fbpx
writing

ديوه شهيد ملګري په ياد کې

کاشکې ستا ځوانۍ ته زه وای سپيلنی
 کاشکې ستا بلاته زه وای درېدلی

کاشکې تا وای زما  د ژوند قافله وړې
کاشکې ته زما په لمانځه وای درېدلی

 

مجاهده ستا پر ځان مې نه لوريږي
ديزيد وار ته، ته نه وای دريدلی

غړيدلې مې لېمو کې داسې څو شپې
لکه څا څکی پر باڼه وای دريدلی

نن خبر شومه دا ستا له شهادته
نن نژدې وه چې مې زړه وای دريدلی

دغه ستړی انقلاب دې وای تر سره
سپين بيرغ مو پر کاله وای دريدلی

بيادې خير له دنيا که کډې بار وای
بيادې زه په بېلتانه وای دريدلی

حيدري دې په مولی سپارم شهيده
خو ای کاش چې لا يو څه وای دريدلی

۲۲/۶/۲۰۱۴م
 محمد امين حيدري

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د