نړۍ

سعودي: که ایران اتومي وسله جوړه کړي، مونږ به هم تر شا پاته نه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تېره ورځ د امریکا له لوري د ایران سره د اتومي تړون د لغوه کولو وروسته وویل، که ایران د اتومي وسلې تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي نو سعودي به هم خپل ټول وس وکړي تر څو دغه وسله جوړه کړي.

د امریکا او نورو قوي هیوادونو سره د ایران د اتومي تړون پر اساس ایران خپل اتومي پروګرام یوازي د ملکي استخدام لپاره کارولای شوای خو اوس چې د امریکا سره دغه تړون لغوه شوی، ویره شته چې ایران به یو ځل بیا خپل اتومي بم جوړولو ته ور وګرځي.

عادل الجبیر وویل که ایران د اتومي وسلې جوړولو هڅه وکړي، د دوی هیواد به د خپل ولس د ساتنې لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

ددې تر مخه د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټر باندي د ایران پر وړاندي وروستي بندیزونه او د اتومي وسلو تړون لغوه کول وستایل او ټینګار یې وکړ چې د ایران پر ضد به دوی د خپلو ملګرو هیوادونو سره په ملتیا وړاندي ځي.

باید وویل شي چې د تیرې سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران سره اتومي تړون لغوه کړ او پر دغه هیواد یې يو ځل بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x