غزل – ابراهیم صیاد

څه خیالونه تار په تار د لیوني کړي
رویباري کله رویبار د لیوني کړي
 
په دې سمه دې د غرونو بلا واوړی
قدر کله دغه ښار د لیوني کړي
 
غمازان مې لیونی ، لیونی بولي
اوس ګمان راباندې یار د لیوني کړي
 
پورته کیږي او غورزیږي لا روان دی
څوک به وي چې انتظار د لیوني کړي
 
د دیدن وظیف نه ورکوې یاره
لیونئ به دې ازار د لیوني کړي
 
دا چې نن یې د نفرت په کاڼو ولي
بیا به چیغي په مزار د لیوني کړي
 
خړ ګردونه د صیاد زلفو کې څه دي
خوند هم دغسې سینګار د لیوني کړي
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د