشار پرته په خپله خوښه په ‌‌ډېرې خوشحالۍ خپل وطن ته ستانه شې چه دوی له ډيرې مودې را هېسي ده داسي ورځې په انتظار دی.

الیاس فاتح: حاجي صاحب له تاسو څخه ډېره مننه، چې دافغان مهاجرينو په روانه وضعه او مشکلاتو مو رڼا واچوله!

حاجي ارسلاخان: له تاسو څخه هم يو جهان مننه، چې مونږ ته مو موقع او فرصت برابر کړ، چې د افغان مهاجرينو ستونزې او مشکلات تر اړوندو ادارو او چارواکو تر غوږو پورې ورسيږي. مننه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د