People.with.Taliban

په هلمند کي د طالبانو د بریدونو وروستی حال – لیکوال : ریحان

له ننه څلور ورځي وړاندي طالبانو دسنګین په څاروان کلا سیمه کي پراخ عملیات پیل کړل چي په ترڅ کي یې دالاماره پاڼي د وروستی راپور له مخي ۱۷ پوستې د هغوی لاسته لوېدلي او جګړه لا هم روانه ده.

له سنګینه پرته د ددې ولایت په دریو نورو ولسوالیو کجکي،مارجه او نوزاد کي هم طالبانو د دولتي ځواکونو په مرکزونو پراخ بریدونه کړي او لا هم دوام لري.

طالبانو د روان پسرلي عملیات ، د خیبر عملیاتو په نامه نومولي، او د همدې عملیاتو له پیل سره سم دپلازمیني کابل په شمول د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د هغوی ګړندیو او بریالیو عملیاتو دولتي او غربي ځواکونه خورا له پریشانۍ سره مخ کړۍ.
دبي بي سي رادیو دسهارنۍ خپروني له راپور سره سم ویل کیږي چي کیدای شي د هلمند ولایت سنګین، کجکي، مارجه او نوزاد ولسوالۍ څلور سره دطالبانو لاس ته ولویږي.

له څلورو ورځو راهیسي جاري په دغو بریدونو کي دطالبانو دویاند قاري یوسف له قوله تر سلو زیات امنیتي ځواکونه په قتل رسیدلي، او دا لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري، قاري یوسف په یوه تازه خبر کي ویلي چي دهلمند شپږ ولسوالي سنګین، مارجه ، نادعلي ،کجکي، نوزاد او موسا کلا ولسوالي او ورکي ټولې پوستې او نظامي مراکز د طالبانو تر مسلسلو بریدونو لاندې دي او لا هم ور کي جګړه په شدت سره مخ په وړاندي روانه ده.

هلمند د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې دموقعیت له لحاظه ډیر اهم ګڼل کیږي او په زرهاوو خارجي او داخلي عسکر پکښي میشت دي او له نظامي پلوه هر نوعه سهولیات لري، هلته د طالبانو څلور ورځي دوام داره جنګ ریښتیا هم ډیره دتوجه وړ خبره ده.

دبي بي سي دراپور له مخي چي حتی نوزاد ته اکمالاتي لاري هم بندي شوې، مطلب دا چي هلته طیارې هم نشي ورتلاي،
او د الاماره د راپور له مخي صرف په کجکي کي تر اوسه ۴۴ دولتي عسکر وژل شوي او شاوخوا ۱۵ زخمیان دي، او دمارجې په یوه ورځني جنګ کي ۱۶ پولیس او اربکیان قتل شوي او ۷ نور زخمیان دي او ۲ شوبلي هم ویجاړي شوي دي.

دجنګ بڼه دوامداره ښکاري که ریښتیا هم جنګ دوه ورځي لا نور هم دوام وکړي نو بعیده نه ده چي دقاري یوسف خبره دي رنګ راوړي او هلمند دي د طالبانو لاس ته ولویږي.

لیکوال : ریحان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د