نظــر

ګل مرجان یی نه منی – لیکوال: محمد رفیع یادګاري

کله چی د جوزا په ۲۴ مه نیټه دوهم دور انتخابات تر سره شول او تر غرمي پوری د عبدالله ناظرینو ته پته ولګیده چی د ښاغلی اشرف غنی احمدزی رایی ډیری دی نو بی درنګه یی عبدالله ته زنګونه ووهل چی انتخابات خو د هغه څه په خلاف روان دی چی مونږ یی اټکل کړئ و ،مونږ خو مناظرو ته د دی لپاره نه حاضریدلو چی ۴۵٪ رایی مو لرلی

او سردارنعیم هم د استاد سیاف سره چی قریبآ دری څلور فیصده رایی یی لرلی او داسی ځینی نور کاندیدان هم له مونږه سره یوځای شول او مونږ دا فکر کولو چی بری مو حتمی ده خو په مقابل کی اشرف غنی چی ۳۱ ٪ رایی لرلی په مناظرو پیل وکړ د ځوانانو سره په مناظره کی ، د هیوادوالو سره ، په تلویزیونو کی حاضر شو او خلکو ته یی خپلی برنامی تشریح کړ،او دا دی هر څه د غنی په ګټه روان دی.

عبدالله خپلو کسانو ته وویل چی تاسی یی غم مه کوی زه چی یوارې ځان په لعنت کړم بیا نو شیطان هم له ما څخه پناه غواړی ،بس د کابل د آمنیی قوماندان ته یی دستور ورکړ چی اول ټک په ضیاالجق امرخیل وکړه چی دا پښتون خو د خپلو توطیو ښکار کړم ،همداسی وشوه کله چی آمرخیل غوښتل چی د سروبی ولسوالی ته رایی ولیږی نو جنرال ظاهر ظاهر د طلوع،خورشید،یک ،او د بی بی سی د خبریالانو سره د کمیسیون د دروازی شاته حاضریږی او امرخیل په درغلی تورنوی ،د همدغی ورځی په آخره کی عبدالله یوه خبری ناسته که حاضریږی او د دواړو انتخاباتی کمیسیونونو سره رابطه قطعه کوی او د امرخیل د وظیفی تعلیق او د راییو د شمیرنی د توقف غوښتنه کوی ،او خدای په یو نوم یادوی چی بل کار به نه منی او نه به ورته غاړه کیږدی . دی کی نو د ګل مرجان کیسه یاده شو ، وایی ګل مرجان په یوه پوهنتون کی محصل و کله چی آزموینی شروع کیدلی نو د ټولګی ټولو زده کوونکو سلا کوله چی د اول نمری پواسطه خپل پلانونه په تخته ولیکی په دی کی ګل مرجان پاڅیږی او تخته پاک کوی او لیکی چی ګل مرجان یی نه منی ، بس چی ټولګیوال ورته دنیا په بله اړوی د ګل مرجان یوه خبره ده چی ګل مرجان یی نه منی ،بلاخره چی هر ځوک ګل مرجان ګوری نو غږ کوی چی ګل مرجان یی نه منی ،عبدالله هم له ځانه ګل مرجان جوړ او د ځانه بغیر بل خان نه منی ،هغه تیره ورځ یی د مظاهرې اعلان کړی و ټول ټال درې څلور سوه پوډریان یی په کرایه راوستل او دا دي تر اوسه پوری هغه پوډریان په خیمو کی ناست دی او سړکونه یی بند کړیدی،آمرخیل صاحب د ملی منافعو پخاطر د خپلی دندی څخه استعفا ورکړه او عبدالله ته یی د بیا خبرو کولو ضمینه برابره کړه، خو عبدالله اوس وایی چی دواړه کمیسیونونه نه منی ،د ځینو ولایتونو رایی نه منی ،که بغیر د عبدالله نه بل څوک بریالي اعلان شی نو عبدالله یی نه منی ، نو له دی څخه ښکاری چی عبدالله غواړی انتخابات تحریم او هیواد د جنګونو خواته سوق کړی چی ډیری خطرناکی پایلی به ولری او آن هیواد به د تجزیی په درشل کی ودروي.

——————

د لیکوال نظر دی، د نن ټکی آسیا توافق ورسره ضروري نه دی. نن ټکی آسیا نن ټکی آسیا په انتخاباتو او د ګران هیواد په نورو مسایلو کې د هیڅ کومي سیاسي ډلي او انتخاباتي ټیم طرفداري نه کوي. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x