دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي شريعت مقاصد او اجتهاد – دوهمه برخه

ايا د هر شرعي حکم اساس پر مصلحت ولاړ دی؟
له هرڅه مخکې د يو مهم سوال ځواب ډېر اړين دی، هغه دا چې د اسلامي شريعت د هر حکم تر شا خامخا کوم مصلحت او حکمت شته؟ ايا د الله تعالی له لوري رالېږل شوي ټولو احکامو کې زموږ ځانګړې ګټې او مصلحتونه پام کې نيول شوي او کنه، له دې يوازې او يوازې د الله حکمت دا وي، چې کوم بنده شرعي احکامو ته غاړه ږدي او کوم يې نه ږي. که يوازې همدا حکمت وي، نو انفرادي احکامو کې جلا جلا حکمتونه لټولو پر ځای بايد پر همدې شرعي احکامو عمل وشي.

ځينې علماء فرمايي، چې د الله تعالی احکامو پسې جلا جلا حکمتونه لټول څه اړين کار نه دی او لامل يې دا ښودل شوی، چې الله تعالی پر دې نه دی مکلف، چې د چا د شخصي ګټو ته دې ژمن وي. دا تصور د الله تعالی مالک حقيقي او قادر مطلق صفت سره په ټکر کې دی.
د چا د حکمتونو او مصلحتونو خيال ساتل خو زموږ انسانانو کار دی، ځکه چې موږ خو عاجز بنده ګان يوله همدې امله موږ د بنده په توګه د دې اهل نه يو، چې داسې يو کار دې وکړو، چې د چا خاطر او مصلحت پکې ونه ساتو.
مګر الله تعالی د ټولو کايناتو خالق او مالک دی، هغه هيچا ته اړ نه دی. رښتيا خبره داده، چې د توحيد حقيقت ته په کتلو سره همدا خبره ډېره قوي ده.
اشاعره علماء کرام، چې د عقيدې په علم کې ستر مفکرين او پوهان علماء لري. د دوی له ډلې څخه امام رازي او امام غزالي رحمهماالله فرمايي، د شرعي احکامو تر شا حکمتونه لټول ښه کار نه دی. دواړه حضرات د خلکو د پوهاوي لپاره داسې مثالونه وړاندې کوي، چې د يو سړي دوه مزدوران وي او د يو باره کې يې دا ګومان وي، چې دا فلانی سم مزدور نه دی راځه يو امتحان پرې وکړه او يو امر پرې کوي، چې د دغه امر تر شا کوم ځانګړی حکمت هم نه وي، خو دومره معلومول غواړي، چې دی څومره خبره مننونکی دی. د مثال په توګه د يو مزدور ديانت د معلومولو لپاره د کور په يو ځای کې څه پيسې ږدي، چې دا مزدور دا پيسې پورته کوي او کنه خپل مالک ته يې راوړي. اوس دلته د پيسو د کيښودلو څه ځانګړی حکمت نشته. دا يوه عامه خبره ده، خو اصل خبره دې کې دا ده، چې دا مزدور څومره له خپل مالک سره مخلص او وفاداره دی.
امام رازي او ملګري يې همدا نظر لري، چې د شرعي احکامو تر شا بس همدومره خبره ده، چې څوک د الله تعالی اوامر مني او څوک نه.
د شريعت پر حکمت څو اړين کتابونه
که يو طرفته يو شمېر علماء او امامان د شرعي احکامو د حکمتونو د بيانولو مخالفت کوي، بل پلو ډېر علماء، پوهان او دعقيدې امامان پر دې نظر دي، چې د شرعي احکامو تر شا ډېر مصالح او حکمتونه موجود دي او دغه مصالح د انسان د ګټو،کاميابيو، د انسان ځان،مال د انساني ژوند توزان او اعتدال کې اهم رول لرلای شي.
په دې اړه دې څلورو نامتو علماوو خپل کتابي خدمتونه نړۍ ته پريښي دي.
که څوک په عربي پوهيږي، نو دا کتابونه دې خامخا ولولي.
لومړی کتاب د عزالدين بن عبدالسلام دی، چې د خپل وخت تر ټولو ستر شافعي فقيه و او دومره ستر فقيه، چې علماوو ورته سلطان العلماء لقب ورکړی و او هغه مهال د مصر قاضي القضات هم و.
سلطان العلماء يو کتاب ليکلی “قواعدالاحکام في مصالح الانام”دغه کتاب په دوو ټوکو کې دی او شاخوا پنځه سوه مخه کتاب دی.
علامه عزالدين بن عبدالسلام د ډېرو قوي او وزينو عقلي دلايلو پر مټ له قران او حديث څخه داسې دلايل راوړي، چې د شريعت د هر حکم تر شا خامخا څه ځانګړی حکمت او د بنده ګانو مصلحت شته.
په دې اړه دوهم کتاب د حنبلي عالم علامه ابن قيم رحمه الله دی.
ابن قيم رحمه الله د علامه ابن تيميه رحمه الله شاګرد و او يوازې د حنبلي فقهې عالم نه بلکې د اسلامي فقهې يو نوموتی او تکړه عالم و.
علامه ابن قيم رحمه الله د “إعلام الموقعين” په نوم کتاب کې داسې دلايل راوړي، چې دا ترې ښه روښانه کيږي، چې د شريعت د هر حکم تر شا خامخا څه حکمت او مصلحت شته او د شريعت د هر حکم شا اصل حکمت، هغه عدالت دی.
ټولنيز عدالت د اسلامي شريعت د احکامو اساسي حکمت ګڼل شوی دی.
د يو يو شي حکمت بيانولو تر څنګ يې ويلي، چې د هر شرعي حکم تر شا اصل حکمت عدالت دی.
که څوک دا کتاب پوره فکر او توجه سره ولولي، نو پوهيږي، چې د شريعت اصلي موخه او هدف ټولنيز عدالت دی.
درېيم کتاب، چې د شريعت د حکمت په اړه ليکل شوی، هغه د مالکي فقهي عالم ابو اسحاق الشاطبي کتاب “الموافقات في اصول الشريعة” دی.
دا کتاب د انساني تاريخ واحد ځانګړی کتاب دی او اسلامي تاريخ کې د فلسفې قانون کې تر اوسه له دې ښه کتاب نه دی ليکل شوی.
که دا و وايم، چې هيڅ قوم، هيڅ، تمدن او تهذيب او فلسفه کې له دې ښکلی او جامع کتاب نه دی ليکل شوی، نو دا به مې حقيقت ویلی وي.
دا کتاب په څلورو ټوکو کې هر مکتبه کې موندل کيږي.
امام شاطبي دغه کتاب کې د خپل وخت له ټولو علومو او عقلي او نقلي دلايلو څخه په استفادې دا ثابته کړې، چې د هر شرعي حکم تر شا يو ځانګړی حکمت شته او هغه حکمت او مصلحت يې هم په ګوته کړی دی.
څلورم کتاب د هند د نيمې وچې اميرالمؤمنين في الحديث حضرت امام شاه ولي الله محدث الدهلوي دی. امام شاه ولي الله “حجة الله البالغة” په نوم يو ځانګړی کتاب ليکلی دی. حضرت شاه صيب په دې کتاب کې د شريعت حکمتونه په نوي او ځانګړي انداز بيان کړي دي.
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دانش

د اسلامی احکامو حکمت غوره والی او ښه والی د بحث محتاج نه دی هغه لکه الماس له ورایه خپل حکمت ښکاروی

اسلامی احکام په زمان مکان امکان پوری اړه لری عمیق د علت او معلول او څلور ګونی حالتونو د څیړلو پر اساس هر اسلامی تصمیم د همیشه خیر او برکت او هوساینی سبب ګرځی شرعی احکام د الله ج ستر نعمت دی یعنی ښکلی انسانی فطری قانون دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x