خوست چارواکي وايي د بې بې سې د خبریال وژونکي يې نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): په خوست کې ځايي چارواکي وايي د بې بې سې د خبریال قاتلان يې نیولي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي نن رسنیو ته وویل، د احمد شاه خان وژونکي يې نیولي او هم يې د یعقوبیو اډې د نوم لیکنې پر مرکز د برید طراحان نیولي دي.

هغه د دواړو پېښو د عاملینو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

احمد شاه خان شاوخوا یوولس ورځې وړاندې مازیګر مهال خپل کورته پر لاره د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.

له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې د ځايي اوسېدونکو له قوله وویل، چې احمد شاه خان په خوست کې د «کمپاین» په نوم د مېشتو ځواکونو له لوري ووژل شو.

د سرچینې په وینا هغه وروسته له هغه د کمپاین ځواکونو هدف وګرځید، چې د دوی له لوري د اوو تنو ملکي وګړو د وژلو راپور يې خپور کړ.

د خوست والي د نیولو شویو کسانو په اړه له جزییاتو ډډه وکړه.

احمد شاه خان په خوست کې له بې بې سې پښتو څانګې سره کار کاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د