
المان: محکمې په ښوونځي کې د مسلمانې ښوونکې د پړوني پر سرکولو غوښتنه رد کړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د المان مرکزي محکمې د هغې ښځينه ښوونکې غوښتنه رد کړې، چې په ښوونځي کې يې د پړوني پر سر کولو اجازه غوښتې وه.
د برلین محکمې دې ښوونکې ته ویلي چې قانون تر هرڅه پورته دی او دا مجبوره ده چې لوڅ سر ښوونځي ته لاړه شي یا دنده پرېږدي.
دویچویله – فارسي؛ د برلین د قانون اړوند وايي چې په دې قانون کې هم پر دولتي ادارو کې پر حجاب بندیز لګېدلی، هم يې د عقیدې د ازادۍ ټينګار کړی دی.
د برلین محکمې ويلي، دوی دولتي مامورته اجازه نه ورکوي چې خپلې دیني نښې دولتي ادارې ته ورسره یوسي، د دوی په وینا د مسلمانې مېرمنې پر سر پړونی د هغوی دیني نښه ده.
دا په داسې حال کې دی چې په ۲۰۱۴م کال په فرانسه کې هم پر مسلمانو مېرمنو د حجاب بندیز ولګید، چې د افغانستان لومړنۍ مېرمنې رولا غني يې هم ملاتړ وکړ.
څو ورځې وړاندې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي او د دې هېواد سلګونو تنو یهودي او مسیحي لیکوالو لیکلی بیان نشر کړ، چې له قرآن نه دي د کفارو پر ضد ایاتونه لرې کړل شي.
دې څرګندونو په اسلامي نړۍ کې یوازې د ترکي مشرانو غبرګون را وپاراوه او د ترکيې ویاند سرکوزی او ملګري يې د یوویشتمې پېړۍ ابوجهلان وبلل.
سړی حیران پاتیږی چه دا غربی دموکراسی څنګه تعریف کی؟ یو سکولر او لائیک او روشن فکره کس دی ځوانی وکی او دا مسئله دی موږ ته تشریح کی چه یو وړوکی پکړئ ولی د دموکراتیکو اصولو سره په ټکر کی دی؟ که جواب داوی چه دین او سیاست او دین او حکومت داری بېلی بېلی مقولې دی او باید سره مخلوطی نه شی. دا استدلال به په مغرب زمین کی د منلو وړ وی خو پدې شرط چه دا لاندی موضوع هم حل شی: په آلمان کی دوه ستر ګوندونه شتون لری چه د دواړو ګوندونو پېشوند او پسوند… نور لوستل »
د المان ددولت او رسمیتاتو په منځ کې ( لکه ښونځي ، محکمې او نور دولتي دفاتر…. ) ټول مذهبي علامې او
سمبولونه منعه دي ! يهودي ، عیسوي ، اسلامي اونور سمبولونه منع دي دا پر دې مانا دولت له مذهبه او دین څخه
جدا دی ! هو له دولتي کارو وروسته د هر چا خپل کار او ازادي ده !داچې دا کار ښه او یا بد دی هغه بیا بله خبره ده !!
پتنګ صاحب! مغلطه کاری ممنوع!
آیا پارلمان به ډېر رسمی مشروعیت ولری او که مثلاً مکتب؟
په پارلمان کی د مسیحی دموکراټ په نوم کسان ناست دی او پرېکړی کوی دلته سیاست او مذهب سره بېل ندی خو په مکتب کی سره بېل دی!!!!!!