fbpx

فراه ولایتي شورا: تر 30 زیات دولتي سرتیري وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غویی ۱۳۹۷)  د فراه ولایت په مرکز، بالابلوک او جوین ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ګڼ شمېر امنیتي سرتیري وژل شوي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وایي، تیره شپه د دوراهي سیمه کې وسلوالو طالبانو د نظم عامه 23 سرتیري وژلي، 3 ټپیان دي او 5 تنه نور یې ژوندي له ځان سره بیولي.

نوموړي زیاته کړي چې مخالفو وسلوالو د مرکز اړوند سیمو کې پر عملیاتي قطعې هم برید کړی چې د یادې قطعې د قومندان مبارک شاه په ګډون یې 13 تنه وژلي.

بلخوا طالبانو د یاد ولایت د جوین ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د نیولو دعوه کړې او وایي چې ګڼو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د فراه ولایت د ولایتي شورا یو غړی وایي که کومکي سرتیري ور ونه رسیږي، ولسوالي به ډیر ژر د وسلوالو په لاس سقوط شي.

دا راز یوې حکومتي سرچینې هم د تیرې شپې په جګړه کې د اضافي سرتیرو د ټولۍ د قومندان مبارک شاه د وژل کیدو خبر تأیید کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت رسمي سرچینو د پیښې په تړاو تر اوسه څرګندوني نه دي کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قندهاری طالب
میلمه
قندهاری طالب

دا خو مو خواران ،مسلمانان ،وژلی،که رښتیا ځان ته مجاهدین ووایی،نو امریکایانو ،ناټو ،بیسونه ته ورشی.چه پته درته ولګوی چه له یو سیر څخه څو پخیږی،