افغانستان

د سیمه ییزي شورا رئیس د خپلو دوو میرمنو سرونه پرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یوه سړي له خپلو غبرګو ښځو څخه سرونه پرې کړي او په تیښته بریالی شوی دی.

د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني رسنیو ته ویلي چې پېښه تېره شپه د طالبانو په سیمه کې را منځته شوې او قاتل په اړه یې ویلي چې عبدالشکور نومیږي، د صیاد ولسوالۍ د «اقسو» د کلي دی چیري چې هغه د سیمه ییزې شورا مشر هم دی.

اماني ویلي چې قاتل د خپلو دواړو ښځو څخه سرونه پرې کړي او تښتېدلی دی.

د سرپل ولایت د ښځو د چارو رئیسي نسیمه ارزو په وینا دا په سرپل ولایت کې د ښځو پر وړاندي تر ټولو خونړۍ پېښه ده او زیاتوي چې یوازي د روان کال له پيل څخه تر اوسه په دغه ولایت کې د ځان وژنې او قتل شل ورته پيښې ثبت شوي دي.

د تیرې اپریل میاشت پر ۲۳مه نیټه هم یوه ۱۹ کلنه ښځه چې د نهو میاشتو ماشوم یې هم په نس وو، د سنچارک ولسوالۍ په خواجه سرخ سیمه کې سر پرېکړې وموندل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x