افغانستان

ننګرهار: د ملي اردو عسکرو یو صراف لوټ کړی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت شينوارو لويه ولسوالۍ مارکو بازار اړوند سپين پله سيمه کې ملي اردو عسکرو نصيب الله په نوم صراف لوټلی.

په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو پاڼه خپره شوې، لوټل شوی صراف وايي چې عسکرو تر وهلو ټکولو وروسته ځیني ۷۵ زره امريکايې ډالر او ۱۱ لکه ریال سره د ۵ مبایلونو په زور اخیستې.

د ولسې خلکو يوه قومې مشر سليم شينوارى په مشرۍ طورخم جلال اباد لاره د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په شکل د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

قومې مشر سليم شينوارى وايې د ملى اردو هغه عسکر چې صراف يې لوټلى وه نيول شوې خو تر اوسه صراف ته پيسې بيرته نه دى سپارل شوي.

شينوارى وايې د يوي لنډى مودى لپاره يې طورخم جلال اباد لاره پرانستې او که يې غوښتنه ونه منل شې نو په بديلو لارو به غور وکړې.

صراف نصيب الله څخه څو مياشتې وړاندي هم د ننگرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ کې سيميزو پوليسو ٢٥٠ زره امريکايې ډالر په رڼا ورځ واخيستل خو تر اوسه دولت نه دي توانيدلې چې د سيميزو پوليسو څخه پيسې بيرته واخلې.

د شينوارو په لويه ولسوالۍ کې ياده پيښه په داسي حال کې رامنځته کيږې چې څه موده وړاندي يادى ولسوالۍ اړوند د ملې اردو کنډک په سل مترۍ کې یو صراف د نامعلومو وسلوالو لخوا د لوټلو وروسته په ډزو ووژل شو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x