
آی پي ایل: په ننۍ بریا سره به د راشد خان لوبډله نیمه پایلوبې ته ووځي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو (IPL) کې نن د راشد خان لوبډله «سنرایزز حیدر اباد» او د دهلي ډیرډیویلز لوبډله مخامخ کې کیږي.
په دغه لوبه کې که د راشد خان لوبډله بریا ترلاسه کړي نو مستقیما به نیمه پایلوبې ته لار ومومي، او د دهلي لوبډله به بهر شي، دوی اوسمهال په لسو سیالیو کې اته بریاوې ترلاسه کړي چې ۱۶ پواینټونه لري، او ورپسې د دهوني لوبډله «چینایي سوپر کینګز» په دویم نمبر ده، دوی په لسو سیالیو کې اوه بریاوې ترلاسه کړي.
له بل اړخه د ممبۍ انډینز، کلکته نایټ رایډرز او راجهستان رائلز لوبډلې په کړکیچ کې مخ دي، له دوی څخه د ممبۍ انډینز د منډو اوسط لوړ دی، چې د کلکتې او راجهستان لوبډلو ته په راتلونکې سیالۍ کې په ستر توپیر لوبې ګټل پکار دي، په دې شرط چې ممبۍ لوبډله یوه لوبه کې ماتې وخوري.
د ممبۍ انډینز لوبډلې د منډو اوسط په یوولسو سیالیو کې په لسو پواینټو سره +0.529 دی، د کلکته نایټ رائډرز اوسط په یوولسو سیالیو کې په لسو پواینټونو سره _0.359 او د راجهستان رائلز چې لس لوبې یې ترسره کړي د منډو اوسط یې په اتو پواینټونو سره _0.552 دی.
راجهستان لوبډلې ته په هغه وخت کې د وړاندې تګ چانس موندل کیږي چې خپله راتلونکې لوبه د چینایي سوپر کینګز پر وړاندې په ستر توپير وګټي، چې وکولای شي له ممبۍ او کلکتې څخه د منډو اوسط لوړ کړي، دوی ته دا هم په کار دي چې په راتلونکې سیالۍ کې ممبۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي، چې بیا له پاتې وروستیو دوو لوبو څخه د یوې ګټل یې هم کافي دي.
له دې پرته د ډهوني لوبډله په ۱۴ پواینټونو سره دویم او د مجیب ځدراڼ لوبډله په ۱۲ پواینټونو سره په درېیم نمبر ده، خو اټکل کیږي چې د ممبۍ انډینز، کلکته نایټ رائډرز او راجهستان رائلز لوبډلو څخه به یوه دویم پړاو «نیمه پایلوبو» ته لار مومي.