مونږ او پر خپل تمدن بې باوري

لیکنه: عبدالسمیع درانی

له علمي خلکو سره د پراخ پېژندګلوي او ډیر کار له امله تقریبا نیمه ورځ په بحث او د افکارو تبادلې باندې عادت یم. سهار تر مازدیګره د درملتون چارو ترڅنګ له ډاکترانو او طبي کارمندانو سره بحث کوم.آن د غرمې ډودۍ هم بې بحثه نه وي.

مازدیګر چې له دندې رخصت شم، د بحثونو لړۍ بیا له ملګرو او انډیوالانو سره دوام مومي. انډیولان مې هم اکثرا علمي خلک دي. څوک دیني عالمان دي، څوک انجینران دي، څوک فېسبوکي شاعران دي، څوک د عصري علومو استادان دي. د لیکوالو شمیر خو تر لسګونو رسېږي، مانا داسې ملګری نه لرم چې بې سواده دې وي.

ماسختن نو د انټرنټ او ټولنیزو رسنیو وار وي. لپټاپ کمپیوټر ته ډده ووهم، شین چای او ککوي چاکلېټ ورسره وي. دا وار نو بیا په ټولنیزو رسنیو کې د بحث او تبادلې وار وي. ګوګل کروم کې فېسبوک، مسینجر او څو نورې کړکۍ همهاله خلاصې وي.

د بحث موضوعات تر ډیره پر اسلامي تمدن، غربي تمدن او نورو معاصرو پېښو وي.

له ملګرو سره له بحث او خبرو دا راته جوته شوې چې د اسلامي امت یوه لویه برخه تعلیمداره طبقه پر خپل تمدن بې باوره دي، خپل تمدن اوس سره موافق نه بولي، او د پرېښودو هڅې یې کوي.

زما په نظر دوی ځکه پرې باور نه لري چې دوی خپل تمدن سم ندی پېژندلی، خپل تاریخ یې ندی لوستلی، که یې لوستلی هم دی؛ د مستشرق تاریخپوه له قلمه یې لوستلی. د خپل تمدن سرلاریو او رهبرانو سره یې پېژنګلوي د نشت په حساب ده. او بل دا چې د بل تمدن کوم چې دوی یې د تمرین او عملي کولو هڅې او پېښې کوي؛ هم سم ندی پېژندلی. نه یې د هغه تمدن اساسات ویلي او نه هم اوصاف. نه یې پر خامیو او ورانیو خبر دي، نه پر اخلاقو او رویې. ځکه یې پېښې کوي چې حاکم دی، واک لري، زور لري او د مادیت زور او واک ته نو بیا ډیر د ټینګې نه دي. ځکه یې د عملي کېدو هڅې کوي چې مادي ګټې پکې نغښتې دي او مادي ګټې نو بیا تر معنوي هغو ژر ثمره ورکوي.

پردۍ تمدن( غربي تمدن) ځکه لوړ بولي چې له رسنیو یې اورېدلي، د پوهنتون هغه استاذ چې په غربي بورسیه کې یې درسونه ویلي، هغه یې ورته صفت کړی. ځکه یې اخلاقي ګڼي چې سندرغاړو ورته په غوږ کې ویلي دي.

دوی ته باید وویل شي چې دا تمدن( اسلامي تمدن) د نړۍ پرمخ تر ټولو اخلاقي، با انصافه، بشردوست او سازګار تمدن دی. دلته د ښه سړیتوب معیار شتمني، زور او ښایست ندی، بلکې تقوا ده. مغرور، زورور او بدماش ابوجهل پکې ځای نه لري، خو له رنګه تور مسلمانۍ او بشریت ته مفید بلال پکې سردار دی.

دې تمدن کې واک ته د عاید منبع، غرور سرچینه، رشوت ځای نه ویل کیږي؛ بلکې واک د الله تعالی له لورې شخص ته ورکړل شوی مسؤلیت بلل کیږي، دا که د یوه کور په سطحه وي که د یو ملک او قارې په سطحه.

دلته واک ته رسېدل چل، فریب، کمپاین او دراوغو ته ضرورت نه لري. بلکې عام خلک ځان ته داسې رهبر ټاکي چې په دوی کې په دیانت، اخلاقو، شجاعت او متانت مشهور وي.

دلته د چارواکیو او ولس ترمنځ واټن نه وي، نه زغروال ګاډیو ته ضرورت پېښیږي نه لوړو لوړو سیمټي موانعو ته.

نه د دواکمن دربار ته د تللو لپاره د واسطې ضرورت شته نه د شناخته کس. دولتي میلمستون خو بیخي د غریبانو او مسکینانو د ښکته پورته کېدو ځای وي.

له خپل ولس سره جفا او خطا خو بیخي مردود کار دی، آن حیوانات باید د اسلامي واکمنۍ له ستر نعمته برخمن شي. حضرت عمر رض ځکه ژړل چې د کوم مرکب پښه د ښار په پله کې بنده شوي وه؛ هسې نه چې الله تعالی یې له ده څخه پوښتنه وکړي.

د دې تمدن اقتصادي نظام دا نه وایي چې د ملک شتمني دې د څو نفرو په لاس کې وي، نور یې باید غلامي وکړي؛ دا تمدن وایي چې شتمني باید په جریان او چلښت کې وي، چې نه غریب وږی پاتې شي او نه یې شتمن په ساتلو حیران وي. د خوراکي توکو انحصار خو بیخي بې غیرته کړنه ده. د حضرت عمر بن عبدالعزیز په واکمنۍ کې د زکات اخیستو څوک نه وو، د زکات په پیسو یې غنم وپېرل او پر غرونو یې پاش کړل چې مرغان یې وخوري.

ټولنیز نظام یې دومره منظم جوړښت لري چې هره طبقه یې ځان پکې خوندي ویني؛ کوچني لویانو ته احترام کوي، لویان پر کوچنیانو شفقت له خپلو دندو بولي.

ښځه چې ښځه وي؛ یا یې جنت تر پښو لاندې دی، یا یې پر سرپرستۍ د جنت وعده شوې، یا ایمان پرې پوره کیږي. د شامپو او صابون اعلانات نه پرې کیږي.

بشر دوستي یې بې مثاله ده؛ هغو سیمو ته چې هلته ساري مرضونو اپیډیمي جوړه کړې، هلته له تللو منع کوي. داسې بشر دوستي یې په قاموس کې نشته چې د خلکو کورونه وران کړه او خیمې ور وویشه. او رښتیا! د اټومي بمونو استعمال خو بیخي حرام دی. هغه نظام چې د جامو اغوستلو لپاره لارښوونې لرلای شي، ایا دومره به غریب وي چې حکومتي سیسټم کې نشي پلي کېدای؟

دا د اسلامي تمدن مشت نمونه خروار بیلګې وې، دا دومره ستر، بې مثاله او کارا نظام دی چې په تشریح کې یې زرګونه (ټي بي) کتابونه لیکل کېدای شي.

دا چې مونږ پرې باور نه لرو، زمونږ نه بښونکی تقصیر دی. چې مونږ ندی لوستلی؛ خپله بې علمي مو ده. چې تاریخ یې جعلي ګڼو؛ زمونږ علمي جعل په ګوته کوي. غربیانو خو زمونږ ډیری افکار رانه کاپي کړي، رنګ یې ورکړی او پر مونږ یې د خپل فکري تولید په توګه په درنه بیه پلوري.

که رښتیا هم اسلامي امت بېرته خپل برم او له لاسه تللی عزت غواړي؛ خپل تمدن دې ښه وپیژني، د تمدن سرلارې دې خپل رهنمایان وټاکي، خپل تمدن کې دې د ستونزو حل ولټوي او خپل تمدن دې سپک او بې کاره نه ښيي. د خپل تمدن په عملي کولو کې دې هر راز کوښښ وکړي، آن که د عادي سنت پر ځای کول هم وي.

تبصرې (1)

  • ښائسته لیکنه ده.
    زموږ بیسواده خلګ ( د سپینو زړونو څښتنان) هم ددې ښکلی تمدن یوه برخه خو د بده مرغه اکثره باسوادان مو خصوصاً هغه تعلیم یافته ګان چه په خارج کی ئې درس لوستی دی نه زموږ د تمدن برخه ده نه د غربی تمدن.پخپل پلرنی تمدن شرمېږی او د غربیانو تمدن په ژوره توګه په ځان کی تعبیه کولای نه شی، بناً دواړی ئې خطا شوې.
    یو لنډ مثال:
    دلته په غربی اروپا کی یو طبی ډاکټر د خپلو مریضانو سره د یو کشر ورور یا خور غوندی چلند لری، حتی یو ډاکټر د معاینه خانې یا روغتون په دهلیز کی یو نظافت چی ته سلام کوی مخکی لدې چه نظافت چی سلام ور ته وکی.
    امّا په همدې مغرب زمین کی تربیه شوی او روزل شوی افغان ډاکټر صاحب کله چه د تحصیل تر فراغت وروسته وطن ته تشریف راوړی، اولاً خو دومره په کونه کی روان وی ته به وائې مسیحا دی او ټول مریضان د مرګ پر څنډه منتظر او فقط دئ ئې ناجی او ژغورونکی دی، ثانیاً ډاکټری اخلاق خو پرېږده حتی انسانی او افغانی اخلاق ته ئې هم شا ورګرځولې وی، حتماً باید د ( ډاکټر صاحب) خطاب ورته وشی، که فقط ورته وویل شی چه (ډاکټره )، اور په لګېږی که ئې د خښم څخه روغ پُښتورګی وکیښ هم ئې شک نسته. دا مو د ډاکټرانو ( مثلاً) داستان دی، کمونسټان او مارکسیسټان او لبرالیسټان او سکولرسټان خو مو پرېږده، هغوی خو د چا خبره پر ...سپاره دی پښې ئې مځکی ته نه وررسیږی.
    په هر حال، ستاسی د لیکنی په تائید زموږ او د مغرب زمین د تمدن توپیر پدې کی دی چه زموږ تمدن جوړوونکی دی او ددوی تمدن سره لدې ظاهری ښکلا ویجاړوونکی دی. په عینه لیدل کیږی چه ددې تمدن ګوته د ویراوونکو وسلو پر ماشه پرته او هره شېبه ئې د یو خطرناک درَز د اورېدو احتمال شته دی.