د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ سیالۍ د جون په درېیمه پيلیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ به د جون میاشتې په درېیمه نېټه په هندوستان کې پيلیږي.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب د هند هېواد په دهرادون ښار کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په خپاره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د افغانستان او بنګلدیش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د روان کال د جون میاشتې په  ۳مه، ۵مه او ۷مه نېټه د هندوستان په دهرادون ښار په راجیوګاندي نړیوال کرکټ لوبغالي کې درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

دغه سیالۍ لومړی په عربي اماراتو کې کېدونکې وې خو د څه ستونزو له امله افغانستان کرېکټ بورډ دوی ته په هند کې د لوبې کولو وړاندیز وکړ چې وروسته یې پر اړه پریکړه وشوه.

که څه هم د دواړو لوبډلو لخوا لا تر دې دمه دغو سیالیو ته لوبډلې اعلان شوې نه دې، خو د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس وایي چې په هند کې په تمریناتو بوختو لوبغاړو له منځه به د غوره لوبډلې انتخاب وشي.

که څه هم بنګلدیش لوبډله د شل اوریزو سیالیو د شکیب الحسن، تمیم اقبال او مستفیض الرحمن په څېر ښه لوبغاړي لري، همدا ډول افغانستان هم د راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي په څېر ځواب ورکونکي لوبغاړي لري.

شکیب الحسن د شل اوریزو سیالیو د آلراونډرانو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی چې محمد نبي په دغه لیست کې په درېیم نمبر دی، خو راشد خان بیا په توپ اچونه کې لومړی مقام لري.

همدا ډول اوسمهال د افغانستان لوبډله د شل اوریزو نړیوالو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په اتم او  بنګلدیش لسم مقام کې ځای لري، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره شوې چې د بنګلدیش په بریا تمامه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې له دې سیالیو وروسته به افغانستان لوبډله خپله لومړۍ تاریخي لوبه د هندوستان لوبډلې پر وړاندې په ۱۴م جون  ترسره کوي، چې ددې لپاره هند کرېکټ بورډ خپله لوبډله اعلان کړې خو افغانستان به راتلونکې نیږدې کې لوبډله اعلان کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د