
د رمضان المبارک هرکلی څنګه وکړو؟
مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)
هغه وخت ته الله تعالی را رسولي یو چې یو څو ورځې وروسته به په مسلمانانو باندې د ټول کال تر ورځو غوره ورځې را شروع شي .
هغه وخت را نېږدې دی چې د رمضان د مبارکې میاشتې سپوږمی به ټوله د نیا رڼا کړي .
هغه ورځې را رسېدونکې دي چې رښتونی مسلمانان یې ۱۱ میاشتې انتظار کوي.
هغه مبارکې ورځې را روانې دي چې رښتوني مسلمانان هر وخت د الله تعالی نه غواړي چې دې مبارکو ورځو ته یې ور ورسوي.
د رمضان د میاشتې ورځې هغه ورځې دي چې د ډېرو مسلمانانو د اوږو نه پکې د ګناهونو پیټي ښکته کیږي.
ډېر بختور وي چې په تېرو ورځو کې ورڅخه ګناهونه شوي وي ددې میاشتې نه په فایده پورته کولو سره خپل ګناهونه د توبې په اوبو ووینځي او الله تعالی ته د رجوع په برکت ځان ورڅخه خلاص کړي .
د روژې فضائل خو ډېر زیات دی چېرته زما عاجزانه یو څو کرښې او چېرته د روژې فضایل بیانول خو زه به صرف یو څو ټکي پدې اړه و کاږم چې ددې مبارکې میاشتسې استقبال څنګه وکړو؟
دا خو هرچا ته معلومه ده چې که څوک خوشحال وي هم رمضان راځي او که خفه وي هم ، که څوک روژه نیسي هم د رمضان میاشت تیریږي او که یې نه نیسي هم ، خو د یو رښتینی مؤمن صفات دادی چې هغه د روژې راتلو ته خفه کیږي نه بلکه ورته خوشحالیږي ، مؤمن روژې ته داسې خوشحالیږي لکه یو د ډېر وخت تللی مسافر چې بېرته را ګرځي مونږ یې باید استقبال او هرکلی په لاندې ډول وکوو .
لمړی: رمضان ته د رسېدلو دعاء کول
د الله تعالی نه باید په خپلو دعا ګانو کې وغواړو چې مونږ په خیر او عافیت سره روژې ته ورسوه ترڅو د هغه مبارکو وختونو څخه په سمه توګه فایده پورته کړو، ډېر خلک به وي روژه به پداسې حالت کې ورباندې راشي چې هغوی به بیماران وي زړه به یې غواړي چې د روژې د مبارکو ساعتونو څخه فایده پورته کړي لکن صحت او بدن به یې ورسره یاري نه کوي نو الله تعالی د مونږ ټول له پوره صحت او عافیت سره روژې ته ور ورسوي او بیا د الله تعالی توفیق راکړي چې په سمه توګه له هغه قیمتي وختونو څخه فایده پورته کړو .
حضرت معلی بن فضل رحمه الله لوی بزرګ او عالم فرمایی پخواني نیکانو به د روژې نه شپږ میاشتې وړاندې دعاګانې شروع کړې چې یا الله مونږ په ښه حالت کې رمضان ته ور ورسوه .
دوهم: رمضان ته په رسېدلو د الله تعالی شکر کول
دا چې له تېر کال رمضان څخه تردې رمضان پورې څومره خلک وفات شوي دي؟
څومره خلک له هغه وخت نه په مختلفو مشکلاتو آخته شوي دي ؟
څومره خلک بیماران شوی دی؟
ددې ټولو حالتونو څخه بهر چې الله تعالی مونږ رمضان میاشتې ته ور ورسوي باید د الله تعالی شکر اداء کړو چې مونږ ته یې یو ځل بیا موقع په لاس راکړه چې د رمضان د مبارکې میاشتې له مبارکو ساعتونو څخه فایده پورته کړو دا تر اوسه پورې ژوندي پاتې کېدل او جوړ پاتې کېدل د انسانانو د خپل وس کار نه دی دا چې څوک تر رمضان پورې ورسیږي باید د الله تعالی شکر اداء کړي چې دا نعمت یې ورکړو او هر انسان د ځان ته هغه کسان ور په زړه کړې چې ده پېژندل چې په تېر کال کې په رمضان کې موجود وو او اوس تر خاورو لاندې دي .
دریم: په راتلو یې خوشحالي ښکاره کول
د روژې میاشت د رحمت او برکت میاشت ده مسلمان باید ورته خوشحال شي او دا چې راځي باید دا مسلمان خپل ښه قسمت و ګڼي چې الله تعالی ورته دا نعمت ورکړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم به صحابه ته ویل چې دې میاشت ته د خوشحال شي په مختلفو احادیثو کې داسې الفاظ دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل قَدْ جَاءَكُمْ رَمَضَانُ؛ شَهْرٌ مُبَارَكٌ (تاسې ته د رمضان میاشت راغله ، مبارکه میاشت ده) همدارنګه په احادیثو کې دي چې دا د شیطان د تړل کېدلو ، د دوزخ د دروازو د بندېدلو ، د جنت د دروازو د خلاصېدلو میاشت ده نو مسلمان باید دې میاشتې ته د زړه له کومې خوشحال اوسي ، او هېڅ ډول یې په ځان بوج ونه ګڼي.
حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه به فرمایل : مرحباً بشهرٍ خيرٌ كلُّه؛ صيامٌ نهارُه، قيامٌ ليلُه (هغه میاشت د په خیر راشي چې ټوله خیر ده ، ورځ یې روژه او شپه یې درېدل دي )
څلورم: د عبادت کلک عزم پکې کول
دا چې روژه را روانه ده نو مسلمان باید له ځان سره ټینګ عزم ولري که الله تعالی ور ورسولم زه به د روژې د مبارکو ساعتونو څخه یو ساعت هم عبث نه تېروم او څومره چې کېدای شي زه به ورڅخه فایده پورته کوم چې کله د روژې نه مخکې کوم بنده له ځانه سره عزم وکوي چې په روژه کې به زه تر شوني بریده پورې خپل ټول وخت په عبادت کې مصرف کوم نو بیا امید دی چې الله تعالی هم توفیق ورکړي او مرسته به ورسره وکړي .
پنځم: په دیني مسائلو ځان پوهول
څرنګه چې د رمضان مبارکه میاشت پوره ۱۱ میاشتې وروسته راغلې ده نو لرې نه ده چې زمونږ نه د د روژې ضروري مسائل هېر شوي وي د روژې دا هم ښه استقبال دی چې یو مسلمان بېرته له خپل وخت نه یو څه وخت دېته ورکړي چې د روژې مسائل له سر نه زده کړي ، څنګه روژه ونیسي؟ له کومو شیانو ځان وساتي؟ روژه په کومو شیانو ماتیږي؟ په کومو شیانو خرابیږي؟ پدې ځان پوه کړي چې د روژې مسائل څه دي؟ د روژې ارکان کوم دي ، شرطونه ، واجبات ، ادبونه ، سنتونه څه شي دي ترڅو وکولی شي روژه په سمه او ښه توګه ونیولی شي .
شپږم: له خلکو سره ښه رویه کول
روژه د نیکیو او احسانونو میاشت ده ، په روژه کې لږ عبادت ډېر ثواب لري په روژه کې باید مونږ د خلکو سره دومره ښیګڼه وکوو چې څومره زمونږ تر وس پوره وي ، که مو مالي مرستې له لاسه نه وي نو نوره ښه رویه ورسره وکوو ، په ورین تندي مخامخ کېدل ، په ښه توګه ورته سلام کول ، په ښه توګه ورسره خبرې کول خو به مو په وس پوره وي ، کوم خپل خپلوان چې له مونږ څخه خفه وي هغوی باید رضا کړو ، د یو مسلمان زړه چې څومره پاک وي عبادت یې همدومره د الله تعالی په وړاندې قبول ته نېږدې وي ، مخکې لدې چې د رمضان میاشت را شروع شي نو باید زړونه د یو بل لپاره پاک کړو او هر ډول کینه ، حسد ، دښمني ورڅخه وباسو .
اووم: له هرډول ګناه نه توبه کول
تر اوسه مو چې څومره ګناهونه کول ، عبثیات مو کول ، بې ځایه مو قیمتی وخت مصرف کولو د رمضان المبارک په راتلو سره به له الله تعالی نه وغواړو چې نور مو له هغه بدو عادتونو څخه خلاص کړي او داسې توبه به ورڅخه وباسو چې په تېر کې رانه کوم ګناهونه شوي یا الله زما ورڅخه توبه ده او په راتلونکې کې به له الله تعالی سره د نه کولو تعهد وکوو او له الله تعالی نه به وغواړو چې د رمضان المبارک د مبارکې میاشتې په برکت مو له بدو عادتونو څخه خلاص کړي .
له الله تعالی نه د ځان او ټولو لوستونکو لپاره غواړم چې الله تعالی مو د په هغه ډول نېکان جوړ کړي څنګه چې الله تعالی ته خوښ وي .
الله تعالی د زمونږ عبادتونه ، په جومات کې مونځ، تلاوت داسې نه کوي چې د رمضان دمیاشت په اول شروع او د اختر په شپه پای ته ورسیږي بلکه الله تعالی مو د د ټول پاتې عمر لپاره سم کړي .
محترم فضل ربی.کوه صافی وال.دا لار ښونی په هغه وخت کی به ډیره ښه نتیجه ورکړی،چه ملت په ارام سره روژه تر سره کړی،د کوم بمبارد ،ځانمرګی ،ماینونه ډار نه وی.دخلکو فکر او حواس به ټول د جنګ څخه وواړی .ملت د مرګ په غاړه،د بمونو.او ځانمرګیوڅخه ولاړ دی ،اول سوله بیا د نور کارونه.په لیکنه کی د جنګ جدل درولو ته هیڅ اشاره نه د کړی.