دیني، سیرت او تاریخ

دمغفرت اسباب (۱)برخه

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
له انسان څخه گناوي کېږي اوهرانسان دېته اړدی چي بايددخپلوگناهونودبخښل کېدلولپاره په ژوندکي هڅي وکړي.
په دې هکله زه غواړم چي ځيني داسي کارونه وليکم چي په هغوسره دانسان گناهونه بخښل کېږي.

ددغوکارونوپه ترسره کولوکي بايدهرڅوک کوښښ وکړې څوالله پاک موخطاوي رامعاف کړي.

۱:استغفار:(له الله پاک څخه بخښنه غوښتل)په دې سره الله پاک گناهونه بخښي.

 الله تعالى فرمايي:{ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ}.(الزمر:۵۳)

(ورته ووايه!اې زماهغوبندگانوچي پرخپلوځانويې ظلم کړی دالله له رحمته مه ناهيلي کېږئ!يقينًاالله ټول گناهونه بخښي بې شکه هغه ډېربخښونکی مهربان دی!!

په دغه مبارک آيت کي ټولوگناهگاروته بلنه ورکول شوې چي دوی دي الله پاک ته توبې اوباسي الله پاک به يې گناوي ور وبخښي.

په بل ځای کي فرمايي : {وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ (آل عمران:135)}

(اوهغوی چي کله څه لويه گناه اوياپرځانوظلم وکړي نوالله يادکړي اودخپلوگناهونوبخښنه وغواړي اوله الله نه پرته څوک دی چي گناه بخښلی شي؟او(هغوی)په خپلوکړيو(گناهونو)ټينگارهم نه کوي کله چي دوی پوهېږي!!

الله پاک په دې آيت مبارک کي دجنتيانوداصفت بيان کړی  چي دوی داسي څوک دي  چي کله ترې گناه وشي نو ورپسې توبه باسي.

الله پاک دغوکسانوته په ورپسې آيت کي دمغفرت زېری ورکړی دی.

په بل ځای کي فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (النساء:48)}.

(يقينًاالله دانه بخښي چي دده سره شرک وشي اوله دې پرته(نورگناهونه)چاته چي وغواړي بخښي يې اوڅوک چي دالله سره شرک کوي نوبې شکه چي هغه لوی درواغ جوړکړل!!

په دې مبارک آيت کي الله پاک فرمايلي چي څوک دالله  سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي شرک يې ورسره کړی وي نوبخښنه نه ورته کوي   اوترشرک کښته نوري گناوي چاته چي يې بخښل وغواړي وربخښي يې.

په بل ځای کي الله پاک دنوح عليه السلام خبره چي خپل قوم ته يې کړې وه رانقل کړې فرمايي:{فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (سورة نوح10)} .

(نوماورته وويل:چي له خپل رب څخه موبخښنه وغواړئ هغه يقينًاډېربخښونکی دی!!

په بل ځای کي الله پاک فرمايي : {وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا (النساء:110} .
(اوچاچي بدي وکړه اوياپرخپل ځان ظلم وکړي بياله الله پاک نه بخښنه وغواړي نوالله به بخښونکی مهربان ومومي!!

په دې آيت مبارک کي الله پاک دخپلي مهربانۍ په هکله خبرورکړی چي څوک هغه ته دهري گناه په هکله توبه اوباسي نوتوبه يې قبلوي.

په دې هکله احاديث ډېرزيات راغلي دي چي موږترې يودلته ذکرکوو:

وعن أبي موسَى عبدِ اللهِ بنِ قَيسٍ الأشْعريِّ – رضي الله عنه – ، عن النَّبيّ – صلى الله عليه وسلم – ،قَالَ : (( إنَّ الله تَعَالَى يَبْسُطُ يَدَهُ بالليلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ ، ويَبْسُطُ يَدَهُ بالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيلِ ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِها )) رواه مسلم .
له حضرت ابوموسی اشعري-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:الله تعالی(بلاکيف)خپل لاس دشپې اوږدوي څودورځي بدي کوونکی توبه اوباسي اودورځي خپل لاس(بلاکيفه)اوږدوي څودشپې بدي کوونکی توبه اوباسي ترهغه چي لمرله مغربه راخېږي!!

يعني که څوک دشپې توبه باسي اوکه دورځي په هروخت کي يې الله پاک توبه قبلوي ترهغه چي لمرله مغربه راخېږي.
مطلب موداوو چي استغفاراوتوبه دگناهونودمغفرت له اسبابوڅخه يومهم سبب دی.
(نوراسباب به ان شاءالله تعالی بياوليکو.)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x