بادغیس: تر 100 زیات سرتیري د طالبانو لیکو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): راپورونه وایی چې د بادغیس د قادس ولسوالۍ اړوند د (قادس خردک) په سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو 5 تنه قوماندانان له خپلو ټولو مسلحو افرادو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي.

د بادغیس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ وړمه ورځ رسنیو ته ویلي و، چې په یاده سيمه کې د يوه قومندان په ګډون پنځه ویشت پوليس طالبانو ته اوښتي دي او امکان یې څرګند کړی و چې ښایی تر دې هم زیات کسان وي.

ویل کیږي چې تیره ورځ ناوخته د قومندان قطب الدین خان، غلام فاروق، عبدالغفور، قومندان عبدالسلام اوقومندان نورالدین خان په نومونو سیمه ایز قوماندانان له خپلو 130 تنه مسلحو پولیسو اواربکیانو سره یوځای طالبانو ته ورغلي.

بلخوا طالبانو هم پیښه تأیید کړي، طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي :

« تېره ورځ د همدي ولسوالۍ د خردک د سیمي خلکو چې په ۲۵۰۰ کورنیو او۲۲ کلیو مشتمله پراخه سیمه ده؛ د اسلامي امارت د جلب او جذب کمیسیون او سیمه ایزو مجاهدینو په ګډو هلو ځلو سره د حقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت نه خپل بشپړ ملاتړاعلان کړ»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د بغلان ولایت د تالاوبرفک ولسوالۍ د سقوط پرمهال هم د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون تر 100 ډېر دولتي ځواکونه ورک شوي وو، چې د سیمه ایزو چارواکو په ګمان ښایی وسلوالو طالبانو ژوندي نیولي وو.

تبصرې (1)

  • دا د دې نخښي دي او پر هغه خوا خبره روانه ده چې ان شاء الله په دې نژدې وختونو کې د بشپړې فتحې معطر نسيم د ګران اسلامي هيواد افغانستان په ګوټ ګوټ کې وچلېږي او هر خوا دا آوازونه اوچت شي چې :جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.
    او د اسلام د تاريخ په دې شېبو کې دا سوره له هره لورې بيا مصداق ومومي:سورة النصر
    بسم الله الرحمن الرحيم
    إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (1) وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (2) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (3)
    او دا به نو د لوی څښتن جل جلاله له لورې د مظلومانو او اسکېرلو وګړو د ډول ډول قربانيو، خواريو او بې چاره ګيو د لويي بدلې ورکولو، بخت او لوی جشن ورځ وي. الهي موږ د کفارو د اشغال په دې توره او له ويرونو ډکه تياره کې شېبې ورته شمېرو !