ورزش

آیرلینډ لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه نن د پاکستان پر وړاندې پېلوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غویي، ۱۳۹۷ل): آیرلینډ کرېکټ لوبډله به نن خپله لومړۍ تاریخي سیالۍ د پاکستان لوبډلې پر وړاندې نن پخپل کوربه توب پېلوي.

دغه لوبه چې د پاکستان پر وخت ۳ بجې او د افغانستان پر وخت ۲:۳۰ بجې پېلیږي، د آیرلینډ په ډبلن ښار کې ترسره کیږي.

آیرلینډ او افغانستان کرېکټ لوبډلو تېر کال د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې وروسته یې د ټیسټ سیالیو درجه هم ترلاسه کړه، چې آیرلېنډ د پاکستان سره او افغانستان به د هند سره خپله لومړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ ترسره کوي.

پاکستان د آیرلېنډ پر وړاندې د یو ټيسټ لوبې لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه، چې لاندې لوبغاړي په کې شامل دي:

سرفراز احمد (لوبډلمشر)، اسد شفیق، اظهر علي، بابر اعظم، حارث سهیل، فهیم اشرف، امام الحق، فخر زمان، محمد عباس، محمد عامر، راحت علي، شاداب خان، سعد علي، سمیع اسلم او عثمان صلاح الدین شامل دي.

له بل اړخه د آیرلینډ لوبډلې خپله لوبډله څو ورځې وړاندې اعلان کړې وه، چې لوبډلمشري يې ویلیم پورترفیلډ ترسره کوي، او د پال سټرلینګ په ګډون، نیل او کیوین اوبراین وروڼه او همدا رنګه ټیم مرتاغ او نور شامل دي.

پاکستان د آیرلینډ لوبډلې نه پخوا هم په نړیوال یو ورځني جام سیالۍ کې ماتې خوړلې وه چې له امله یې پاکستان لوبډله له هغې نړیوال جام څخه هم بهر شوې وه، او اوس ویره لري چې آیرلینډ پخپل لوبغالي کې ماتې ورنکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x