نړۍ

پيښور: پر الوتکې د بريد له امله دوه سوه شکمن کسان نيول شوي

نن ټکی اسيا:د خيبر پښتونخوا مرکز پيښور کې نن چهار شبنه سهار وختي له سعودي عربستانه پر راغلې الوتکې د کوځيدو پر مهال د ډزو له امله د يوې ښځې په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

له پيښې وروسته پوليسو سيمه کې د شکمنو بريدګرو پلټنه پيل کړه او نژدې دوه سوه شکمن کسان يې نيولي دي.

د پيښور پوليسو د عملياتو عمومي قومندان نجيب الرحمن وايي، چې له پيښې سمدستي وروسته يې د هوايي ډګر شاوخوا سيمو کې د شکمنو کسانو لټون پيل کړی او تر اوسه هم دوی ځای پر ځای شکمنو کسانو پسې ګرځي.

نجيب الرحمن وايي، چې تر اوسه يې د بريد په تړاو دوه سوه شکمن کسان نيولي دي.

د پوليسو مشر زياتوي، چې د لومړيو پلټنو له مخې پر نوموړې الوتکې ډزې هوايي ډګر ته نژدې حلقوي سرک (رينګ روډ) څخه شوي، مګر په دې اړه نورې پلټنې هم روانې دي.

د پيښور نړيوال هوايي ډګر وياند وايي، چې نن سهار د سعودي عربستان رياض څخه پيښور ته يوه مسافر وړونکې طياره د کوځيدو پر مهال د ډزو ښکار شوه، چې نتيجه کې يې يوه مسافره ښځه و وژل شوه او درې تنه نور ټپيان شول.

ويل کيږي، چې درې واړه ټپيان د پاکستان نړيوال هواي شرکت د الوتکې عمله ده.

د پيښور هوايي ډګر وياند وايي، چې نوموړې الوتکه کې ۱۹۶ مسافرو په ګډون لس تنه د طيارې کارکوونکي هم سپاره وو.

چارواکي وايي، چې تر اوسه دا نه ده جوته، چې پر الوتکه له کومې سيمې او څومره ډزې شوي دي.

له دې مخکې ۲۰۱۲م کال کې هم د پېښور پر هوايي ډګر څو تنو وسلوالو راکټي بریدونه کړي و، چې نتيجه کې يې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پيښې مسؤوليت تر اوسه هيچا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x