افغانستان

په خوست کې د کمپاین ځواکونو قومي مشر وژلی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غویی ۱۳۹۷): د خوست ولایت علیشیر ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې په سیمه کې د کمپاین ځانګړو ځواکونو نن سهار د “حاجي جلندر” په نوم قومي مشر وژلی دی.

د سیمې خلک وایې حاجي جلندر نن د جمعې په ورځ سهار په داسې حال کې ووژل شو چې د لمانځه نه ورسته په جومات کې ناست وو او د قرآن کریم تلاوت یې کولو.

د کمپاین عسکرو لومړی له جومات نه را وایستو او بیا یې جومات ته نږدي په خپل کلي کې لسګونه مرمۍ وویشت.

حاجي جلندر په سیمه کې د یو قومي مشر په حیث پیژندل کیدو، په جرګو او مرکو کې به یې د خلکو دعوي او لانجې ور خلاصولې.

د کمپاین ځواکونو په دي اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کمپاین ځواکونه هغه ځانګړې ملیشه ده چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي، افغان دولت هیڅ کنټرول نه ورباندي لري او مستقیماً د بهرنیو ځواکونو له طرفه اکمالات او قومانده ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

بلا وهلي دی اولس دې ورته پورته شي له يوي خوا دالر وهي او له بلي خوا څخه ژاړي !
وژل شوی د الله پاک وبخښې او اجرونه ورکړي او اشغالګر د خدای پاک په خپل منځ کې سره اخته کړي !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x