fbpx

په کابل کې د ننیو بریدونو څخه د یوه مسؤولیت طالبانو په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د یوې خبرپاڼې په را لیږلو سره د کابل د چاودنو او جګړې مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي يې دي چې د «الخندق» عملیاتو په لړ کې يې دغه بریدونه تر سره کړي دي.

نوموړي ویلي چې نن د چهارشنبې په ورځ غرمه د کابل ښار د لسمې حوزې پر مرکز او ورسره نیژدې استخباراتي مرکز باندي بریدونه پیل شوي دي.

نوموړي د بریدګرو شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ویلي يې دي چې ګڼ شمېر «فدائي مجاهدینو» د سپکو او درنو وسلولو په واسطه جګړه پيل کړې چې لا هم دوام لري.

د مجاهد په وینا په دغه برید کې تر اوسه په لسګونه دولتي افسران، امنیتي او استخباراتي کارمندان وژل شوي او ګڼ شمېر یې نور ټپيان دي.

نوموړي ویلي چې په دې اړه به نور جزئیات وروسته نشر کړي.

باید وویل شي چې نن سهار د کابل په دیارلسمه او لسمه امنیتي حوزه کې د پر لپسې چاودنو وروسته جګړه پيل شوه چې له امله یې تر اوسه د مرګ ژوبلې وروستی خبر نه دی تر لاسه شوی.

ذبیح الله مجاهد ددغه خبر تر لیکلو یو نیم ساعت تر مخه نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې د لسمې امنیتي حوزې جګړه لا دوام لري چې د کابل امنیتي چارواکو هم منلې وه او ویلي وه چې په لسمه حوزه کې یې چاڼیز عملیات پيل کړي دی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو رسنیو ته وویل چې د ۱۳مې امنیتي حوزې جګړه د دوه بریدګرو او دوو پولیسو په وژل کېدو پای ته ورسیده. ددغه برید مسؤولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د کابل د بریدونو له امله دوی ته ۶ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه ځینو رسنیو ویلي وه چې د دیارلسمي امنیتي حوزې د برید مسؤولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د