
لوګر: برکي برک کې څارګره الوتکه نسکوره شوې
نن ټکی اسيا: لوګر ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې برکي برک ولسوالۍ عيدوخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکو يوه څارګره الوتکه نسکوره شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د نوموړې الوتکې د نسکورولو مسؤوليت منلی دی.
ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وړمه ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلې و، چې ۲۰۰۱م کال راهيسې د امريکا ۴۱۸ بې پيلوټه الوتکې له منځه تللي دي.
واشنګټن پوسټ د خپلو معلوماتو پر اساس وايي، چې د بې پيلوټه طيارو د پريوتو له نيمې زياتې پېښې افغانستان او عراق کې شوي دي.
ورځپاڼه زياتوي، چې د بې پيلوټه الوتکو د پريوتو دومره شمېر سړی حيران کړي او د امريکا لپاره د ميلونونو ډالرو زيان دی، چې د بې پيلوټه په ټول تاريخ تر ټولو زيات عسکري او مالي زيان ګڼل کيږي.