
رښتيانی مشر بايد مهاتير محمد غوندې وي
عبدالمالک همت
اته يا نهه کاله دمخه مي د پاکستان له يوه کتاب پلونځي څخه د مالیزیا پخواني او اوس بيا تر پنځلس کالو وروسته د لومړي وزیر په توګه د ماليزيا خدمت ته د رامخ ته سوي او واک ته رسېدلي مهاتیر محمد د کتاب (Reflections on Asia) اردو ژباړه د ”ايشيا کا مقدمه“ تر سرليک لاندي رانيول. کله چي می کتاب ولوست هم مي کتاب او هم مي د مهاتير محمد دروند او هيواد پال شخصيت ډېر خوښ سو. ځکه مي نو دغه کتاب د خپلو هيوادوالو د لوستلو او ګتي اخيستلو لپاره په خپله خوږه او درنه پښتو ژبه وژباړه او ” د اسيا نن او سبا “ په نامه په ١٣٨٧لمريز کال په کندهار کې خپور سو. اوس چي مي واورېدل چي مهاتير له سياست څخه تر پنځلس کاله ګوښه اوسېدو وروسته بیا په پارلماني انتخاباتو کې خپل پخواني ګوند ته چې د تیرو ۶۱ کلونو راهیسي په واک کی وو، ماتې ورکړي او په پارلمان کې يې مطلق اکثریت ګټلی او بيا د لومړي وزير په توګه خدمت ته ګومارل سوی دی. نو مي د ده د غوره شخصيت او ښو خدماتو د يادولو او درناوي په موخه دا څو کرښي وليکلې.
په دغه کتاب کي چې ما ژباړلی دی د ماليزيا د معقول او د خپلو خلکو او هيواد سره د ميني لرونکي مسلمان لارښود ( جناب مهاتير بن محمد ) د هاندونو او تجربو يادښتونه او ځيني نور د پام وړ مهم مسايل ليکل سوي دي.
جناب مهاتير محمد څه ځانګړى او نابغه شخصيت نه دى. د هغه هرڅونه صفتونه چي کيږي يوازي او يوازي د هغه د پاک نفسۍ، ښه نيت، د خپل ولس او ټاټوبي سره د ميني، پوهي، هوډ او زيار او زحمت له امله دي. زموږ ځيني بلاوهلي، بې لاري او خسير الدنيا والآخره په اصطلاح لارښوونکي هم کېداى سي مهاتير محمد يا تر هغه لا زيات د ستايلو وړ واوسي، خو په دې شرط چي د مهاتير غوندي د سپېڅلي نفس خاوندان او د ښه نيت او پر خپلو، نه پر پردو د لورېيني څښتنان وي.
بده خبره به مو نه وي کړې چي که ووايو چي په دې نړۍ کي ډېر خلک ډېرو نورو ته د چلول په مورچل کي په څار ناست دي او چي وس يې ورسيږي هر څه ځني اخلي، ان د غاړي کالي به لا ځني وباسي، بلکي بې له هيڅ ګناه او تعدا يې د خداى پر مځکه ژوندي لا نه پرېږدي.
د لوېديزو داړه مارنو له دغسي چلونو، لوټماريو او نورو جنايتونو څخه کوم چي د دوى په خټه کي اخښلي دي او په دې هکله يې ډېر تور تاريخ تر شا پرې اېښى دى او اوس هم لګيا دي غواړي تر اټومي وسلو لا زياتي خطرناکي وسلې جوړي کړي او د بمونو مور په افغانستان غوندي بې وزلي هيواد کې وکاروي، ګيلې او شکايتونه يا په رډو سترګو ورته کتل او څه نه په کول په درد نه خوري. د دوى سره هوښياري او موکه نه ورکول، په وړاندي يې مبارزې ته ور دانګل او په مړانه ډغري ورسره وهل اړين باله سي. البته د دې لپاره د دوى په ماهيت،اغراضو او چلونو پوهېده ډېر اړين دي.
ښاغلي مهاتير بن محمد د ماليزيا د لومړي وزير په توګه داسي ښه نوم پرې ايښى دى چي په نړيواله کچه نامتو سوى او دلته يې نور زيات تعريف او پېژندني ته څه اړتيا نسته. دى د عامو ټاکنو له لاري د (٢٢) کالو لپاره د ماليزيا لومړى وزير وو او بيا يې په خپله خوښه نورو ځوانو لارښوونکو ته د کار د موکې د برابرولو په موخه له کاره لاس واخيست. ده ته د نوي ماليزيا د پلار نوم ورکړل سوى او رشتيا هم ماليزيا ته د ډېر ښه خدمت له امله ستر سړى وپېژندل سو. ده په ډېر زغم او پوهه او پاک نفسي د ماليزيا کرنيز هيواد د نووو پرمختللو او پياوړو هيوادونو په سر کي ودراوه.
مهاتير محمد ته د ١٩٩٧کال په جنوري کي د ده د ملي خدمتونو د درناوي له امله د ملک فيصل جايزه ورکړل سوه او د ٢٠٠٧ع.کال لپاره د څلورو غير دولتي اروپايي سازمانونو لخوا د نوبل د سولي د جايزې د کانديد په توګه معرفي سو.
محترم مهاتير محمد د امريکايي او اروپايي ضد اندونو او نظريو درلودلو او په رُکه لهجه او رشتيا او تورت ويلو مشهور دى. دى په خپلو کتابونو، مقالو او ويناوو کي د امريکا او اروپا د نړۍ خورو ځواکونو پر ضد ډاګيزي څرګندوني کوي او د دې تر څنګ د اسلامي هيوادونو ضعف او بې واکي تر نيوکو لاندي نيسي.
هغه په خپله يوه بيانيه کي د اروپايانو د تېر ناوړه او رسوا مهال څخه چي پر نورو ولسونو باندي د تېري او د هغو د زبېښاک سره مل وو، پرده پورته کوي او وايي: ټول اروپايي هيوادونه د امريکا، اسټراليا او نوې زيلينډ په شمول چي په ټوليزه توګه د لوېديزيانو په نامه ياديږي په تېرو مهالونو کي د نړۍ ډېر هيوادونه په خپلو ښکېلاکي منګولو کي نيولي وه او د هغو شمنۍ يې لوټولې، چي که هوښيار ونه اوسو، د دې تاريخ د تکرارېدو امکان بيا سته. اروپايان تل په دې پسې وي چي خپل ارزښتونه، له هغو څخه خپل ” د شهوت پالني “ فرهنګ او د آزاد بازار نظام پر نورو وتپي. دوى تل د نړۍ پر ضعيفو هيوادونو وردانګي او د ځواک د ترلاسه کولو په موخه يې تر خپل ښکېلاک لاندي راولي. اوس نړۍ د تېرو مهالونو په پرتله له ډېرو منفي بدلونونو سره مخامخ سوې ده. له دې بدلونونو څخه ډېر مهم يې ” د خپلواکو هيوادونو په کورنيو چارو کي د لاس نه وهلو “ په مفهوم کي بدلون دى. دغه مفهوم اوس د نورو هيوادونو د ادارې په چارو کي د بهرنيو ځواکونو په مستقيمو او غير مستقيمو لاسوهنو سره تر پښو لاندي سوى دى. اوس بهرني ځواکونه د نورو هيوادونو د کنټرول او د هغو په کورنيو چارو کي د لاس وهني په موخه خپلو شومو هيلو ته د رسېدو لپاره د هيوادونو د نظامونو بدلون ته لاس اچوي او د لزوم په صورت کي له وسله والو ځواکونو څخه هم ګټه اخلي. ګلوبلايزېشن ( نړيوال کېدل ) د لوېديزو ځواکونو لخوا د نړۍ پر اقتصاد باندي د دوى د کنټرول د آسانۍ لپاره طرح سوى او په لار اچول سوى دى. له دې امله بايد ماليزيا او نور آسيايي هيوادونه د اروپايانو د ولکې د بيا ټينګېدو د امکان په وړاندي له همدې اوسه هوښيار اوسي.
له بله پلوه د ستمبر يوولسمه د اروپايانو لپاره يوه ډېره ښه پلمه جوړه سوې ده، چي پر نورو هيوادونو باندي خپل ظلمونه او نارواوي بيا له سره پيل کړي. همدا اوس لوېديزو ځواکونو له تروريزم سره د مبارزې په نامه پر مسلمانو هيوادونو باندي مقصر وي که غير مقصر وسله وال بريدونه پر لار اچولي دي.
په دې لړ کي مهاتير محمد د ١٣٨٧لمريز کال د غوايي د مياشتي پر شپږمه د لندن په سلطنتي کالج کي د يوې وينا په ترڅ کي د امريکا د ولسمشر بوش، د انګلستان د پخواني لومړي وزير ټوني بلېر او د اسټراليا د پخواني لومړي وزير جان هاوارډ د غيابي محاکمې غوښتونکى سو. ده وويل چي دغه درې کسان جنګي جنايت کاران او د عراق د فاجعې اصلي لاملين دي چي بايد يوه نړيواله محکمه جوړه سي او پکښي محاکمه سي. ده زياته کړه تاريخ بايد دغه کسان د درواغجنانو او د ماشومانو د قاتلانو په صفت ياد کړي.
دغه راز ده په دې وينا کي څرګنده کړه چي انسانان بايد د يو بل له وژلو لاس واخلي او خبرو او حکميت ته مخه کړي. مهاتير دغه خبري په بېلو بېلو مناسبتونو په خپلو څو ويناوو کي کړي دي. دغه راز هغه امريکا او انګلستان تروريست ګڼي او وايي چي دغه دوه هيوادونه د تروريزم د خطر د ډېرېدو لامل سوي دي.
کله چي ټوني بلېر د خپل لومړي وزارت پر مهال ماليزيا ته سفر وکړ مهاتير محمد هغه تر بوش وروسته د نړۍ دوهم ستر جنايتکار وباله او د هغه دغه سفر يې د کرکي په څرګندولو سره وغانده. هغه په يوه خبري کنفرانس کي وويل : اوس د نړۍ برخليک د څو تنو ناپوهو لارښوونکو تکل ته سپارل سوى دى چي دا چاره په نړيواله ټولنه کي د يو ډول ناورين او کړکېچ د رامنځ ته کېدو لامل سوې ده.
د ١٣٨٣لمريز کال د غوايي په مياشت کي اسوشيټډ پرس رپوټ ورکړ چي مهاتير محمد د مالايي ژبي ورځپاڼي ”مينګوان“ سره په مرکه کي وويل: اسرايل په غير مستقيمه توګه پر نړۍ حکومت کوي. دوى د نورو
د مبارزو او مړينو څخه په خپله لار کي ګټه اخلي. ده وويل د امريکا ولسمشرۍ ته هر کانديدا چي له اسرايلو څخه ملاتړ څرګند نه کړي په ټول ټاکنو کي نه بريالى کيږي. پر دې بنسټ شپږ مليونه يهود پر امريکا حکومت کوي او دغه هيواد يې تر خپلي ولکې لاندي راوستلى دى. وايي چي د مهاتير دغه خبري پر مسټر بوش باندي خورا ډېري بدي لګېدلي وې.
په ١٣٨٥ لمريز کال مهاتير محمد د نړۍ له مسلمانو هيوادونو څخه هيله وکړه چي په خپلو معاملو کي د امريکا ډالر او د انګلستان پونډ تحريم کړي. د فرانسې خبري آژانس له کوالالمپور څخه د مهاتير محمد له خولي وويل : کومي ورانۍ او وژني چي د اسرائيلي ترهګرو لخوا تر سره کيږي د امريکا او اروپا له مرستو پرته ممکني نه دي، نو نړيوال بايد د امريکې، برتانيې او اسرايلو په محکومولو سره د هغو پر ضد اقدام وکړي. د تېلو توليدوونکي هيوادونه کولاى سي د امريکې د ډالرو او د برتانيې د پونډو په تحريمولو سره دغو فجايعو ته د پاى ټکى کښېږدي.
کله چي د هالينډ په پارلمان کي د ښي لاسي ګوند د افراطي استازي وايلډرز نومي لخوا اسلام ته له سپکاوي ډک فلم د جوړېدو او خپرېدو اعلان وسو مهاتير محمد د نړۍ له يو مليارډ څخه زياتو مسلمانانو څخه وغوښتل چي د هالينډ توليدات پر دغه حماقت باندي د اعتراض په دود تحريم کړي.
مهاتير محمد د ماليزيا له يوې ورځپاڼي سره د مرکې په ترڅ کي مسلمانان د اسلام دښمنو ځواکونو د هجوم په وړاندي کلک يووالي ته وبلل. هغه پر اسلامي هيوادونو باندي نيوکه کوي او وايي چي اسلامي هيوادونه له خپلو امکاناتو څخه د پرمختيا په لار کي ګټه نه اخلي، او دا حقيقت دى چي هيڅ داسي هيواد نسته چي پر مخ تللى وبلل سي. هغه اسلامي نړۍ يو بې واکه او وروسته پاته نړۍ وبلل او ويې ويل: مسلمان هيوادونه په حجاب او اسلامي لباس او نورو کم ارزښتو مسايلو باندي د بوختېدو پر ځاى بايد د انکشاف او پرمختګ لپاره هلي ځلي وکړي. هغه له دې امله چي په تېرو دوو پېړيو کي مسلمان هيوادونه تر مسيحي هيوادونو وروسته پاته سوي دي خواشيني څرګنده کړه.
پر مهاتير محمد باندي اعتراضونه :
سره له دې چي د مهاتير محمد په اسلامي نړۍ کي ډېر درناوى کيږي، خو پرده باندي نيوکي هم کيږي. لکه چي د ماليزيا د دولت ستر مخالف ګوند ، د ماليزيا اسلامي ګوند ( پاس ) د ماليزيا دولت ته د کفر نسبت کوي.
( وګورئ اسلام او مسلمان امت ، ٥٧ مخ ).
د پاکستان د جماعت اسلامي د ٩٧ ـ ١٩٩٦ کال د” مسلم دنيا “ په نامه په يوه نشريه کي مهاتير محمد د سيکولر ( لامذهبه ) ذهنيت خاوند بلل سوى دى او د ماليزيا د اسلامي تحريکونو په اړه يې د ده پر ځينو کړنو باندي نيوکي کړي دي او دغه راز يې د ده ځيني نوري کړني له اسلام سره په تناقض کي ګڼلي دي.
دغه راز سره د دې چي مهاتير محمد پر افغانستان باندي د امريکې او برتانيې د تېري سره په کلکه مخالفت کړى دى، خو د القاعدې پلوى نه دى، له دې امله هم ځيني کسان نيوکي پر کوي.
د ٢٠٠٠ع.کال د جنورۍ پر اتمه مهاتير محمد په پتراجايه نومې سيمه کي په نوې ودانه سوې دولتي ماڼۍ کي چي له کوالالمپور څخه څلوېښت کېلو متره ليري پرته ده استوګنه غوره کړه. پر دغه نوي استوګنځي باندي ٢٠٠ مليونه رينګيټ ( ٥٣ مليونه ډالر ) لګېدلي دي. د دغو زياتو لګښتونو له امله مخالفو ګوندونو ډېر اعتراضونه وکړل.
دغه راز پر مهاتير باندي دا نيوکي هم کېدلې چي په مستبدانه توګه عمل کوي او په سياست کي د بانډ بازيو په لومو کي راګير دى.
د مهاتير محمد ليکني:
مهاتير محمد ان د خپل تحصيل په دوره کي لا مطبوعاتو ته مقالې ورکولې. بيا هغه په 1970ع.کال د يوه کتاب په ليکلو سره کوښښ وکړ چي د ماليزيا د وروسته پاته والي علتونه څرګند کړي او د يوې سياسي، اقتصادي بېلګې وړانديز يې ( د رغنده ملاتړ) په نامه وکړ، خو د هغه مهال دولت، سره د دې چي د دغه کتاب له ځينو حل لارو څخه يې ګټه واخيسته، دغه کتاب يې خپرېدو ته پرې نه ښود. اما بالاخره د دغه کتاب د خپرېدو منع کېده لامل سول چي مهاتير محمد د لومړي وزارت مقام ته ورسيږي.
د ماليزيا د دې لومړي وزير د ډېرو ليکنو، ويناوو او مرکو متنونه د ماليزيا په دننه او بهر کي په بېلو بېلو مناسبتونو خپاره سوي دي او پر دې سر بېره يې ډېر کتابونه هم نشر ته سپارل سوي دي، چي ځيني يې په بهرنيو ژبو ژباړل سوي هم دي.
د مهاتير محمد د هغه اثر چي ما ژباړلي دی :
د دې کتاب اصل په ٢٠٠٢ع. کال په ماليزيا کي په (١٥٢) مخونو کي په انګريزي ژبه خپور سوى دى او اردو ژباړه يې د ” ايشيا کا مقدمه “ په نامه د پاکستان په لاهور کي په (١٣٧) مخونو کي خپره سوې ده. د کتاب په اړه د ماليزيا په دننه او دباندي کي د ګڼو پوهانو لخوا له ستاينو ډکي تبصرې خپرې سوي دي.
په دې کتاب کي د آسيا د سياسي او حکومتي مسايلو، بهرنيو اړيکو او اقتصادي حالت په باب هغه څه په پراخه پيمانه ويل سوي دي چي ويلو ته يې اړتيا وه. خبره داده چي کله مسټر بوش لا په واک کي نه وو راغلى
د Space Weaponixation د پروګرام په هکله يې څرګندوني کړي وې. بيا کله چي ولسمشر سو د امريکې په فضا کي يې د منظمو اډو د ځاى پرځاى کولو اعلان وکړ. دا په حقيقت کي پر نړۍ باندي د امريکې د پوځي لاسبرۍ پروګرام دى. امريکا په دې هڅه او لټه کي ده چي په څه ډول په نړۍ کي مخ پر ودي هيوادونه کنټرول کړلاى سي. د Space Weaponixation پروګرام د امريکې او د هغې د اتحاديانود نړيوالي اقتصادي لاسبرۍ پلي کولو وسيله ده. په دې توګه په ١٩٩٥ع. کال د نړۍ د تجارت سازمان (World Trade Organization-WTO) په جوړېدو سره نړى يو ه بله بڼه غوره کړې او په ١٩٩٧کال د جورج سورس (George Sours) او نورو په ذريعه Traditional Capitalists د آسيايي اقتصادياتو په خلاف يو ډول Proxy War ( د نورو په وکالت يا نيابتي جګړه ) پيل سوه او په لږو وختونو کي يې د دغو اقتصادي نظامونو د پوپنا کېدو لپاره اقدامات و کړل. څنګه چي دغو آسيايي هيوادونو د دوديزي پانګوالۍ د دې بريد د مقابلې لپاره هلي ځلي پيل کړې، نو په اصل کي دغه ١٩٩٧کال د اوسنۍ پانګوني د نظام لپاره ستر اهميت غوره کړ. د دغه ټول بحران يادونه ښاغلي مهاتير محمد په دغه کتاب کي په زيات تفصيل سره کړې ده، چي خورا په زړه پوري ده. پای.