د پاکستان دفاع وزير: امریکا په اړيکو رغولو کې رښتينې نه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير ويلي، چې امریکا له پاکستان سره اړيکو جوړولو کې رښتينې او لېواله نه ده، بلکې د متحده ايالتونو ټوله پاليسي د هند په ګټه څرخي.

خرم دستګير رسنيو ته ويلي، چې پاکستان د امريکا لپاره د تروريزم په نوم جګړه کې بې ساري قربانۍ ورکړي، خو امريکا پر ځای د دې، چې د پاکستان ستاينه او مننه وکړي، د پاکستان په مقابل کې يې له هند سره پوځي او دفاعي مرستې زياتې کړي او تل د هند په پلوۍ څرګندونې کوي.

د پاکستان دفاع وزير هم د نورو چارواکو په څېر هند په بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمو کې په لاسوهنو تورن کړ او زياته يې کړه، چې هندي پوځيان پر کنټرول کرښه په يوه کال له شپږ سوو زيات تېري کړي، چې له امله يې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روان کال له پيله، د امریکا او پاکستان اړيکې ترينګلې شوي، امریکايي چارواکي پاکستان د امریکا ضد وسله‌ والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکا او پاکستان په اړيکو کې د پاکستان تر ټولو ستر خنډ په سيمه کې د هند رول دی.

پاکستان وايي، چې امریکا غواړي په افغانستان او ټوله سيمه کې هند ته پراخ رول ورکړي، خو پاکستان يې منلو ته چمتو نه دی، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته راغلي دي.

که څه هم يو شمېر امريکايي جنرالان او ملکي چارواکي له پاکستان سره د ښو اړيکو هيله لري، خو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي پاکستان په دوه مخۍ تورنوي.

په مقابل کې يې پاکستان وايي، چې په تېرو اوولسو کلونو کې يې د امريکا جګړې لپاره بې ساري قربانۍ ورکړي او امریکا بايد د پاکستان د دغو قربانيو درناوی وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د