
ټاکنو کمیسیون: له دې وروسته ښايي د تذکرې پر کاپي سټېکر ولګول شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کیمسیون مشر وايي دوی ته له شویو شکایتونو وروسته ښايي د اصلي تذکرې پر ځای پر کاپي سټېکر ولګول شي.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد له هشت صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، دوی ته پر اصلي تذکره د سټېکر لګولو له امله ډېر شکایتونه شوي او اوس پر دې بوخت دي چې له تخنیکي ټیم سره پر کاپي تذکرو سټېکر لګولو هوکړې ته ورسېږي.
هغه وايي د دوی یواځينۍ اندېښنه دا ده چې پر کاپي د سټېکر لګولو له امله درغلۍ ته لاره هواره نه شي.
دا په داسې حال کې دی چې په ولایاتو کې د نا امنیو تر څنګ د کم شمېر کسانو د نوم لیکنې یو علت پر اصلي تذکرې سټېکر لګول هم ښوودل شوي دي.
د ټاکنو کمیسیون د تازه معلوماتو له مخې نږدې پنځه ویشتو ورځو کې یو میلیون او څلور سوه زره تنو نومونه ثبت کړي دي.
ټاکل شوې راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د تلې پر ۲۸مه ترسره شي.