ایران د جندالله ۱۱ غړي په دار وځړول

execution_iranد ایران د عدلیې وزارت ويلي چې د ترهګرۍ او وژنو په تور د سُني ‘جندالله’ اورپکې ډلې ۱۱ غړي یې په دار ځړولي دي.

دغه کسان د سوېل ختيځ سیستان – بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې سهار مهال په دار وځړول شول.

ایراني چارواکي وايي اعدام شوي کسان د جندالله ډلې غړي دي، چې په وینا یې تېره اوونۍ یې د جومات په هغو ځانوژونکو بریدونو کې لاس درلود، چې ۳۹ کسان پکې ووژل شول.

خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا ريښتیا هم دغو کسانو په یادو شوو چاودنو کې لاس درلود او که نه .

په تېر جون میاشت کې ایران د جندالله ډلې مشر اعدام کړ، خو لاهم دغې ډلې د خپل مشر د غچ اخیستو په تړاو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د ایران د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ”د سیستان – بلوچستان ولایت خلکو د جندالله ډلې ۱۱ غړي په ترهګرو بریدونو او ناامنیو کې د لاس لرلو په تور په زاهدان زندان کې اعدام کړل.”

د سیستان – بلوچستان ولایت د عدالتي څانګې مشر ابراهیم حميدي (ایرنا) خبري رسنۍ ته ویلي دغو کسانو ته د محکمې پرېکړې اورول شوې، چې ”پر ځمکه د شرارت، د خدای او د هغه د استازي پروړاندې د جګړې او د ایران د موجوده رژيم د نسکورولو په تور اعدام شول.”
‘جندالله’

‘جندالله’ یا د (خدايي سپاهیان) ډلې په ۲۰۰۳ کال کې ویلي وو چې د بلوچستان ولایت د سني خلکو د کولتوري او ایماني حقونو په موخه جنګېږي.
عبدالمالک ريګيrigi-abdulmalik
د دغې ډلې وژل شوي مشر، عبدالمالک ريګي تر نیول کېدا او اعدام مخکې له العربية تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې ایران د ‘جندالله’ ډلې او ګڼ نور سني عالمان پرته له کوم جرم څخه اعدام کړي، چې نړیوال ترې خبر نه دي.

عبدالمالک ريګي په تېره فبرورۍ میاشت کې له دوبۍ څخه قرغیزستان ته د سفر پرمهال ونیول شو او بیا وروسته په جون میاشت کې اعدام شو.

د ایران په سیستان- بلوچستان کې ګڼ سني مسلمانان اوسېږي، چې په وینا یې ایران له هر راز حقه حقونو څخه بې برخې کړي دي.

ویل کېږي چې د ایران د سیستان ایالت له لارې د نشه يي توکو لویه سوداګري او قاچاق روان دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.