نظــر

ملي بیرغ او سکس تعریف!/ زمان مزمل

مګر مونږ يې راسته لولو

خورکئ!

شاعرانه ذوق دې منم،

خو بیرغ داسې سکس تعریفول اشتباه ده!

ملي بیرغ او سکس تعریف!

پرون په یوه مشاعره کې چې کرزی هم پکې حاضر و، ځینو شاعرانو خپل شعرونه واورول. ما پکې کم واورېدل او په هغو کمو کې یو شعر د شفیقه خپلواک خورکۍ و چې پخپل شاعرانه ذوق او عاشقانه سکس تعریف یې د حماسو د هیواد تاریخ ته د احترام په ځای توهین کړی و.

بیرغ چې د یوه ملت د تاریخ او پرګنو د کړو او قربانیو رموز پکې په هنرمندانه ډول ځای پر ځای شوي وي، دغې شاعرې خورکۍ دعاشقانه ببولالو او د خپلو ښکلاوو او یارانو هغه بنډار وغږاوه چې تا به ویل په بیرغ کې باید یو نائټ کلب جوړ کړی دی! او د امریکایې نظام د دوران د ځوانانو د تسلي لپاره پکې کمیډي او عاشقانه کانسرت ورکوي… ازادۍ، نوي شعر او د ځوانانو د ذوق لپاره د زمینو جوړول که هرڅه هم د ۲۱ مې پیړۍ په دروازه شعار لیږدلی وي، ولې هغه خبره ده چې وایي پک ته یې پک ویلي وي نه چې ماغزه یې وتلي وي.

ما ته د بیرغ د تور، سور، شین په رنګین تعریف کې دیارانو… سرو شونډو… تورو زلفو او د پلو شنکي هغه ټول ملي رمزونه او حماسې ارزښتونه مسخره کول چې یو ملت یې د خپل تاریخ، ملت او ازادۍ لپاره پخپلو وینو او د سرونو په قربانی لاسته راوړل، په دې شعر کې زمونږ دروند تاریخ ته داسې بڼه ورکول کېده لکه د اتڼ د ګډا دستمال… بیا هم د هلګانو د یادولو لپاره د بیرغ په رنګونو کمپاین نه زوق دی نه شاعري.

کېدای شي کرزي صاحب همدی شعر ته د تاسف او حسرت له مخې لاسونه پړکولي وي چې د هغه په دوره کې دا د حماسو بیرغ د خپلو معنوي رموزو نه شکېدلی او پیکه شوی دی.

له ژمن وېبپاڼې نه په مننې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x