
غزني: د خواجه عمري ولسوالۍ امنيه قومندان و وژل شو
نن ټکی اسيا: دغزني ولايت چارواکي وايي، چې د خواجه عمري ولسوالۍ امنيه قومندان سره له خپل يو ساتونکي و وژل شو.
د غزني ولايت مرستيال والي محمد علي احمدي رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د خواجه عمري ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالهادي د نوموړې ولسوالۍ ازاد کلا سيمه کې نن چهار شنبه ماسپښين د يوې چاودنې ښکار شو.
ښاغلی احمدي زياتوي، چې نوموړې چاودنه کې قومندان عبدالهادي سره له خپل يوه ساتونکي ځای پر ځای و وژل شوو.
څو موده وړاندې هم د غزني ولايت واغز ولسوالۍ امنيه قومندان قاسم خان د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه وژل شوی و.
د پيښې مسؤوليت تر دې دمه چا نه دی منلی.