
آی پي ایل: دهلي لوبډله بهر او د راشد لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د دهلي لوبډله له سیالیو بهر او د راشد خان لوبډله دهلي ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو یا نیمه پایلوبې «پلی آف» ته ووتله.
د شیکر دهاون او کین ویلیمسن په زړه پورې توپوهنې یې لوبډله «سنرایزز حیدر اباد» د ۲۰۱۸م آی پي ایل دویم پړاو ته وویستله، چې په دې سره لومړۍ لوبډله شوه پلی آف پړاو ته یې لار وموندله.
په دغه لوبه کې چې دهلي لوبډلې لومړی ښکلې توپوهنه وکړه، او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو د ریشاب فینټ په زړه پورې سلیزې ۱۸۷ منډې جوړې کړې چې مخالف لوبډلې ته یې د ۱۸۸ منډو ستر هدف وټاکه.
د توپوهونکو لخوا یوازې شکیب الحسن ۲ ویکټې ترلاسه کړې او پخپلو ۴ اورونو کې يې ۲۷ منډې ورکړې، بله ویکټه بهوونیشور کمار واخیسته، خو نوموړي پخپلو ۴ اورونو کې ۵۱ ډېرې منډې ورکړې، راشد خان په ویکټه اخیستلو بریالی نشو، او په ۴ اورونو کې يې ۳۵ منډې ورکړې.
په ځواب کې کین ویلیمسن او شیکر دهاون د ۱۷۶ منډو ستره او مسوولانه ملګرتیا ترسره کړه، چې دهلي لوبډلې ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، او ټاکلی هدف یې ۷ توپونه وړاندې د ۹ ویکټو په توپیر پوره کړ، او دهلي لوبډله یې له ۲۰۱۸م آی پي ایل سیالیو بهر کړه.
شیکر دهاون له پېله تر پایه ولاړ وو چې په ۵۰ توپونو یې د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، همدا ډول کین ویلیمسن په ۵۳ توپونو د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۸۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، شیکر دهاون د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.