fbpx
د سوریې په اشغال شوي جولان کې د اسرائیلي ځواکونو ټانګونه

اسرائیل په سوریه کې ایراني اهداف په نښه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د اسرائیل پوځي چارواکي وايي چې نن د پنجشبنې په ورځ سهار یې د ایراني برید په ځواب کې په سوریه کې د ایران ګڼ شمېر اهداف په نښه کړي او له منځه وړي دي.

د اسرائیلي پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی په سوریه کې د ایران د «فیلق القدس» نظامي اهداف په نښه کړي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په سوریه کې میشتو ایراني ځواکونو تېره شپه ناوخته د «الجولان» پر غونډیو تر شل زیات میزایل وار کړي چې پر هدف نه دی لګېدلي خو زیاته کړې چې دوی به د ایران له لوري د هر راز برید ځواب په سختۍ سره ورکوي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر اسرائیلي اهدافو د ایراني ځواکونو برید پر دې دلالت کوي چې په سوریه کې د ایراني ځواک پاتې کېدل د اسرائیل لپاره او د سیمې د امنیت لپاره څومره لوی خطر دی.

بلخوا د سوریې رسمي خبري اژانسونو هم د دولتي چارواکو څخه په نقل قول ویلي چې دوی د هوايي دفاع په واسطه وتوانېدل چې د اسرائیل یو شمېر میزایل پر اهداف تر لګېدو مخکې خنثی کړي خو په ځینو سیمو کې میزایل پر خپلو هدفونو لګېدلي چې له امله یې د وسلو زیرمتون او یو رادار له منځه تللی دی.

د اسرائیل له لوري د نن ورځې د بمبار توضیحي نقشه

د اسرائیلي پوځ ویاند افیخای ادرعي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا برید د کلونو وروسته تر ټولو پراخ برید دی تر څو هر هغه چاته واضح او قاطع پيغام ورسیږي چې د اسرائیل پر ضد فعالیت کوي او یا زمونږ پر ضد د فعالیت اراده لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د