اسامه بن لادن او طالبان

لیکوال : مصطفی حامد (ابوالولید المصري)

ژباړونکی : عبدالرحیم (ثاقب)

په افغانستان کې د اسامه د موجودیت سابقه

اسامه بن لادن په کال ۱۹۹۶ کې هغه مهال له سوډان څخه افغانستان ته راغی چې کابل لا د استاد رباني په مشري د مجاهدینو تر واک لاندې و.

یعني په افغانستان کې د اسامه بن لادن د شتون تاریخ د طالبانو د غورځونګ تر تأسیس تقریبا لس کاله وړاندې دی.

ځکه اسامه بن لادن په افغانستان کې هغه وخت شهرت وموند چې په کال ۱۹۸۷ م کې یې د پکتیا په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له شوروي عسکرو سره په یوه مخامخ جګړه کې برخه واخیسته او هغوی ته یې د سر درانه تلفات واړول.

د ځاځیو له دې مشهورې جګړې وروسته یې همالته د ځاځیو په دنګو غرونو کې د القاعده تنظیم بنسټ هم کیښود.

چې په دې سره ویلای شو القاعده تنظیم لومړنی عربي تنظیم دی چې له عربي هیوادونو بهر له شوروي ځواکونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان په خاوره کې تاسیس شوی دی.

په افغانستان کې د شوروي ځواکونو تر ماتې او پرشاتګ وروسته اسامه بن لادن خپل هیواد سعودي عربستان او له هغه ځایه سوډان ته ولاړی.

له سوډان څخه دوهم ځل افغانستان ته د اسامه بن لادن په راتګ سره سعودي عربستان ته د اسامه د سپارلو پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ سړه جګړه پیل شوه.

په ۱۹۹۸ کې د سعودي عربستان د استخباراتو ترکي الفیصل او د طالبانو د مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) ترمنځ د اسامه بن لادن پر سر شخړه راغله ، امیر المؤمنین ورته وویل چې تاسو خو له اسامه بن لادن څخه سعودي تابعیت اخیستی او په دې سره نوموړی اوس سعودی تبعه نه دی نو تاسو ولي سعودي ته د هغه په سپارلو ټینګار کوئ؟

تردې وروسته امریکایانو سعودي ته د اسامه د سپارلو په ځای واشنګټن ته د هغه د سپارلو خبره ټینګه کړه، په خاص ډول کله چې په افریقا (نیروبي او دار السلام) کې د امریکا په سفارتونو کې خونړۍ چاودنې وشوې ، امریکا د یادو چادونو تور پر اسامه بن لادن پوري او تر یادو چاودنو وروسته يي پر سوډان او افغانستان توغندويي بریدونه هم وکړل.

پر افغانستان د امریکا توغندويي برید د احتمال قوي کړ چې که هغوی نورهم د بن لادن په اړه څه اقدام کوي نو هغه به د همدې توغندويي برید په چوکاټ کې محدود وي ، نه دا چې امریکايي ځواکونه دي پر افغانستان برید وکړي او هغه دې اشغال کړي.

په افریقا کې تر چاودنو وروسته د۲۰۰۰ کال د اکتوبر په ۱۲ القاعده تنظیم د یمن په سمندري بندرګاه کې پر امریکايي بیړۍ یو اس اس کول (USS Cole) سرښندونکی برید وکړ چې له امله يي ۱۷تنه امریکايي ماڼوګیان( سمندري پوځیان) مړه او ۳۹ تنه ژوبل شول.

خو امریکا دا ځل سره له دې چې د افریقا د بریدونو په نسبت په دې برید کې ډیر امریکایان وژل شوی و هیڅ کوم غبرګون نه وښود

د یمن د برید په اړه د امریکا نه غبرګون ښودل نورهم دا حدس پوخ کړ چې امریکایان ښايي د القاعده تنظیم د هرډول کړنو په مقابل کې په افغانستان کې د اسامه په اړه کوم غبرګون ونه ښيي.

امریکا ولي د بن لادن په اړه د طالبانو هر وړاندیز ته منفي ځواب وایو؟

په کال ۲۰۰۰ کې کله چې طالبانو د کوکنار په کرکیلي بندیز ولګاو او د امیر المؤمنین په یوه فرمان سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کرل بند شول امریکایانو له طالبانو مستقیم وغوښتل چې اسامه بن لادن هغوی ته وسپاري، خو طالبانو دا وړاندیز رد او په مقابل کې یې له امریکا وغوښتل چې کوم اسناد او شواهد چې تاسو یې په خپلو اهدافو باندې د اسامه په ښکیلتیا لرئ هغه د اسلامي امارت عدلي او قضايي مراجعو ته وسپارئ.

مګر امریکا په ډیر تکبر سره په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته ولیکل چې مونږ ستاسی پر قضايي مراجعو باور نه لرو ، ځکه ستاسي قضايي مراجعو ته د اسامه بن لادن د سپارلو خبره هم نه منو درسره.

په دې اثناء کې د امارت له لوري په غیر مستقیم ډول اسامه بن لادن ته سپارښتنه وشوه چې د افغان ولس او اسلامي امارت د منافعو د خوندیتوب په خاطر که په خپله خوښه د افغانستان په ځای د ځان اوسیدنې لپاره پر یوه بدیل ځای غور وکړي دا به ورته ښه وي.

اسامه هم دا سپارښتنه غوره او د دې تکتیک د عملي کولو لپاره یې عملا څه وخت ځان هم ورک کړ ، چې وروسته یې په غیر مستقیم ډول د رسنیو له لوري ځای ځایګی افشاء او په مجموع کې دا پروسه ټوله نا عملې شوې پاتې شوه.

په ۲۰۰۱ کال کې چې کله اسامه بن لادن پوه شو چې نور پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو د طوفان پایلې په شروع کیدو او ښايي د افغانستان په اړه یې د افریقا او په یمن کې د امریکايي بیړۍ تر چاودنې امریکايي غبرګون ډیر سخت او توند وي نو یې د افغانستان پریښودلو هڅه وکړه.

نوموړي زه (لیکوال) هم په خپل دې تصمیم خبر کړم چې دی له افغانستان څخه د ډیورنډ کرښې پوري غاړې قبائلي سیمې ته د تګ اراده لري.

ما دا مهال په کندهار کې د الجزیره تلویزوني شبکې د دفتر د مسؤل په توګه دنده لرله ، د اسامه له دې خبر سره سم مي د الجزیره مرکزي دفتر ته خبر ورکړ چې که ماته اجازه راکړي چې له خپل مطبوعاتي ټیم ، (ویډیویي عکاس او د ویډیو لیږلو له ټولو وسائلو) سره یوځای له اسامه سره د هغه په دغه خروجي سفرکې ملګرتیا وکړم.

د الجزیره مرکزي دفتر هم زما په دې وړاندیز توافق وښود ، مګر اسامه بن لادن یو په یوه له افغانستان څخه د وتلو تصمیم بدل کړ او د الجزیره له مطبوعاتي ټیم سره د مرکې په ځای یې له ام بي سي ( m.b.c)ټلویزوني شبکې سره اوږده ټلویزوني مرکه وکړه چې د هغې په ترڅ کې یې امریکا ته د هغوی پر اهدافو باندې د لویو حملو تر سره کولو ګواښونه وکړل…

امریکایانو هم په مقابل کې د پاکستاني چارواکو په وسیله د اسامه د سپارلو په اړه خپل ګواښونه ګړندي کړل ، چې د نه منلو په صورت کې به یې د ترخو پایلو پړه د امارت پر غاړه وي ، خو د طالبانو مشر بیا هم له امریکایانو وغوښتل چې که تاسو د اسامه په اړه هرڅه لرئ هغه زمونږ له عدلي او قضايي مراجعوسره شریک کړئ .. ځکه له شواهدو او اثبات پرته مونږ یو مسلمان کافرانو ته نشوای سپارلای.

اسامه بن لادن ته څه کول په کار و؟

اسامه بن لادن دا مهال په یوه مشهور نړیوال شخصیت بدل شوی و ، د افغانستان د پخواني جهاد په مهال یې له ډیرو جهادي قومندانانو سره تعارف شوی او د افغانانو په زړونو کې یې هم ځای نیولی و.

په نړیواله خاصتا د عربي نړۍ په کچه دومره مشهور و چې د عربي هیوادونو رسمي واکمنان یې یو هم کچې ته نه شوای رسیدای؛ ځکه هم په سوډان او هم تر هغه وروسته په افغانستان کې د نوموړي د اوسیدو پر مهال د نړیوالو مطبوعاتو ډیر ترکیز د ده د وضعیت او سیاسي فعالیت په اړه متمرکز و.

حتی په عربي نړۍ کې له ځینو سره دا ذهنیت موجود و چې په افغانستان کې اصلی واکمن بن لادن دی.

زما نظرهماغه وخت دا و چې اسامه بن لادن چې هرڅرنګه وي باید له رسنیو او مطبوعاتو لیري چیرته پټ تر نظارت لاندې وساتل شي ، تر څو دی و نه کړای شي د امارت له خوښې او اجازي پرته له رسنیو سره خلاصي مرکې وکړي.

ما خپل دا نظر په کال ۱۹۹۷ کې په یوه خاصه ناسته کې چې زما او د اسامه ترمنځ د خوست په جهاد وال غونډ کې تر سره شوه د خوست تر لومړي کانفرانس څو شیبې وړاندې شخص اسامه بن لادن ته هم ووایه.

ما ور څخه وپوښتل چې که ته د طالبانو د مشر په ځای وای او هغه ستا په ځای او بیا يي ستا له اجازې او خوښې پرته دغسي کانفرانسونه ورکولای ایا تا به اجازه ورته ورکړې وای؟

اسامه بن لادن چې په خبرو کې ډیر صریح او ریښتیا ویونکی و، ما ته يي په ځواب کې وویل چې نه ما به هغه ته د دې اجازه نه ورکړې چې داسې کانفرانوسونه دائر کړي.

دا چې زما او د اسامه ترمنځ ملګرتیا ډیره پخه او هره خبره مو ترمنځ ښکاره وه ، نو ما په ځواب کې ورته وویل:

که زه د طالبانو د مشر په ځای وای ما به حتما ته په توقیف خانه کې تر توقیف او نظارت لاندې نیولی وي چې له هیچاسره دې د مرکو او مصاحبو فرصت نه لرلای .

د ده ترخه خندا په خوله راغله او بیا په جهاد وال غونډ کې د کانفرانس ځای ته روان شو…

ما عین همدا خبره څو ځله د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد (متوکل) ته هم وکړه او له هغه څخه مي وغوښتل چې زما دا غوښتنه زما له لوري امیر المؤمنین ته ورسوي ، نوموړي به هرځل په خندا سره ژمنه را سره کوله چې زه يي رسوم او فکر کوم چې عملا یې زما دا غوښتنه هغه ته رسولې هم وه ، ځکه زه پوهیدم چې نوموړي لما سره په دې نظر کې همنظر دی.

ما هغه مهال هم اسامه بن لادن او هم د طالبانو خارجه وزیر ( مولوي متوکل ) ته دا خبره تشریح کړه چې د اسامه د څرګندونو له وجې نور هم د افغانستان او هم حتی خپله د اسامه بن لادن خوندیتوب له خطر سره مخامخ دی .

حتی زه دې ته فکر وړی وم چې امریکا ولي د اسامه په اړه له دومره زغم څخه کار اخلي چې د هغه له ټولو دغو تصرفاتو سره سره بیاهم د هغه په اړه کوم جدي غبرګون نه ښيئ؟

زه خبر نه وم چې امریکا هغه مهال پر افغانستان باندې د عادي توغندویو ویشتلو په ځای د ټول افغانستان د اشغالولو په پلان لګیاوه ، ځکه یې خپل پلان په ښه ځنډ تر سره کاوه .

د سپتمبر تر پیښو وړاندې چا دا فکر نه کاوه چې امریکا به د اسامه بن لادن په سر پر افغانستان یرغل کوي او ټول افغانستان به اشغالوي ، بلکې دا یو حدس و له خلګو سره چې ښايي یواځې د اسامه د اوسیدو ځای د امریکایانو لخوا په نښه او توغندي ورباندې وویشتل شي.

ځکه ټولو خلګو دا ویلو چې په افغانستان کې داسې څه وجود نه لري چې هغه دې د امریکايي توغندویو په قیمت وارزي.

فقط یواځینی تعمیر چې د امریکايي توغندي معادل قیمت لري هغه په کابل کې د انټرکانټیننټل هوټل دی چې په نسبي ډول د جګړو له ضرره روغ پاتي دی نور خو هرڅه په افغانستان کې مخکي ترمخکي په ویرانو بدل شوي.

داسلامي امارت غوښتنه

اسلامي امارت هم په خپل وار سره په مکرر ډول له اسامه بن لادن څخه غوښتي و چې د افغانستان خاروه د چا پرخلاف و نه کاروي او نه له دې ځایه د خپلو مخالفینو په ضد تهدیدوونکې مطبوعاتي څرګندونې وکړي.

دا چې اسامه خپله یو جهادي شخصیت او ټولو ورته د جهاد د وخت د یوه قهرمان په سترګه کتل نو امارت دا مناسبه نه ګڼله چې نوموړی دي تر توقیف او اجباری نظارت لاندې ونیسي اوله نوموړي سره دي د خلګو پرتګ راتګ او ملاقاتونو بندیز ولګوي .

تر ټولو غوره خبره دا وه چې اسامه خپله خپل ځان او حرکات کنټرول کړي او داسې تصرفات یې نه وای کړي چې ټولو ته د دومره لوی سرخوږي لامل شوي وای.

خدای تعالی دي پر اسامه بن لادن رحمت وکړي ، د لویو شخصیتونو اشتباهات د دوي د لوي والي په اندازه هغومره لوی او خطرناک وي .

هغوی ته چي کوم ګواښونه او مشکلات متوجه وي د هغو لوی والی یې د دوي د شخصیت د لوي والي او د دوي د اشتباهاتو په کچه غټ او خطرناک وي ، کاشکي له دغه ډول لویو مشکلاتو سره د مخامخ کیدو په صورت کې د هغوی تجربې هم ور سره دغومره لويې شي …

پای

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د بن لادن په هکله نور بحث به ستړی کېدونکی وی.

اورتور
میلمه
اورتور

اسامه خپل لویوالۍ یاکوچنیوالۍ باید پخپل سعودی یا یمن کی ښوولۍ وای. دپښتنو پرځمکه (که لره ده او که بره) دی فرمایشی ### ته اصلأ هیڅ اړتیا نه وه.

سلیم گوربز
میلمه
سلیم گوربز

لر او بر تول د مسلمانانو دی
پشتون چی کلمه ور سره نه وی فقط یو خر دی فقط
همدا کلمه ده چی پشتون ته یی عزت ورکری دی
او تول تاجک امریکایی او روسیان زمونژ ورونه دی خو چی مسلمانان وی.

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

الله دی د جنتونو سردار کړی رییښتیا چی د اسلامی نړی اتل وه د هغی ورځی په تمه چی داسی یو څوک په اسلامی نړی کی پیداشی چی د خدای بښلی شیخ اسامه او د نورو اتل مجاهدینو غچ له دی شیطانی امریکا څخه واخلی او د امریکا ریس چمهور په کابل کی په دار وزړول شی.انشاالله دا زما ستر آرمان دی الله ته می دا آرمان پوره کړی له خیره سره .

کریم الله الِغریب
میلمه
کریم الله الِغریب

خودرا بسیار بزرگ معرفی کردی محترم ولی بسیار یک تحلیل ضعیف نمودی از اوضاعی سیاسی افغانستان در همان وقت…مصطفی حامد (ابوالولید المصري)

أور تور
میلمه

مننه ګرانه چلونکې.ژوند ژوند.

جان
میلمه
جان

برادر کریم الله الِغریب
سلام علیکم ورحمه الله
خوب گفتید تحلیل ضعیف نمود، چرا شما تحلیل قوی آن وقت را برای ما شرح نمیدهید؟