فاریاب ولایتي شورا: طالبانو د بلچراغ ولسوالي له جګړې پرته پرېيښې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولايتي شورا وايي افغان ځواکونه نن د بلچراغ ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل او طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ له جګړې پرته پرېيښې ده.

د دې شورا مرستیال صبغت الله سېلاب وايي چې طالبانو پخپله خوښه ولسوالۍ پرېيښې او د افغان ځواکونو له لوري په نیولو کې يې جګړه نه ده شوې.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا وايي چې دوی له سختې جګړې وروسته دا ولسوالۍ نیولې او په وينا يې ۲۲ طالبان يې وژلي او اوه نور ټپيان دي.

د فاریاب د ولایتي ویاند جاوید بیدار له څرګندونو هم داسې برېښي چې د ولسوالۍ ودانۍ طالبانو له جګړې پرته پرېيښې ده، هغه وايي دوی له ځانو سره د ولسوالۍ ځينې مهم اسناد او وسایل هم وړي دي.

دغه ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې د سه شنبې په ورځ د طالبانو له لوري ونیول وشوه، چې د ولایتي شورا په قول ۷۰ عسکر پکې ټپيان، مړه او د طالبانو له لوري ژوندي نیول شوي دي.

په ورته وخت کې افغان چارواکي دعوه کوي چې د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ د نیولو لپاره يې عملیات پیل کړي دي.

طالبانو تر اوسه د بلچراغ ولسوالۍ د پرېښودو په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د