افغانستان

عبدالله دې له خلکو څخه هغوی ته د پسونو په خطاب بخښنه وغواړي

نن ټکی آسیا: په کابل کې د ولسي جرګې ځينې وکیلانو نن وویل، چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د افغانستان هغو خلکو ته، چې د ده سیال ته یې رایې اچولي، د پسونو خطاب کړی دی، چې باید بښنه پرې وغواړي.

د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې تېره يکشنبې يو ثبت شوى غږ خپور کړ او ويل يې چې دغه غږ له هغو ټېليفوني مکالمې ثبت شوى،چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا پخواني مشر ضياالحق امرخېل له ځينو کسانو سره لرله.

د دې مکالمې په يوه برخه کې يو تن بل ته وايي، چې پسونه غره ته بوځه، ويې څاربه او بيا يې راوله.

د اصلاحاتو او همپالنې ډله ادعا لري،چې دغه څرګندونې د امرخېل دي او له مخاطب څخه يې غوښتي ، چې د رايو صندوقونه د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه ډک کړي.

خو امرخېل دغه کار د ده په اړه توطيه بللې او ويلي يې دي ، چې خپور شوى غږ د ده نه دى.

ډاکټر عبدالله عبدالله درې ورځې وړاندې په يوه خبري ناسته کې يادې مکالمې ته په اشارې وويل: ” هغو ته چې پسونو رايه ورکړې د هغه ولايت د پسونو شمېر هم هغومره نه دى.”

د ولسي جرګې يو شمېر غړو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ډاکټر عبدالله پر يادو څرګندونو نيوکې وکړې .
په ياده جرګه کې د لوګر استازي محمد اکبر ستانکزي وويل،چې عبدالله په يادو څرګندونو سره د افغانستان خلکوته سپکاوى کړى او بايد له امله يې له خلکو بښنه وغواړي.

هغه زياته کړه :خلکو پرې باور ونکړ، نو اوس خلکو ته پسونه وايي.

په ياده جرګه کې د کوچيانو استازې هيلۍ ارشاد وويل :هېڅوک حق نه لري ، چې د افغانستان خلکو ته پسونه و وايي ، خپلې ژبې تيرې کړي او تورې يې ترې جوړې کړې دي خلک پرې توهينوي.

هغې هم وويل، چې عبدالله بايد هر څه ژر د افغانستان له خلکو د خپلو يادو څرګندونو په اړه بښنه وغواړي.
په دغه جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي وايي، چې يو کانديد هم د دې حق نه لري ، چې خلکو ته د پسونو خطاب وکړي .

ده ټينګار وکړ، چې عبدالله بايد له خلکو بښنه وغواړي او د ټاکنيزو کمېسيونونو په چارو کې بايد لاسوهنې ونه کړي .
د جرګې يو شمير نورو غړيو هم ورته نظر درلود .

خو د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنيزې ډلې غړي، فضل الرحمن اوريا دا خبره نه مني او زیاتوي چې ډاکټر عبدالله هېڅ داسې څرګندونې نه دي کړي،چې په هغو کې د افغانستان خلکو ته سپکاوى شوى وي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د يادې موضوع په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه ، چې د افغانستان خلک له ټاکنيزو کمېسيونونو څخه د رڼو پايلو غوښتونکي دي .

ابراهيمي ټينګار وکړه، چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد له مهال وېش سره سم د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پايلې اعلان کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x