writing

افغان ولس؛ ويده ولس – ليکوال: فاتح کاروان

تاريخ شاهد دی چې کومو ولسونو  د خپل راتلونکي په اړه غفلت کړی دی نو د غلامۍ تورو کندو ته ورلويدلي، خپلواکي او خاوره يې اشغال شوې آن تردې چې  د ځينو ولسونو  هويت هم له منځه تللې دی، په دې هکله که څه  هم  ولسونه ملامت دي خو په ولسونو کې بيا هغه خلک ډيره ملامتيا لري،

کومو ته چې په ولس کې د پوهانو په نظر کتل کيږي او تمه ترې کيږي، ځکه چې دا خلک د ولسونو د ويښتابه ستر مسؤليت پر غاړه لري،دوی باید ولسونو ته د راتلونکي په هکله  معلومات ورکړي، ویده ولسونه د ویښو لیکوالانو، نظامي مشرانو، علماؤ، سیاسي چارپوهانو او واعظانو په  وسیله را بیداره کیدای شي، دوی باید ولسونو ته  د آزادۍ قدر او قیمت څرګند او د غلامۍ له  تورو شپو يې د ژغورلو هڅه وکړي، همدې نقطې ته په پام  سره صلیبي غرب تل هڅه کړې چې  د اسلامي هیوادونو مذکوره طبقه په خپل لاس کې واخلي او آزاد اولسونه  د خپلې غلامۍ تر جغ لاندې راولي.

زموږ ولس  هم یو له هغو ولسونو چې څو څو ځله یې  پر حریم تیرې شوې، خپلواکي او خاوره یې غصب شوې، اولادونه یې وژل شوي  او په کراتو کراتو یې د هویت د له منځه وړلو شومې  خو ناکامې هڅې ترسره شوي دي.

افغان ولس چې په نړۍ کې  د غلامۍ نه منونکو ولسونو سر لارې بلل کیده په تأسف سره باید ووایو چې  په اوسني دور کې د ویدو ولسونو څخه یو دی، مبالغه به نه وي  چې ووایو: زموږ ولس خپل راتلونکې وړیا پلورلې دی، په دې معنی چې  د راتلونکي په هکله یې ویرونکي خاموشي غوره کړی ده، د خپلواکۍ د قد ر او قیمت په  هکله يې ځان ناخبره اچولې  او داسې مشران یې  د ځان لپاره خوښ کړي دي  چې په لوی لاس دوی د کفارو د غلامۍ تورې کندې ته ورټيل وهي!!

نږدې څوارلس کاله وشول  چې  د امریکا په مشرۍ صلیبي یرغلګرو  زموږ ځمکه او فضاء اشغال کړی ده خو زموږ ولس لکه څنګه چې تمه کیده  هغومره عکس العمل يې ښکار ه نه کړ، باید ولس پراخ پاڅون کړی وای ولې چې دا د دې ولس د راتلونکي او هویت  مسئله ده او  دا چې موږ مسلمانان یو نو زموږ دیني فریضه هم بلل کیږي چې د کفر ي یرغل پر ضد پاڅون وکړو، خو ولس مو اوس  هغسې چې باید وای  نه دی، د  دجالي رسنیو تبلیغاتو یې اذهان  فلج کړي او توانیدلي چې  زموږ د خلکو په  سینو کې د آزادۍ  وروستۍ سپرغۍ هم  نږدې مړي کړي!!

په دې کې شک نشته چې  د صلیبي یرغل پرضد لا هم مقاومت روان دی خو که خبره د ولسي پاڅون  شي روان مقاومت د دې ولس د یوې کوچنۍ  خو ویښې طبقې مقاومت دی نور ولس لا هم  د غفلت په خوبونو کې غرق تللې او د خپلو دښمنانو په تبلیغاتو یې  د باور ترڅنګ خپل رښتوني بچیان( مجاهدین) یواځې پریښي ،لازم ملاتړ یې نه کوي، او د خپلو رښتوني بچیانو د قربانیو په اهمیت او  ارزښت یې  تر اوسه سرونه نه دي خلاص شوي، هغوی چې  په تشو لاسونو یې  شاوخوا څوارلس کاله  د خپلې دیني او ملي فریضې په حیث د کفر پر وړاندې د جهاد او مبارزې سنګرونه تاوده ساتلي د ډیرو هڅو سره سره یې بیا هم و نه شو کړای چې ولس په راتلونکي خطرونو قانع کړي  کوم به چې  د وسله والې مبارزې د نه شتون په صورت کې راپيدا کیږي، روانه مبارزه یواځې د خپلواکۍ غوښتلو لاره  نه بلکې  الهي فریضه  هم  ده چې باید زموږ مسلمان ولس يې په اړه غفلت  و نه کړي.

هغه څه چې  موږ يې وایو ددې  معنی نلري چې ګواکې موږ  د خپل راتلونکي  په هکله نا هیلي شوي یو بلکې دا د  دې لپاره چې  خپل ولس مو د صلیبي استعمارګرو له شومو  او خطرناکو پروګرامونو باخبره ساتلې وي، د دې لپاره چې د مقاومت سنګرونه مو په ولسي ملاتړ  لا پیاوړي کړي وي، د دې لپاره چې  خپل ویده خلک  د غفلت له خوبه رابیدار او د آزادي غواړو مسلمانو حرکتونو په لیکو کې یې ودروو.

له یوې خوا صلیبي درنده ګانو خپلې وسله والې قواوې دلته  د تیارسۍ په حالت کې ساتلي او همیشه دې ته چمتو دي  چې  د خپل یرغل پر وړاندې هر راپورته کیدونکې غږ  د خلکو په ستوني کې وچ کړي، له بلې خوا يې  تبلیغاتي جګړه خورا توده ساتلې ده او داسې څیرې يې زموږ ولس ته د رهبرانو او اتلانو په  شکل  رامخ ته کړي دي چې  نه خو د دې ولس په درد او غم شریک وو او نه دي، مګر بیا هم د همدې  ولس خلک ورته چکچکې وهي او په خوښۍ يې د یو مشر په  حیث بدرګه کوي، دغه روبوټي او  غلامې څيرې په خورا ماهرانه ډول روزل شوي  چې دادې اوس یې په خپل مداریتوب ولس پر ځان راجمع کړی او  لا هم هڅه کوي  چې  ټول ولس  د آزادۍ او خپلواکۍ په هکله له جدیت نه را و ګرځوي!!

موږ یو ځل بیا له یوه  بحراني حالت نه تیریږو، مسؤلیتونه مو اضافه شوي ،  پرته له چون او چرا باید ومنو چې خپلواکي مو له لاسه ورکړی، ځمکنې او فضايي تمامیت  نلرو، دغرب په غیږ کې روزل شوي  پوچ  مغزي او  د اسلام نه  ناخبره خلک مو خپل  ژغورونکي  بللي، بې له شکه  چې موږ یوه ډيره خطرناکه لاره تعقیب کړی ده، زموږ د ولس مثال هغه چاته ورته دې چې  د ماینونو ډکې ساحې ته   ور داخل شوې وي خو په بیرته راوتلو سره یې  ۵۰ سلنه د وژل کیدا خطر وي  خو دې باید دا خطر په ځان ومني ځکه  چې  تر شا یې ډير نور خلک د ده د پلونو په تعقیب همدې ساحې ته ورداخليږي او که چيرته دې بیرته له دې خطرناکې ساحې رابهر نه شي نو هم به  یې ځان او هم به یې د ځان په څير بلا ډير نور خلک د مرګ په لومو کې راښکیل کړي وي.

موږ که سر له اوسه په خپله تګلاره   غور  و  نه کړو، خپل اتلان  او دښمنان سره بیل نه کړو په پای کې به یواځې  د پښیمانۍ او بې وسۍ اوښکې تویو چې هیڅ ګټه به و نه لري؛ اوس  نو هغه وخت رارسیدلې  چې  زموږ ولس  د دجالي یرغلګرو پر ضد رابیدار  شي ، د غفلت او بې پروايئ خوبونه پریږدي، د غرب د تبلیغاتي جګړې  له اثراتو ځانونه وژغوري او نور نو پرینږدي چې   د صلیبي یرغلګرو په چوپړ بوخت  ایمان پلورونکي یې  په  خپلواکۍ او هویت سودا وکړي.

هغه مبارزین او مجاهدین چې   په تشو لاسونو خو د ایمان په نه ماتیدونکي قوت یې  دا یوه نیمه لسیزه  د نړیوال کفر د اشغالګرو عسکرو پر ضد وسله واله مبارزه روانه ساتلې ده زموږ رښتوني اتلان دي، او زموږ  ولس ته  ښايي چې  د دې  رښتوني اتلانو سره اوګه په اوګه د غرب  د استعمارګرو پر ضد  مبارزه وکړي  او په دې ډول  خپل فرض مسؤلیت ادا کړي.

ولس مو باید په دې  وپوهیږي چې  د غربي رسنیو لخوا دې ولس ته  د اتلانو او مشرانو  په نوم ورپيژندل کیدونکي څيرې  زموږ ازلی دښمنان دي، هغه دښمنان چې په هیڅ صورت  د دې مظلوم او غیور ولس  خیر غوښتونکي نه دي، ولس باید نور د غفلت او خیال پلاوونو له نړۍ  راووځي او د خپلې خپلواکۍ او آزادۍ لپاره  پراخه مبارزه پيل کړي  که چيرته همداسې ویده پاتې شو نو راتلونکې به یې بې له شکه د یهودو او نصاراو له خوا ټاکل کیږي.

ليکوال: فاتح کاروان

———

د لیکوال د نظر سره د نن ټکی آسیا د نظر توافق حتمي نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د