افغانستان

بغلان: په ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ نهه تنه وژل شوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غویی ۱۳۹۷): تېره ورځ جمعه د بغلان ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پيښې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون د یوې کورنۍ نهه تنه غړي وژل شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر خان جان نبي زاده رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ غرمه د کیله ګي په کفترخانه سیمه کې د یوه باروړونکی موټر او سراچه ډوله موټر تر منځ را منځته شوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

نن ټکی اسیا کې ته یوې سرچینې وویل چې په پېښه کې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

باید وویل شي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ترافیکي قوانینو د نه مراعت او موټر چلوونکو د غیر مسلکیتوب سربېره د نشې کولو له وجې په ترافیکو پيښو کې هر کال درنه مرګ ژوبله را منځته کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x