نظــر

د ړوند دجال فتنې / لومړۍ برخه

ابو یاسر افغان

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه فرمایي: لم یعرف الاسلام من لّم یعرف الجاهلیّة.

هغه چا اسلام په درست ډول نه دی پیژندلی چا چې د اسلام سره ټکر کوونکي (نظرونه) و نه پیژندل. راځۍ چې په اوسني وخت کې د اسلام پر وړاندې د ترټولو سترې فتنې (ړوند دجال) په هکله لږ په غور سره هغه معلومات ولولو چې په حقایقو او شواهدو بنا دي.

نن سبا چې څومره په تیزۍ سره د دجال د راتګ لپاره لاره جوړونه کیږي تر دې مخکې داسې حالت نه و راغلی.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: د آدم علیه السلام له زیږېدا نه وروسته بیا د قیامت تر ورځې پورې له دجال څخه بله لویه پېښه (فتنه) نشته. “مسلم او بخاري شریف”

همدا ډول په بل حدیث شریف کې راځي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر پیغمبر خپل امت د دجال له فتنې څخه ویرولی خو زه تاسو ته داسې د دجال په هکله یوه داسې خبره کوم چې مخکې چا نه ده کړې او هغه دا چې د دجال به یوه سترګه وي. یعني هغه به یوې سترګې والا وي. “ترمذي شریف، ابواب الفتن”

لکه څرنګه چې د باچا له راتګ نه وړاندې د باچا نوکران خلکو ته خبر ورکوي شور جوړوي او خلکو ته د باچا د هرکلي ترغیب ورکوي، په همدې ډول د دجال د راتګ په هکله د دجال ملګري او د دجال همکاران دنیاوالو ته له وړاندې په شور او زور سره خبر ورکوي یعني نښې او علامې را ښکاره کوي په عملي توګه خلکو ته د دجال راتګ ور په زړه کوي، زیری ورکوۍ، داسې چې خلکو ته دجال یوه فتنه نه بلکې یو ناجي ور پیژني، ځکه خو نن ورځ موږ ګورو چې اکثریت خلک د دجال په فتنو کې خبر او ناخبر اخته او لویدلي دي.

د ړوند دجال د راتګ زیری د کمپیوټر، مبایل، کیبل، سنیما، ویډیو کیمرې او ویډیو ګیم په واسطه نړۍ او نړیوالو ته ورکول کیږي (دا ټول د یوې سترګې درلودونکي وسایل دي) او د دې ټولو په توسط هڅه کیږي چې دجال نړۍ ته د یوه ژغورونکي په حیث ور و پیژندل شي.

د امریکا د تر ټولو ستر فلمي شرکت Times Warner ټایمز وارنر انتخابي نښه یا Logo یوه سترګه ده، همدا ډول د امریکا د مشهور تلویزیون CBS نښه یا Logo هم یوه سترګه ده چې د دجال سره د میني ښودلو او همغږۍ په معنی ټاکل شوې ده.

تر ټولو غټه نښه هغه په امریکایي ډالر چپ اړخ ته وګورئ چې یو اهرام جوړ او اهرام د پاسه په واضح ډول د یوې سترګې نښان جوړ شوی دی؛ اهرام نیمایي تر سترګې لاندې او نور لا پاتې دی، دا په دې معنی چې د دجال د راتګ په لاره کې لا څه کارونه پاتې دي.

تر هغې اهرام لاندې په کوم چې د یوې سترګې نښه ده، لیکل شوي: Novs ordo Seclorum یعني د نړۍ لپاره نوی نظام…. د دغې یوې سترګې د لاندې لیکل شوي عبارت څخه موږ ته په ښه ډول معلومیږي چې د نوي نظام نه مطلب دجالي نظام دی. دا چې د دجالي نظام اثرات به پر مسلمانانو څه ډول وي، په راتلونکو څو کرښو کې پرې لږه رڼا اچوو.

پر دنیا د نظر ساتلو لپاره یوه سترګه ټاکل کیږي دا ډېره سرسري او سطحي موضوع ده په دې معنی چې د لیدلو او ښه دقیق نظر لپاره خو الله جل جلاله انسان ته دوه سترګې ورکړي دي لکه چې الله جل جلاله فرمایي:

أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ – سورة البلد ۸ ایت

ايا موږ هغه (انسان) ته دوې سترګي نه دي ورکړي.

موږ ټول د انسانانو په حیث د روح او جسم دواړو څخه مرکب یو، خو د یو سترګي دجال او د هغه د بنده ګانو نظر یواځې د اجسامو پر ظاهري جوړښت وي، موږ او تاسو که خپل شاوخوا ته وګورو د جسمي سکون ډېر زیات او ډول ډول وسایل به راته ښکاره او څرګند شي، خو د روحي سکون لپاره په دغه پرمختللیو وسایلو کې څه نشته او د دنیا په بازارونو کې د روحي سکون وسایل نه خرڅیږي.

په سورة احزاب ۳۳ ایت کې الله جل جلاله فرمایي:

وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجٰهِلِيَّةِ الْأُولٰى وَأَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَءَاتِينَ الزَّكٰوةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ

ژباړه: پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ، او د تېر جاهلي دور غوندي سينګار کړي، بې سَتره مه ګرځئ. لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ.

کله چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د حضرت ابن عباس رضی الله عنهم څخه په دغه ایت کې د جاهلیه.. د لفظ مطلب او معنی و پوښتله نو ابن عباس رضی الله عنهم ورته وفرمایل: و هَل هُناک أَوْلی اِلّا وَ هُناکَ اخرةَ.

آیا داسې څه شته چې سر یې وي او اخر یې نه وي؟

مطلب دا چې مخکې جهالت و، د جهل تورې تیارې وې، فتنې وې او فسادونه وو، قیامت ته په نږدې وخت کې به بیا هماغه ډول جاهلیت او د جاهلیت کارونه پیل او رواج شي؛ نن موږ او تاسې له همداسې یوه دور څخه تیریږو چې د فتنو او فسادونو سیورې په نړۍ را خپور شوی او هره ورځ موږ د نویو نویو خطرناکو فتنو لیدونکي یو.

د اوسني وخت په هکله د ابن حبان په سند سره رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ویکونُ حلیمٌ حیران.

حلیم النفس او صابره انسانان به حیران او پریشان وي. نن ورځ که وګورو یقیناً هماغه حالت راغلی، د ایمان او وجدان خاوندان زیات پریشان او خفه دي، خو د شیطان پیروان دغه حالت په خپله ګټه اړولو کې په تیزۍ سره کار کوي او د دجال د راتګ لپاره لاره پاکوي.

په اسلامي امت کې د تلویزیون، مبایل او انټرنیټ لیونۍ مینه ورځ تر بلې زیاتیږي.

د یو نبوي حدیث په استناد سره د حضرت علي کرم الله وجهه یو قول مبارک دی هغه فرمایي:

لترفَعُنَّ رأْیَةُ الفساد فوق کل بیتٍ”

قیامت ته په نږدې وخت کې به په هر کور د فساد جنډه رپیږي…

که په غور سره وکتل شي نو واضحه ده چې نن سبا پر هر کور د شیطان جنډه ( د ټي وي او کیبل آنتن) ولاړ دی الا ماشاءالله، او شک نشته چې دا هماغه د فساد جنډې دي، کومو ته چې حضرت علي کرم الله وجهه د یو حدیث په دلیل سره اشاره کړې ده، دا چې د دغو جنډو د لاندې کوم فسادونه تر سره کیږي دا نو اوس وخت کې هر چاته ښه او بهتر معلوم دي، تلویزیون زموږ څخه لمونځونه پاتې کړل، د کورنیو تر منځ د میني او محبت فضا یې بدله کړه، ماشومان او نوي ځوانان او پیغلې یې راته بې لارې کړې، په کورونو کې مو غربي موډ او فیشن د همدغې دجالي سترګې په مرسته عادت او رواج جوړ شو، دا یوه سترګه(تلویزیون) دی چې د اخلاقي فساد په ترویج کې تر ټولو مؤثره وسیله ثابته شوې ده، خو مسلمان د خپل دین او اخرت نه ناخبره په ډېره خوشحالۍ په پور پیسې پیدا کوي، خو دا یوه سترګه په کور کې لګوي او شیطاني جنډه( د تلویزیون او کیبل آنتن) په ډېره سپین سترګۍ د خپل کور پر بام پورته کوي، دا ځکه خو نن سبا په کورونو کې راحت نشته او د فساد مرکزونه ترې جوړ دي.

ځوانان او پیغلې مو وګورئ دعوه د اسلام کوي، خو د اسلام نه ناخبره دا فساد ځپلی نسل تمامه ورځ په لهو لعب اخته وي، یا په لوبو، ګیمونو او ساعت تیرۍ اخته وي او یا یې په غوږونو کې هینډ فریانې یا ګوشکي ایښي او کرۍ ورځ او شپه موسیقي اوري په دې معنی چې موسیقي یې د ژوند یوه مهمه او نه بیلیدونکي برخه جوړه شوې ده!!

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې د نني حالت په اړه خپل امت ته خبرداری ورکوي او فرمایي: یرقصون اللیل و علی الرؤس من المعاذف…الحدیث

یعني خلک به د شپې رقصونه کوي او د موسیقۍ آلات به د هغوی پر سرونو نصب وي.

اوس خو د نیټ او کیبل فتنه دومره عامه ده چې پر هر دویم کور د کیبل آنتن نصب شوی دی او خلک په ډېر فخر سره د دې ګناه په ترسره کولو لګیا دي، حال دا چې په ګناه فخر انسان کفر ته رسوي.

د مبایل تلیفونونو زیاتوالی او ارزاني موږ ته را ښایي چې د جال هر یوه د یوې سترګې درلودونکي فتنه به له مخکنۍ فتنې څخه میدان وړي، نن سبا زیاتره خلک د حج په مراسمو کې هم د هرې شیبې او لحظې عکس او ویډیو اخلي بیا یې خلکو ته ښکاره کوي، ځکه خو د عبادت نه هم اوس څوک خوند نشي اخیستلای د دې فتنې تعریف یهودي رسنۍ اسوشیټيډ پریس آژانس په ۲۰۰۵ کال د جنورۍ په ۲۰ نیټه داسې خپور کړ:

The Haj goes hi tech

حج اوس په نوې ټیکنالوژۍ سمبال شوی دی…. آژانس په فخر سره د هغو حاجیانو په هکله ولیکل چې دوی سره سیار یا ګرځنده مبایلونو کې په داسې حال کې چې دوی د حج مراسم ادا کول، د مایکل جکسن سندرې او کلیپونه موجود وو!!

فکر وکړئ چې د حج په څېر په جامع العبادات فریضه کې هم مسلمانانو دومره د غفلت ښودنه وکړه نو پاتې څه شول؟؟ د وسایلو او ټیکنالوژۍ کارول په خپل ځای کې بد کار نه دی، خو کله چې همدا وسایل او ټیکنالوژي زموږ او زموږ د دین، عبادت او زموږ د خالق ترمنځ خنډ جوړیږي، موږ د دین او عبادت له خونده محروموي، نو بې له شکه چې دا بیا خطرناکه فتنه ده.

تاسو لږ فکر وکړې په داسې یو حالت کې چې فقر او بیکاري د دې وخت یوه تر ټولو جدي او لویه ستونزه ده، میلیونونه خلک د مرضونو څخه مري او په سلګونو ډوله مرضونو بشریت او د حیواناتو عالم ته لوی ګواښ جوړ کړی، دا ټولې ستونزي نړیوال او بیا غربي هیوادونه ګوري، خو د دې ستونزو د ختمولو لپاره هیڅ نه په کار کیږي، مګر بلخوا د ښځو د حقوقو په نوم د ښځو څخه د ناروا ګټې اخیستنې، شرابو، مبایلونو، انټرنیټ، کیبل نیټورک او… قیمتونه ورځ تر بلې را لویږي او لا هم غربي قوتونه دغه ورځ تر بلې لویدونکو قیمتونو ته د جدي ستونزي په نظر ګوري او هڅه یې دا ده چې که دغه په ظاهره جسمي اراموونکي اشیاء بیخي وړیا شي نو هر څه به ګل او ګلزار شي، دا د تعجب وړ نه ده؟ ملګري ملتونه او د دې سازمان اړوندې ادارې ولې د زرګونو میلیونونو غریبو خلکو لپاره د لومړنیو مرستو او د بې روزګاره خلکو لپاره د کارونو پیدا کولو ښېګڼه نه کوي؟ ځکه چې دې سره خو فحاشي نه زیاتیږي کنه، بیا خو د دجال اهداف نه تر لاسه کیږي، فکر وکړئ او وګورئ چې دجالي قوتونه څه ډول بشریت د دجال په لومو کې را ایساروي، د فحشا، لوږې او مرضونو مهلکې بلاوې یې په بشریت ور خوشې کړي او زرګونه میلیونه خلک یې غربي هېوادونو ته د سوال په لاس نیولو مجبور کړي دي.

راځئ یو بل تریخ حقیقت ته هم لږ نظر وکړو، هغه دا چې د حق او د باطل ترمنځ همیشه کشکمش دوام لري، د باطلو قوتونو حربې په ظاهره بدلیږي خو په حقیقت کې هماغه زړې حربې دي، لکه د موسی علیه السلام پر وړاندې چې فرعون د وخت لوی جادوګران را وستل، قرآن کریم د هغې واقعې یادونه کوي:

سُورَةُ الاٴعرَاف : ۱۱۶ ایت

قَالَ أَلْقُوا فَلَمَّآ أَلْقَوْا سَحَرُوٓا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَآءُو بِسِحْرٍ عَظِيمٍ

موسى (ع) ځواب ورکړ: “تاسي یې وغورځوئ.” – هغوى چي د خپلو منترونو په ويلو (خپل پړي او لکړي) وغورځولې، نو په سترګو يې چادو وکړ او زړونه یې په وېره کښي واچول او ډيري غټې کوډي یې وکړې.

نن هم وګورئ چې دجالي قوتونه څه ډول بشریت ته په سترګو کې خاورې اچوي، د مرستو په نوم دښمني ورسره کوي، د بشریت چشم بندي د دوی پخوانۍ حربه ده، آیا د هالي ووډ په معنی پوهیږئ؟ هغه چړې چې پر خلکو جادو کوي!!

په دې به هم حیران شئ چې د دغې سترې غربي فلمي کمپنۍ اکثریت کار کوونکي د سیکالوژۍ په علم سمبال دي او هغوی د انساني کمزورۍ په نظر کې نیولو سره داسې فلمونه جوړوي چې په لیدونکو بد اثرات پرېباسي، همدا فلمي دجالي کمپنیانې دي چې خلکو ته دوکې ورکوي.

د نن دور خلک د تلویزیون، کیبل، انټرنیټ او… په لیدو لیدو سره اخر ویده شي، مخکې به خلک د الله جل جلاله په ذکر او اذکارو کې مصروف همداسې به ویده شول، بیا هم نني خلک وایي چې زموږ په کاروبار او ژوند کې برکت نشته، اوسني اکثریت والدین چې خپل اولادونه شپه ورځ کمپیوټر ته ناست ګوري نو د خوشحالۍ نه کیلو کیلو غوښې اخلي ای کاش دوی ته دا معلومات کېدای چې بچی یې د انټرنیټ په نړۍ کې په داسې غلاظت ورګډ شوی چې سراسر هلاکت دی؛ امام مالک رحمه الله د یو پوښتونکي په ځواب کې چې تر ټولو کمعقله او نادان انسان څوک دی: من سفلةِ الناس؟

وفرمایل: الذین یُذْهِبونِ اخِرَتَهم بدنیاهم.

یعني هغه خلک ډېر کمعقل او ناپوهه دي چې د دنیا لپاره خپل اخرت بربادوي؛ بیا پوښتونکي وپوښتل چې تر دوی هم بدتر خلک شته؟ امام صېب وفرمایل هو: الّذین یُذْهبون اخرتهم بدنیا غیرهم. یعني هغه خلک چې د نورو خلکو د دنیوي ژوند لپاره خپل اخروي ژوند خرابوي، اوسني والدین دې فکر وکړي چې اولادونو ته دا بې بندو باره آزادي د دوی د اولادونو دنیوي ژوند ظاهراً جوړوي خو د دین نه لرې والی د دوی او د دوی د اولادونو د دواړو اخروي ژوند تباه کوي.

……نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x