دیني، سیرت او تاریخ

د رمضان المبارک په برکت مسلمان شو

لیکوال : مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)

رمضان ډېر مینه ناک او ښه انسان وو ، په ښه توګه به یې مونځ کاوه او زه د هغه له عادتونو څخه ډېر متاثر شوی وم ، د هغه سره مې خبرې شروع شوې او ورځ تر بلې سره نېږدې کېدو او لکه د عامو خلکو سره د هغه سره زما تعلق په تدریج سره زیاتېدو او ښه کېدو او بیا په یو دم هغه راباندې ډېر زیات هغه وخت ګران شو کله چې هغه ماته د خپل اسلام قصه وکوله هغه وویل :

دری کاله وړاندې د رمضان المبارک د میاشتې نه یوه میاشت مخکې مې مسلمانان تر نظر لاندې وو هغوی ته به مې کتل چې په خپلو کې به یې د یوې میاشتې د راتلو په اړه خبرې کولې ، او هغې ته به یې ورځې شمارولې ، ما د خپلو شناخته مسلمانانو څخه پوښتنه وکوله چې دا تاسې د کومې میاشتې خبرې کوئ؟ یو مسلمان راته وویل چې دا په کال کې زمونږ یوه میاشت ده په هغه کې مونږ د ورخې په اوږدو کې خوراک او څښاک هم نه کوو او له خپلو بیبیانو سره د ورخې په اوږدو کې جماع هم نه کوو او په عامه توګه د ډېرو هغه کارونو څخه ځان ساتو چې د دې میاشتې نه بغیر یې په نورو ورځو کې کوو .

خو کله چې هغه وخت راغلو چې صبا یا بله ورځ به دا میاشت شروع کیږي ما مسلمانان لیدل چې په ماښام کې به یې اسمان ته کتل او د میاشتې لټون به یې کاوه د دوی دا کار ماته په ذهن کې داسې راغلو لکه دا مسلمانان چې په اسمان کې د الله له لوري اشارې ته انتظار کوي او دوی ددې انتظار کوي چې دوی ته اشاره وشي چې میاشت شروع شي … د مسلمانانو په اړه ددې خپل فکر نه زه متاثر شوی وم چې ما ویل ګوره دا مسلمانان د هېڅ بادشاه، مشر ، عالم، پیر او بزرګ خبرې ته انتظار نه باسي بلکه هر یو کس پخپله اسمان ته ګوري چې په خپله کوم شی ووینی بیا د رمضان میاشت شروع کوي .

په بل ماښام په خپل کار کې هم مصروف وم او مسلمانانو ته مې هم نظر کاوه چې هغوی ټولو اسمان ته پداسې توګه کتل لکه ډېر قیمتي شی چې ورڅخه ورک شوي وي چې یو دم شور شو هغه ده … هغه وینې … هغه د غره د څوکې په برابر … هغه د دوو غرونو په مینځ کې .. او ټولو چیغې کړې تکبیرونه یې ویل او یو بل ته یې په خندا او خوشحالي سره مبارکي ورکوله او چا به چې نه لیده نورو به ورسره مرسته کوله چې پیدا یې کړي … زه حیران شوم چې دا مسلمانان به اوس په دې اوږدو ورځو کې ټوله ورځ د خوراک او څښاک نه بند وي او ددې سره سره دوی دومره خوشحال ولې دي؟ دوی ددې په ځای چې خفه شي خوشحال شول پدې کې څه راز شته زه یې باید معلوم کړم .

د سحر نه چې مسلمانان روژه شول زه بدې نه پوهیدم چې روژه څنګه ونیسم او په اسلام هم مشرف شوی نه وم هسې مې د خوراک او څښاک او خپلې میرمن ته له نېږدېکت نه ځان وساتلو او ماښام چې دوی روژې ماتې کړې ما هم له دوی سره روژه ماته کړه او دوی چې خوراک وکولو ما هم وکولو ما غوښتل پوه شم چې پدې کې څه راز دی چې مسلمانان ورته خوشحال دي .

له روژه ماتي نه لږ وروسته له مسلمانانو سره جومات ته لاړم نور مې څه نه وو زده خو بس چې دوی څه کول قیام ، رکوع او سجده ما هم هغه شان ورسره کول کله چې کور ته راغلم یو ډول سکون مې محسوس کړو چې لدې وړاندې ما نه وو محسوس کړی ، هېڅ نه وو شوي لکن زه د ننه خوشحال وم ، زما زړه خوږ شوی وو ، طبیعت مې جوړ وو ، دېته مې بالکل توجه نه کېده چط د ورځې په اوږدو کې ما ګټه ا و که تاوان کړی دی ، یو اطمنان مې په برخه شوی وو پدې ډول روژه نیمایی ته ورسېده د جومات امام ماته یو ډېر بختور کس ښکاره کېدو او د زړه نه مې ورسره مینه پیدا شوې وه د تراویحو نه وروسته یې ماته کتل هغه هم زما د حالت نه یو څه محسوس کړل چې زه پدې جومات ، مانځه او د مسلمانانو سره په خبرو اترو کې نوی ښکاره کیږم نو یې زما د حال پوښتنه وکوله.

ما هم ورته کټ مټ خپله ټوله کیسه تېره کړه هغه زما له کیسې متاثر شو او څه نورو کسانو ته یې غږ کړل چې راشئ ددې ملګري کیسه واورئ بیا هغوی ماته کلمه را وښوده ، د مانځه طریقه یې راته شروع کړه او د روژې ضروري احکام یې را وښودل او داسې زه په اسلام مشرف شوم او د جومات امام صاحب ماته وویل چې ته د رمضان په برکت په اسلام مشرف شوی یې ددېنه وروسته به ستا اسلامي نوم رمضان وي .

د یو عربی دعوت ګر حامد بن عبد الله له لیکنې اقتباس او ترجمه شوې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غنچه ګل مخلص

رب تعالی دې موږ ټولو ته د اسلام پۀ مستقیمه لاره تګ نصیب کړي!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx