
مهاتیر خپل پخواني ګوند ته ماتې ورکړه او لومړی وزیر وټاکل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د مالیزیا پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد چې مخکې يې له سیاست څخه د تقاعد پرېکړه کړې وه، یو ځل بیا په پارلماني انتخاباتو کې توانیدلی چې خپل پخواني ګوند ته چې د تیرو ۶۱ کلونو راهیسي په واک کی وو، ماتې ورکړي او په پارلمان کې مطلق اکثریت وګټي.
مهاتیر محمد د کال ۱۹۸۱ څخه بیا تر ۲۰۰۳ پوري د ملي جبهې واکمن ګوند مشرتوب په غاړه درلود او په همدې موده کې د هیواد لومړی وزیر پاته شوی چې په خپل وخت کې يې د مالیزیا لپاره د خدمت له وجې د مالیزیا د اوسني پرمختګ بنسټ ایښودونکی لومړی وزیر بلل کیږي.
نوموړی چې ۹۲ کاله عمر لري، د سیاسي ډګر څخه ۱۵ کاله لیري پاتې شو خو کله چې يې یو ځل بیا سیاست ته مخه کړه، خپل پخوانی واکمن ګوند یې له ځمکې را وویشت او یو ځل بیا د لومړي وزیر په حیث وټاکل شو.
د مالیزیا ملي جبهه چې اکثریت یې مالاوي متحد قومي غورځنګ تشکیلوي، مشر یې نجیب عبدالرزاق په انتخاباتو کې تر ناکامۍ وروسته د فساد په تور کې د محکمې سره مخ کیدای شي.

په وروستیو انتخاباتو کې چې د مالیزیا په تاریخ کې تر ټولو قوي سیاسي او دیموکراتیکه جګړه بلل کیږي، د مهاتیر محمد په مشري د «امید ایتلاف» د ۲۲۲ چوکیو څخه په مطلق اکثریت ۱۱۳ چوکۍ وګټلې او په دې توګه په هیواد کې د حکومت د جوړولو دنده ور له غاړي شوه او پخواني حکومت چې له تیرو ۶۱ کلونو راهیسي واکمن پاتې شوی وو او خپله مهاتیر یې مشرتوب لرلی دی، یوازي په ۷۹ چوکیو ګټولو وتوانېد چې په دې توګه به هغوی له دې وروسته د اپوزیسیون دنده پر مخ وړي.
ددې تر مخه واکمن ګوند په پارلمان کې ۱۳۳ چوکۍ لرلې، چې په دې توګه یې په پارلمان کې ۵۴ چوکۍ وبایللې او د کارپوهانو له نظره له همدې څخه مالومیږي چې د مالیزیا ولس د حکومت څخه څومره ناراضه دی.
د مهاتیر محمد په مشري د سیاسي ګوندونو ایتلاف کې څلور لوی ګوندونه شامل دي چې د هغو څخه د ولس عدالت په نامه ګوند ۴۹ چوکۍ، د کارګر دیموکراتیک (چینايي قومیت) ګوند ۴۲ چوکۍ، د امانت اسلامي ګوند ۱۰ چوکۍ او د مهاتیر له لوري جوړ شوی ګوند چې وروسته منحل شوی وو، ۱۲ چوکۍ ګټلي دي.
دغه انتخابات چې په مالیزیا کې دیموکراتیک انقلاب بلل کیږی، د ټولو کارپوهانو او وروستیو ټول نظرونو د توقعاتو پر خلاف پایله ورکړې، ځکه چې مخکې ګمان کېده چې دواړه ګوندونه کیدای شي په لږ تفاوت یو له بله مخکي شي او زیاتره ګمان داسي وو چې د نجیب په مشري واکمن ګوند به بریالی شي.
مهاتیر محمد په خپلې یوې وروستۍ مرکه کې ویلي چې په کال ۲۰۰۳ کې يې د حکومت واګي عبدالله بدوي ته پرېښودې، ځکه چې فکر یې وکړ نور یې د سیاست څخه د تقاعد وخت راغلی، خو وروسته پوهه شو چې عبدالله بدوي لاره غلطه کړه، ځکه یي د هغه پر ضد مبارزه وکړه تر څو یی له چوکۍ څخه لیري کړ او پر ځای یې نجیب راغی، نوموړی وایي ما فکر کوی چې هغه به د خپل پلار عبدالرازق په څېر یو بریالی مشر وي، خو هغه فکر درلود چې په پيسو باندي هرڅه کولای شي، ځکه یې په وینا د پیسو غلا ته مخه کړه، «ما هغه ته هر څه نصیحت وکړ، خو وې نه مانه، تر دې چې مجبورا د هغه پر ضد ودریږم».

پخواني لومړي وزیر نجیب عبدالرزاق له تیرو نهو کلونو راهیسي د مالیزیا واکمن او لومړی وزیر پاته شوی، نوموړي باندي تور دی چې په ملیاردونو ډالره اختلاس یې کړی او په دې وروستیو کې يې د غلطو پرېکړو له امله په هیواد کې اقتصادي وضعیت ته تاوان رسولی وو.
مهاتیر په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې مونږ به د نجیب څخه انتقام نه اخلو خو د هغه سره به د فساد په اړه محکمه کوو او قانون به عملي کوو، که ثابته شي چې هغه ګناه ګار دی نو پایلې به یې هم مني.

د مهاتیر اوسنی ایتلافي او پخوانی دښمن:
۷۱ کلن انور ابراهیم هم د مالیزیا د پخواني واکمن ګوند غړی پاتې شوی او د مهاتیر محمد د حکومت پر مهال د نوموړي مرستیال او بیا د تجارت وزیر پاتې شوی خو وروسته د سیاسي اختلاف او ګوندي اختلافونو له امله او همداسي د ځینو جرمونو له امله هغه د پنځو کلونو لپاره بندي شو، خو وروسته په کال ۲۰۱۵ کې یو ځل بیا د حکومت پر ضد د اپوزیسیون تر ټولو واکمن مشر شو او د حکومت لپاره لوی سردرد جوړ شو، چې بالاخیره د لواطت په تور یو ځل بیا په پنځو کلونو بند محکوم شو. (پر نوموړي باندي محکمه د حقوق بشر ادارو غیر شفافه بللې وه او پر هغه یې تورونه سیاسي بللي وه).
نوموړی که څه هم تر اوسه بندي دی خو د بندي خانې څخه یې د مهاتیر سره په ایتلاف کې ګډون کړی وو او د دواړو اړخونو تر منځ د تړون له مخې به مهاتیر د راتلونکو دوه کلونو لپاره لومړی وزیر پاتې کیږي او بیا به واک انور ابراهیم ته پریږدي. خو انور ابراهیم چې په راتلونکې جولايي میاشتي کې يې د خلاصون تمه کیږي، باید په پارلمان کې لومړی خپله چوکۍ د ضمني انتخاباتو له لاري وګټي.