ټولنیزه برخه

مینه

مينه د زړه مجبورې ده او له زړه مجبـور ته مېـن ( عاشـق ) ويل کيـږي اومېن هغه روغ ليونى دى چې د مينى په هکله پيغور او بهتان ورته د خوند او مقام شعار ښکاري په مينه کى ورته ټول کړاونه،پـيغورونه،تهمـتونه،پرهرونه،ولږي،تندي اودې ته ورته نور ټول هيڅ ښکاري ځکه مېن په مينه کې د تکليف احساس نشى کولاي حتى له مرګ څخه هم بې پروا وي حـقيـقى مېن وي که مجازى خو چې په رښتيا مېن وي. مينه هم په دوه ډوله او مېنان يې هم په دوه ډوله دي

الف: حقـيقى مينه او مـېـن  ب: مجـازى مينه او مـېـن

الف : حـقـيـقى مينه او مـېن

حقيقى مينه هغه ده سې د الله تعالى ( ج ) د رضاء لپاره يې تـړاو يوازې اخرت سره وي او مـېـن يې حقـيـقى مـېـن دى

ب: مجازى مينه او مـېـن

له حـقـيقى مينى او حقـيقى مېـن څخه پرته نوري مـيني او نور مـېـنان مجازې دي داکه له مال سره وي که له ښځو سره وي که له اولاد سره وي که له ځاى سره وي که له مقام سره وي که له سهـولت سره وي او که له سورلۍ ( آس ، قچر ، اوس محال موټر ) او داسې نورو سره وي مينه يې مجازى مينه او مـېنان يې مجازې مـېـنان دي

هو له دې شيانو سره هم بى مينى ژوند بلکل بى مزى کـيـږي همدا د مينى حکمت ده سې الله تعالى (ج) يې په برکـت ژوند ته خـوند بـښلى نو بايد دا ميـنه هم د اسلامى شريعت په ميعار ولاړه وي د ليـونتوب په مرحله کې يې بې احساسى حتمى ده يو شاعـر وايي

ميـنه چې پاګل کړې سړى بل څه بل څه وايي
نن مى راته زړه ليـــــونى بل څه بل څه وايي

د حقـيقى مينى او مـېنتوب په هکله ډيري مقالې ډير کتابونه او تاريخونه ليکل شوي او ليکل کيـږي ما سره هغه الفاظ او پوهه نسته سې زه يي هم په هکله څه وليکم بس زه به د مجازى مينى او مـېن په هکله لږ څه وليکم هغه دا چې اوس محال ډير مجازې مـېنان په خپل مينه کې د ليـونتوب حد ته رسـيدلې مطلب له چوکاټه وتلې سې اداره کول يي اسانه کار نـه دي مخکې پدي پوه سولو سې له حقـيقى مينى څخه پرته نوري ميني مجازې دي په مجازى مينه کې ډير خلک پداسې تصور کې دي سې کله د مينى يا مـېن واورې نو سمدستي يي د هلک او جلى تر ميـنځ مينه زړه او دماغـو ته راشې حقـيقت دا ده سې د دې په شمول له مال ځاي مقام ښځو اولاد سهولت سورلـۍ او داسې نورو سره مينه کول هم مجازى مينه ده سې اوس مهال همدا مجازې مـېنان ډير تاوده دي .

رسول الله (ص) فرمايلى

ژباړه: بيشکه د هر امت لپاره د امتحان وسيله وه او زما د امت د امتحان وسيله مال ده

په اسلامى تريقه ژوند تيرول او نور اسلامى احکامات په نظر کي نيولو سره له دې پورته حديث شريف څخه داسې مطلب اخستـل کيـږي سې له حرام مال څخه بايد بلکل ځان ساتنه وسې دا ځکه سې د حرام مال ګـټل خوړل او توبه ترې نه کول بالاخره د ايمان سره د سخت ټکر موجب ګرځى اوپه خلاف د دې د اسلامى شريعت په اصولو برابر حلال مال سې سـونه وي نعمت او ګـټـل يې عـين عـبادت دي او رسول الله (ص) هم له فـقر ( ډيري غـريبۍ ) پنا له الله تعالي (ج) څخه غـوښتى نو د مال په لاسته راوړلو کې بايد ډير خيال وساتل سې ترڅو په را ټولولو کې يې بايد ايمان ته ضرر ونه رسيـږي .

د مجازى مـېنانو د سرخيل مجـنون په هکله يوه اصطلاح ده سې وايي په مجـنون د ليلا د کوڅى سـپى هم ګران وه او بيا د کوڅى سـپى ( کوڅه ډب ) ګـران خو پرې ځکه وه سې د معـشوقى د کوڅى سپـي يى وه کـنه !

 مطلب مجـنون ډئيري ميـنى ليونى کړي وه سې سپـى ورته شهـزاده ښکاريده

نو فکر وکړي سې دا د مال، ځاى، مقام، سهـولت، سورلۍ او داسې نورو شيانو مـېـنان سې له اسلامى حدودو او چوکاټ څخه ورپسې په بي شرمۍ او بې ايمانۍ ور اوښـتې آيا دوې به د خـپـلو بادارانو په مينه کې بې احساسه شوې نه وي ؟

دنيا دارالامتحان ده او قـدرت د خداى دى سې په ډيـرو وختـوتو کې دونياوى معاديات په ډيـره آنـدازه له کـفارو سره وي اوکـفار ډيـر مکار او د مسلمانانو ازلى دښمنان دي نو مسلمانان بايد له کـفارو سره معاملو کې په اسلامى شريعت کلک ولاړ او ځيـرک اوسې خو له بده مرغـه ځينو ساده لوحو پدې عـشق کې دعـزت اوناموس سره ګـډ ايمانونه هم بايلول او دوي پدې خپل ليـونتوب او دوبازى ځکه نه پوهـيـږې سې مـېـنان دي کـنه !

څرګـنده ده سې عزت ناموس او ايمان ډير زيات ارزښـت لري نسبت مال او دونياوى ارزښتونو ته خو دلته سوال دا پـيدا کيـږي سې بيا نو ولې ځينې له عزت ناموس او حتى له ايمان څخه د مال او نورو دونياوى ارزښتونو لپاره تيريـږي ؟
دې ته دوه ځوابه وايو الف : نقـلى ځواب : رسول الله (ص) فرمايلې : ژباړه : له دونيا سره مينه کول د ټولو خطاګانو سر ده.

ب : عـقلى ځواب : مجنون د ليلا د مينى له کبله د ليـونتوب مرحلى ته ورسيد سې د کوڅى نجـس سـپى هم ورته د قـدر وړ سـو نو فکر وکړي هغه کسان سې د حلالو او حرامو فرق پسې يې چنديانى ګـرځي نه او کلونه،کلونه زده کړى يواوزې او يوازې د مال د لاسته راوړلو په ميـنه کي کوي داسې کسان به ضرور د ليـونتوب مرحلى ته رسـيـږي سې د مال مقام او داسې نورو د لاسته راوړلو لپاره هر څه لکه عـزت ناموس او حتى ايمانونه هم دوړه کـړي

اسلامى شريعت هرڅه روښانه بيان کړي لکه څنګه سې اسلامى شريعت د دې اجازه ورکوي سې د اسلامى شريعت په چوکاټ کې د حالاتو په غـوښـتنه هلک اوجلـۍ د نکاح په خاطر يو بل وګورې يعنې له خوښـې وروسته به نکاح او واده کوي ترڅو يې راتلونکى ژوند له خوښـيو او برکاتو ډک تير سې

دارنګه د مال، مقام او داسې نورو د لاسته راوړلو حلالي تريـقي هم اسلامى شريعت ښـودلې حديث شريف ده

ژباړه : کسـب کوونکي د الله دوست دي.

بس هر کسب کوونکى سې حلال رزيق ګـټې د الله دوست سو دارنګه علماء فرمايې که چا حلال مال او دولت ګـټلى وي او نه يې استعمالو يعنې ښه خوراک او ښۀ اسـتـوګنه نه کوي ښه لباس نه آغـوندې دارنګه د سورلـۍ لپاره ښه انتخاب نه کوي داسې ده لکه د الله تعالي (ج ) لخوا په روکړل سوو نعمتونو ناشکـري هـو پکار ده سې د وخت او ځاى مطابـق ميانه روي وسې خلاصه دا چې د مال دولت ګـټـل او استعمالول بايد د اسلامى شريعت د حدودو څخه د باندې نه وي يعنې ګــټل او مصرفول يې ډير د مينى او جـنون په مرحله کي نه وي سې د مال دولت او داسې نورو د حاصلولو په ميـنه کې بې احساسه بې ضـميره او حتى بې ايمانه سې بس موضوع به پـدې راټـوله کړم سې يو شاعـر وايي
پروت په ويـنو کي لت پت په پت کې ښه يم
نه د سرو زرو په تـخت کې چې بې پـــــــته

ومن الله الـتوفـــيـق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله شاه وطنپال

که غواړو سی په دواړوجهانونوکی کامیابی لاسته راوړو نوحقیقی مینه چی هغه دخدای ج اودهغه درسول سره ده اودخدای ج دمخلصوبندګانو سره خودامینه به یوازی دخبرو یادخولی له لیاری نه نه وی بلکه له زړه نه به وی درسول الله ص تول اقوال افعال ویناګانی به په خپل زان کی عملی کوو بیا به مونګ په محبینو کی شماریژو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x