رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (١٠٤)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د کمونیزم بنسټ ایښودونکی کارل مارکس د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایي:

زه د پوره عقل په دایره کې درته ویلای شم چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له اسمان څخه ځمکې ته رسول ؤ.

د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم عصر د ساینس او د علومو لپاره دروازه پرانیستله، لیکل آزاد شول، دساینس سرچینه د ده له وخت څخه پیل شوه، هغه تعلیم چې ده ورکاوه، هغه لیکل کېده، پرده وحې نازلیدله، چې په هغې کې بیا تبدیل او تحریف ناشونی ؤ.

فارس خوری Fares Khoury د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه و سلم له ټولو سترو انسانانو څخه ستر او هغه دین چې ده راوړی دی هغه له ټولو دینونو څخه کامل ترین دین دی، چې زه په دې باندې باوري یم.

یهودي یمني عالم نثنائیل بن الفیومي پخپل کتاب (بستان العقول) کې وايي:

الله تعالی له یهودو څخه پرته هم ډیر انبیاء رالیږلي دي، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم رښتینی نبي ؤ، د ده نبوت تر عربو پورې خاص نه ؤ او دا خبره له تورات سره هیڅ ټکر نلري .

ابراهیم خلیل احمد (Ibrahim Khalil Ahmad )دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسې اعجاز لري چې هغه د تل لپاره دی، دا ځکه چې موږ ته حضرت عیسی علیه السلام په (یوحنا ۱۶ باب ۳- ۱۴) ویلي دي، چې هغه به د راتلونکو واقعاتو وړاندوینه کوي، دا قرآن کریم د هغه معجزه ده چې هغه به تل باقي وي،- داقرآن کریم داسې کتاب دی چې هر څه پکې دي، لکه طب، د فلکیاتو علم، جغرافیه، جیولوجی، قانون، اجتماعیات، تاریخ او داسې نور.

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم یو نور ؤ، چې په نړۍ باندې ښکاره شو، برناباس ویلي دي : [سيأتي مسيا (أي الرسول)] ژر به رسول راشي، انجیل یوناني توری دی چې د زیري په معنا سره دی، دا چې ولې پر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام د نازل شوی کتاب نوم انجیل (زیری) دی؛ دا ځکه چې په هغه کتاب کې د راتلونکي رحمة للعالیمن زیری دی چې (مسیا) ورته وایی. همدا رنګه حضرت عیسی علیه السلام په برناباس انجیل کې وايي:

کله چې دا سپیڅلی محمد رسول الله راشي؛ هغه له ما څخه دا بدنامي لیري کوي.

یادونه: له بدنامۍ څخه مراد د حضرت عیسی علیه السلام قتلول، هغه په الوهیت سره نیول او تثلیث دي.

آرنولډ تامس ( Sir Thomas Arnold ) د قرآن کریم په هکله وايي:

که چېرې موږ عیسایان له تعصب څخه کار وانخلو؛ نو ویلای شم چې د قرآن کریم اسلوب ډیر ښکلي دی او عیسایانو داسې کلام نه دی اوریدلی. د قرآن کریم اعجاز او ښه والی دت عجب وړ دی، دا هغه کلام دی چې پر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم نازل شوی دی.

واشنګتن ایرفنج د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خاتم النبیین او د سترو رسولانو څخه ؤ، خدای د دې لپاره راولیږه، چې دالله عبادت وکړئ.

دمکې له فتحې څخه دا جوتیږي چې هغه نه یواځې یو رالیږل شوی رسول ؤ؛ بلکې یو سوکاله قائد هم ؤ، د ده رحمت او شفقت بې بېلګې ؤ، او تل عفوه کوونکی او ترحم طبعیته ؤ، کله چې ده ته ستونزې پیداشوې؛ ده هر څه پریښودل او هجرت یې وکړ، ده ښه پوځي لاسته راوړنې درلودې، ده دا جنګ د خپل شخصي اغراضو لپاره نه کاوه؛ بلکې د عقیدې لپاره کاوه، خوی یې تواضع وه، پر یوه ساده فرش باندې کښیناسته، ده هیڅ مادي شیانوته توجه نه کوله؛ بلکې د یوه اسلامي دولت د جوړیدو تکل یې درلوده، هر څه چې به یې لاسته راغلل، هغه یې د الله په لاره کې مصرفول، ده له بیت المال څخه یو دینار او درهم نه اخیسته، حال دا چې دخزانو ټول واک یې درلوده.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د