شعـــــرونه

اولس زموږ موږ د اولس یو!‎

صدیق خوستوال

زه ګرځمه په ځمکه او دوی ګرځې په اسمان
نـړی مې ده حیرانه او نـړی تــه یم حیران

دبل په بې امنۍ کی دوی لټون کوی دامن
خو مـا بیا د بـل امن کی موندلۍ دی امـان

قلم او ټوپک دواړه مونږه سـاتو ضرورت دی
په وخت سره ورکړی مونږ د هر یو امتحان

د ژوند پاڼې یې زیړی دی بې وخته تری راغورځي
زمونږ دکلی دنګ چنــار بې وخته شو خــزان

لاسونه دی اولس رانه چاپیر غیږ کی یی پروت یم
اولس دی لـکه ځـان راتـه اولس تــه یـــمه ځــان

بیعقله دښمنان می په یو بل هیواد کی ګوری
کړم زه په خپل هیواد کی ژوند په امن اطمنان

چی بی له خدایه ټیټ نکړم داسر و کوم بنده ته
صدیق خوستوال له خدایه غواړم دغسې ایمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x