
غزني کې طالبانو شریعت غږ راډيو فعاله کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني اوسېدونکي وايي له دوه ورځو راهیسې د طالبانو د اف ام راډيو خپرونې په شفافه توګه اوري.
شریعت غږ؛ چې تېره ورځ يې خپل نشرات پیل کړي، پر غزني سربېره د ګاونډيو ولایتونو په ځینو ساحو کې هم پوښښ لري.
د غزني ځايي ولایتي اداره د دې راډيو له خپروونو نا خبري ښيي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دوی د طالبانو خبرونه او ترانې په ۹۹،۲۰ اف ام څپو اوري.
طالبانو هم رسماً د دې راډيو د پرانیستې په اړه څه نه دي ويلي، د پکتیا او پکتیکا په ځينو ساحو کې له څو کلونو راهیسې د شاهي کوټ شریعت غږ راډيو په نامه د طالبانو یو بل اف ام سټېشن نشرات لري.
طالبان په مطبوعاتي برخه کې پر رسمي ویبپاڼه سربېره، انلاین راډيو، د څرک، مورچل، شهامت، حقیقت او الصمود په نامه په اردو، پښتو، دری او عربي چاپي خپرونې هم لري.
دغه غورځنګ چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د امریکا و افغان حکومت پر ضد پر جګړه بوخت دی، په فرهنګي برخه کې يې هم هڅې ان د افغان حکومت له لوري خورا اغېزناکې بلل شوې دي.