افغانستان

ډيلي ټلګراف: طالبانو افغان حکومت محاصره کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): ډيلي ټلګراف لوېديځه رسنۍ په کابل کې وروستیو پېښو ته په کتو وايي، افغان حکومت د محاصرې په حال کې دی.

د سرچينې په وینا د دې حکومت تر واک لاندې مرکز هم خوندي نه ګڼل کېږي او هر وخت يې په هر ځای کې د لويې پېښې د کېدو امکان موجود دی.

ټلګراف د کابل پرونیو دوو بریدونو ته په اشارې وايي چې کابل یو وخت کې خوندي ځای ګڼل کېده، خو اوس يې خلک تر ګواښ لاندې ژوند کوي.

ورته څرګندونې نږدې دوه میاشتې وړاندې محمد اشرف غني هم له سې بې ایس نیوز سره وکړې او ويې ویل چې دوی د محاصرې په حال کې دي.

هغه مهال د بهرنیانو عمومي قومندان هم وویل چې دوی د ارګ او هوايي ډګر تر منځ یا تر دې هم په نږدې ساحو کې هڅه کوي چې د هوا له لارې لاړ شي، ځکه پر ځمکه ځان خوندي نه احساسوي.

پرون، طالبانو پر لسمه امنیتي حوزه د برید مسؤلیت ومانه او ويې ویل چې دا برید يې په کندوز کې د ملکي وګړو د مرګ – ژوبلې په بدل کې کړی او ګڼ بهرني او کورني استخباراتي غړي يې وژلي دي.

له یاد برید سره هم مهاله پر دیارلسمه امنیتي حوزه هم جګړه روانه وه، چې مسؤلیت يې داعش پر غاړه واخیست.

د طالبانو له لوري د الخندق په نوم د عملیاتو له پیل او د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسې له پیل سره، نږدې هره ورځ پلازمېنه د یوې پېښې شاهده پاتې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x