ویکیلیکس به د اسرائیل په اړه پټ اسناد نشر کړی

wikilecs-israel
د ویکیلیکس مشر جولیان اسانج د الجزیری تلویزون سره په مرکه کې ګواښ کړی چی ددوی سایټ به د اسرائیل په اړه په زرهاوو پټ رازونه او اسناد نشر کړې.. ده زیاته کړه چی مونږ د هیڅ یو دولت سره هم د حساسو اسنادو د نه نشرولو په اړه هیڅ رنګه اتفاق نه لرو..
اسانج وویل چی ویکیلیکس اوس مهال د اسرائیل په اړه ۳۷۰۰ داسی اسناد لری چی هغه د حساس او پټ اسنادو رتبه لری.. او خاص بیا د اسرائیل د جرمونو په اړه چی په لبنان کې یی په کال ۲۰۰۶ د خپل تیري په
وخت کې تر سره کړې.. او همداسی هغه اسناد چی دا ثابته وی چی اسرائیل د حماس ډلی مشر محمود المبحوح د متحده عربی امارت په دبی ښار کی ترور کړی..
ده په دی خبری هم ټینګار وکی چی دوی د اسرائیل او نه ده بل کوم یو دولت پروا لری او نه د چا سره داسی لاسلیک لری چی ګواکی دوی به د هغوی حساس اسناد نه نشروی…او ده زیاته کړه چی تر اوسه چی د اسرائیل په څه نشر سوی هغه دوه فیصده هم نه دی…
د اسرائیل ظلم، زور زیادتی که څه هم د چا نه پټه خبره نه ده..مګر د مراقبینو په اند به د ویکیلیکس دغه نشر ددوی جرائم یو قسم توثیق کړی… او ددوی جرائم به یو وار بیا په مطبوعاتو کې نشر شی او نړیوال به ورته متوجه شی..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.