صابون / رحمت الله منیب

تمـــامي بــــدن پاکېــږي پــه صابون
سترګې کله مینځل کېږي په صابـون

په صابن خو ظاهري وجود صفا شي
باطن کله صفـــا کېــــږي په صــابون

چې په زړه د ګناهو خالونه جوړ شي
هغه کله لــــري کېـــږي په صــــابون

له توبې سـره ګناوي داسي تـوی شي
لکه خیــري چې تویېــږي په صـابون

پۍ مخي یې همېش په مخـو موښي
ځکه ښکلي ښکلي کېـــږي په صابون

د ټپونــــو له ناســـوره په امــــان وي
چې زخمونه پرېول کېـږي په صـابون

ما منیب ته یې ویل چې خواري مکړه
تور پټوکی نه سپینېــــږي په صــابون
09/05/2018

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د